منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۳۲ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

فارياب کې د نجونو يو ښوونځى سوځول شوی

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۱۸ کتنې

ميمنه (پژواک، ٢٨ غويى ٩٦): فاریاب کې سيمه ييزو چارواکو ويلي چې تېره شپه ناپېژاندو وسله والو د دغه ولايت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې د نجونو يو ښوونځى سوځولى دى.

د فارياب د پوهنې رييس غلام سخي بيان د دغه خبر په تاييد سره پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو کسانو د پښتونکوټ ولسوالۍ په خواجه ناموسي سيمه کې د نجونو يوه ښوونځي ته اور اچولى او هر څه په کې سوځېدلي دي.

نوموړي زياته کړه، که څه هم دغه ښوونځى د طالبانو تر ولکې لاندې سيمه کې دی، خو تر اوسه جوته نه ده چې دغه ښوونځى د چا له لوري سوځول شوى دى. د ښوونځي ودانۍ څو کاله وړاندې جوړه شوې وه او څه باندې ١٢٠٠ زده کوونکي یې لرل.

د سيمې یوه قومي مخور د پېښې له ځايه د ټيلېفوني اړيکې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس ته وويل چې دغه ښوونځي درې بلاکونه درلودل او ټولو ته اور اچول شوى دى.

نوموړي زياته کړه: "سهار د لمانځه ادا کولو لپاره جومات ته راغلو، ومو ليدل چې د ښوونځي په ځينو برخو کې اور لګېدلى څو طالبان راغلل او د ښوونځي له ملازم څخه يې د اور لګېدنې په اړه پوښتنې ګروېګنې وکړې او د پېښې عاملينو د موندلو لپاره يې هڅې پيل کړې."

ياد قومي مشر د ښوونځي ساتونکي له قوله وويل چې شپږ وسله وال کسان له يوې بوشکې تېلو سره ښوونځي ته دننه شول او ښوونځي ته یې اور ورکړ.

تر اوسه د دغه ښوونځي د سوځولو مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

خو په فارياب ولايت کې د طالبانو ډلې يو مهم غړى وايي چې ښوونځي ته اور اچول د هغوکسانو کار دى چې غواړي طالبان بدنام شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه