منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۰ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“سوله د تسليمېدو په معنا نه، بلکې يوه اسلامي او انساني وجيبه ده”

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۳ کتنې

 کابل (پژواک، ٢٥ غويى ٩٦): د افغانستان د علماوو غورځنګ مشر وايي چې سوله کول د تسليمېدو په معنا نه ده او څوک چې سوله کول غواړي، بايد غېږه ورته خلاصه وي.

دغه څرګندونې د غويي په ٢٥مه په کابل کې (له انسانيت سره مينه، په سوله، پرمختګ او د بشري حقوقو په درناوي کې د علماوو ونډه) تر سرليک لاندې دوه ورځني کنفرانس ته د دغه غورځنګ مشرانو وکړې.

په دغه کانفرانس کې د افغانستان د علماوو غورځنګ د غړو او استازو تر څنګ د اندونيزيا هېواد د علماوو غورځنګ راغلي پلاوي هم ګډون کړى و.

د ياد کنفرانس تنظيموونکي او د افغانستان د علماوو غورځنګ مرکزي غړي دوکتور فضل غني کاکړ پژواک خبري اژانس ته وويل چې سوله سياسي او اقتصادي اړخ نه لري، بلکې دا يوه ايماني وجيبه ده.

هغه زياته کړه :((خداى (ج ) په قران کريم کې د سولې په اړه امر کړى، په دې برخه کې علماء، روڼ اندي، استادان، چارواکي، ځوانان، مېرمنې او د ټولنې هر غړى بايد خپل رول ترسره کړي.))

دوکتورکاکړ وويل چې د افغانستان ټولنه د اداري فساد له امله نا امنه شوې ده، دغه فساد په افرادو پورې تړاو لري، څو افراد اصلاح نه شي، نه سوله راتلاى شي او نه هم امنيت.

د افغانستان د علماوو غورځنګ مشر صلاح الدين هاشمي کنفرانس ته وويل چې سوله ييز او با عزت ژوند کول، د هر وګړي حق دى، ټول خلک د جګړې خلاف دي او سوله غواړي.

هغه زياته کړه: ((ټول خلک پر جګړې لعنت وايي، موږ بايد ټول د سولې لپاره يو بل ته لاس ورکړو، خو سوله پر تشو شعارونو نه راځي، سوله قرباني غواړي، موږ بايد په دې برخه کې عملي کار وکړو.))

هاشمي وويل چې د جګړو او نا امنيو له امله هېوادوالو په مصيبتونو او ستونزو راګېر دي او د دې ګټه د افغانستان او اسلام دښمنانو ته رسېږي.

نوموړي د افغانانو تر منځ يو بل ته پر تېرېدنې ټينګار وکړ او ويې ويل، څو پورې چې هېوادوال له ځان غوښتنې تېر نه شي، سوله نا ممکنه ده.

هغه زياته کړه: ((موږ بايد د څه ترلاسه کولو لپاره څه له لاسه ورکړو.))

د افغانستان د علماوو غورځنګ مشر وويل، ځيني کسان داسې فکر کوي چې ګواکې د سولې له پروسې سره يو ځاى کېدل د تسليمېدو په معنا دي چې دا سراسر تېروتنه ده.

هاشمي د حضرت پيغمبر (ص) په وخت کې حديبيې سولې تړون ته په اشارې سره وويل چې رسول الله د دغه تړون لپاره له ډېرو شيانو تېر شوى و، چې وروسته د مسلمانانو په ګټه تمامه شوه.

نوموړي دغه راز وويل، کله چې د امام حسن او حضرت معاويه ترمنځ لانجه پيدا شوه؛ نو امام حسن معاويه ته تېر شو او لومړى همده ورسره بيعت وکړو، څو د مسلمانانو ترمنځ يووالى، اتفاق پيدا شي اود شخړو مخه ونيول شي.

ده زياته کړه: ((څوک چې سوله کول غواړي، موږ بايد ورته خپله غيږه پرانيزو، هغوى په غېږه کې واخلو او هرکلى يې وکړو.))

نوموړي وویل چې تر هغه سوله نه راځي، څو پورې چې افغانان په خپله لاس په کار نه شي.

هاشمي زياته کړه: ((اوبه زموږ په خپل کور کې دي، خوموږ تږي ګرځو.))

د هغه په وينا، د سولې د نشتوالي زيان يوازې افغانان محسوسولى شي، بهرنيان يې نه شي احساسولى، روسيه او امريکا افغانانو ته سوله نه راولي.

د افغانستان د علماوو غورځنګ په هېواد کې غير اخلاقي او غير شرعي کارونو ته په اشارې سره وويل چې د طالبانو ظلمونه او وحشتونه له همدې څخه سرچينه اخلي.

په کابل کې د اندونيزيا د سفارت استازي لقمان حکيم وويل چې د علماوو دغه کنفرانس د دواړو هېوادونو تر منځ د ښو اړيکو ښکارندويي کوي.

نوموړي زياته کړه، نن چې اسلامي امت له کومو ستونزو او کړاوو سره مخ دى، په دغه کنفرانس کې به پرې بحث کېږي.

دى وايي: ((موږ غواړو چې د دغه کنفرانس له لارې نړيوالو ته دا پيغام ورکړو چې اسلام د سولې، عدالت، محبت او پرمختګ دین دى، نه د چاودنو، سخت دريځۍ او ترهګرۍ دين.))

هغه علماوو ته په اشارې سره وويل چې د سولې په راوستو کې يې رول مهم دى او ټينګار يې وکړ چې علماء بايد ټولنې ته سمه لارښوونه وکړي.

په ديني چارو کې د افغانستان د ښځو چارو وزارت سلاکاره ياسمين سروري هم د سولې په پروسه کې د علماوو او ښځو پر رول رڼا واچوله.

هغې زياته کړه چې د نا امنيو او جګړو تر ټولو زيات زيانونه ښځې ګوري؛ ځکه که سړى وژل کېږي، نو ښځه يې کونډه او له کړاوونو ډک ژوند تېروي .

د نوموړې په وينا، افغانان نور له جګړو ستړي شوي او تر هر وخت زيات اوس سولې ته اړتيا ليدل کېږي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور