جلال اباد (پژواک، ٢٢ غويى ٩٦): د ننګرهار د کامې ولسوالۍ ښوونکي غوښتنه کوي چې د حکومت له لوري د دوى يو شمېر نيول شوي ښوونکي خوشي کړي او هم دې ورته د استوګنې نومرو ستونزه حل کړي.
یاد ښوونکي پرون وروسته له هغه ونيول شول چې غوښتل يې پر خپل سر دولتي ځمکه په خپلو منځونو کې ووېشي او له همدې امله يې له امنيتي ځواکونو سره اخ و ډب رامنځته شوى و.
دغه لسګونه ښوونکي نن په کامې ولسوالۍ کې راغونډ شوي وو او غوښتنه يې کوله چې هم دې د دوى د ځمکې ستونزه هواره شي او هم دې نيول شوي ښوونکي بېرته را خوشي شي.
د مليار په نوم يوه کس د ښوونکو په استازيتوب پژواک خبري اژانس ته وويل، حکومت نه يوازې دا چې د دوى د حق په ورکړه کې ناغېړي کوي او ځمکه نه ورکوي، بلکې وخت ناوخت ورسره ناوړه چلند هم کوي.
ده زياته کړه، پرون دوى غوښتل د خپلې غوښتنې په خاطر خپل غږ پورته کړي، خو پوليس راغلل او دوى يې په زور له هغې ځمکې و ايستل چې دوى يې غوښتونکي دي.
د هغه په وينا، پوليسو د دوى غوښتنه نه منله، همدا و چې هغوى پر ښوونکو د کونداغونو ګوزارونه وکړل او يو شمېر ښوونکي يې له ځان سره بوتلل.
دى وايي، دوى غوښتنه لري چې هم پروني نيول شوي ښوونکي خوشي شي او هم دې حکومت له دوى سره د ژمنو شوو نومرو د ورکولو ستونزه حل کړي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي پژواک ته وويل چې پوليسو پر ښوونکو ګوزارونه نه دي کړي، بلکې هغوى له پوليسو سره ناسم چلند کړى دى.
هغه زياته کړه، والي پرون د امنيې قومندانۍ مرستيال قاري اميرخان لېوال په مشرۍ يو پلاوى سيمې ته لېږلى و، خو کله چې پلاوى سيمې ته رسېدلى، نو هلته ورسره ښوونکو نه يوازې دا چې خبرې نه دي کړي، بلکې له پوليسو سره يې برخورد کړى او بيا پوليسو همدا څو تنه ښوونکي له ځان سره بيولي دي.
د ده په خبره چې دغه ځل ښوونکي تر هغه پورې نه خوشي کوي، څو چې ټول ښوونکي له حکومت سره د يادې موضوع د حل په موخه خبرو ته نه وي چمتو شوي.
د والي وياند وايي، د کامې ولسوالۍ د ښوونکو د نومرو د ستونزې د حل لپاره خبرې روانې دي او هغوى ته به په يوه بل مناسب ځاى کې د استوګنې نومرې ورکړل شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










