منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۵۹ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

” که د امن له کوره بهر شم طالبان مې وژني”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

هرات ښار (پژواک ٢٣ غويى ٩٦): د هرات امن کور کې يوه مېرمن وايي، که له امن کوره بهر شي، طالبان به يې صحرايي محاکمه کړي؛ خو طالبان دا موضوع ردوي.

دا مېرمن ٣٠ کلنه فاطمه ده او له څو مياشتو راهيسې هرات امن کور کې ژوند کوي.

هغه چې څلور واړه ماشومان لري، ويلي يې دي چې د هرات اوبه ولسوالۍ کې د طالبانو صحرايي محاکمه د نوموړې په انتظار کې ده.

د فاطمې يوه نږدې خپلوانه چې ځان نفس ګل بولي، له پژواک خبري اژانس سره يې په ځانګړې مرکه کې وويل چې فاطمه يې څو کاله وړاندې يوه زوړ سړي ته واده کړه چې په دې موده کې څو کاله د خپل خاوند له شکنجې سره مخ وه.

نوموړې زياته کړه، څو کاله وړاندې يې خاوند ومړ؛ خو د خاوند له مړينې وروسته يې مېرني زوى او د هغه د کاکا زامنو دا ربړوله.

هغې وويل: "فاطمه د خپل ميرني زوى او د هغه د کاکا زامنو له وهلو ټکولو تنګه شوه او په پايله کې څو مياشتې وړاندې يې د اوبه ولسوالۍ پوليسو ته ځان وسپاره او پوليسو هم هغه دامن کور ته واستوله."

د نوموړې په وينا، له کله چې فاطمه امن کور ته راغلې ده، کاکا زامنو يې اوبه ولسوالۍ کې طالبانو ته شکايت کړى چې فاطمه له کوره تښتېدلې او پوليسو ته يې ځان سپارلى دى.

نفس ګل زياته کړه، د فاطمې تره زامنو له شکايت څخه وروسته، طالبانو هم هغوى ته لارښوونه کړې چې په هر ډول کېږي، فاطمه دې له امن کور څخه بهر کړي او اوبه ولسوالۍ ته دې راولي، څو په عام محضر کې  د صحرايي محکمې له حکم سره سنګساره شي.

نفس ګل زياته کړه، د طالبانو له حکم څخه وروسته د فاطمې کاکا زامن هڅه کوي څو نوموړې په فريب له امن کور څخه بهر کړي.

نوموړې وويل: "تراوسه څو ځله د فاطمې کاکا زامن د هغې لئدو لپاره امن کور ته ورغلي او ويلي يې دي چې هر ډول کېږي تا له امن کور څخه بهر کوو او ولسوالۍ ته دې له ځان سره بوځو."

همداراز نفس ګل زياته کړه، د فاطمې خپلوانو څو ځله د هغې ماشومان وسيله کړي دي، که خپله له امن کور څخه بهر نه شي، ماشومان يې له ځان سره بيايي.

هغه چې د فاطمې وضعيت په اړه بشپړه خبره ده، همداراز يې ټينګاروکړ، که فاطمه له امن کور څخه بهر شي، طالبان به يې محاکمه کړي، نو هغه مهال به يې حکومت د وژنې مسوول وي.

په ورته وخت کې د هرات امن کور مسوولې ثريا پاکزاد پژواک ته وويل، د امن کور د اصولو او قانون له مخې، کومه ښځه چې وغواړي له امن کور څخه په خپله خوښه بهر شي، نو امن کور هغه مهال څه نه شي کولى.

هغې زياته کړه، دا د ښځو چارو رياست مسووليت دى چې امن کور کې د ښځو پاتې کېدو او يا تلو فيصله وکړي.

هغې وويل: "دا اسانه قضيه نه ده چې په اسانۍ خوشې شي، ډېره وهل ټکول شوې ده او د پوليسو له لوري امن کور ته راوړل شوې ده او خپلوان يې په هېڅ ډول چل او دوکه هغه له امن کور څخه اېستى نه شي."

د نوموړې په وينا، له امن کور څخه د يوې ښځې بهر کېدل د لويې څارنوالۍ، ښځو چارو وزارت، پوليسو او څو معتبرو ضامنانو ګډ پلاوي په شتون کې ترسره کېږي.

نوموړې همداراز وويل، د يادې مېرمنې ماشومان هم له اوبه ولسوالۍ څخه د هرات ښار يوه روزنتون ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د هرات د ښځو چارو مشرې محبوبې جمشېدي پژواک ته وويل. څو چې دا مېرمن و نه غواړي هېڅوک نه شي کولى هغه له امن کور څخه بهر کړي.

مېرمن جمشيدي ټينګار وکړ چې د فاطمې دوسيه په جدي توګه څېړي او اجازه نه ورکوي چې خپلوان يې د ماشومانو په وسيله هغه له امن کور څخه بهر کړي.

خو طالبان دا موضوع ردوي.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد پژواک ته وويل چې په داسې مواردو کې طالبان هېڅوک په زور نه شي محاکمه کولى.

هغه زياته کړه: "ښايي د دې مېرمنې مقابل لوري د فشار لپاره د طالبانو له نوم څخه ګټه اخيستې وي."

دا په داسې حال کې ده چې تېرو څو کلونوکې طالبانو د افغانستان مختلفو ولايتونو کې يوشمېر کسان په بېلابيلو تورونو صحرايي محکمه کړي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې