کابل(پژواک، ٢٤غويى ٩٦): د پوهنې وزارت د کابل ښار درېيمه ښوونيزه حوزه کې د ٥٠ زده کوونکو د مسموميت خبر ورکړ.
د پوهنې وزارت د خپرونو رييس محمد کبير حقمل وويل چې ياد شوي زده کوونکي له پوهنې سره د مرستې يوه پروګرام کې نن سهار ٩:٣٠ مسموم شول چې د درملنې لپاره استقلال روغتون ته ولېږدول شول.
نوموړي زياته کړه چې د يادو زده کوونکو له ډلې ٢٥ تنه په روغتون کې تر درملنه لاندې دي او پاتې نور له روغتيايي خدمتونو وروسته رخصت شوي.
د پوهنې وزارت د يادې شوې سرچينې په خبره، په ښوونځي کې د پاتې زده کوونکو روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.
حقمل زياته کړه چې د وزارت لومړني معلومات څرګندوي چې دغه زده کوونکي د ښوونځي شاوخوا ونو کې د درمل پاشلو په سبب مسموم شوي دي.
خو د استقلال روغتون د نرسنګ مدير داد محمد پژواک ته وويل چې د درېيمې ښوونيزې حوزې په کلا وزير ښوونځي کې ٣٨ زده کوونکي مسموم شوي وو چې روغتون ته ور لېږدول شوي دي.
هغه وويل:((يادې شوې نجونې ګنګس شوې وې او له لومړنيو خدمتونو وروسته يې اکثره له روغتون رخصت شوې دي.))
نوموړي د مسموميت لامل څرګند نه کړ، خو وايي چې په دې برخه کې د روغتيايي ډلې څېړنې دوام لري.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










