جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ٩۶): د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د انګېزې شينوارې د نجونو ښوونځي د نوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار د ولايتي شورا غړې انګېزه شينوارې دوه کاله مخکې په جلال اباد ښار کې د چاودنې له امله وژل شوې وه.
د هغې په نوم د ښار په څلورمه ناحيه کې د نجونو د دغه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې د غويي په ۳۱مه د يوې غونډې پر مهال پيل شوې.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې یاد تعمیر د UNHCR ادارې په ۱۸۲زره امريکايي ډالر لګښت په شاوخوا اته بسوې ځمکه کې جوړېږي چې دوولس خونې به ولري او د لسو میاشتو په موده کې به یې کار بشپړې شي.
نوموړي زياته کړه چې د دغه ښوونځي د جوړېدو تر څنګ ۱۶۰ سيټه مېز لرونکې چوکۍ او نور اړين توکي هم د قراردادي شرکت له لوري اخيستل کېږي.
د ننګرهار والي وويل چې په دې سيمه کې بېرته راستانه شوي کډوال هم مېشت دي؛ نو ځکه UNHCR ادارې په دې سيمه کې د ښوونځي جوړولو کې مرسته وکړه.
ده د پوهنې رياست مسوولينو، ښوونکو، زده کوونکو او د سيمې ټولو خلکو ته سپارښتنه وکړه چې د ودانۍ په جوړولو کې د شرکت له مسوولينو سره همکاري وکړي.
د ننګرهار والي د شرکت مسوولينو ته لارښوونه وکړه چې ښوونځی په معياري توګه جوړ کړي او ګټې اخيستنې ته يې وسپاري.
د پوهنې رييس الله داد اسماعيلزي د ننګرهار له والي څخه مننه وکړه چې د شمس الدين مجروح او انګېزې شينوارې د ښوونځيو ځمکه يې له غصب څخه وژغورله.
نوموړي د مجبور اباد سيمې د خلکو له همکاريو خوښي څرګنده کړه چې له دوی سره يې د يادې لېسې د ځمکې غصب په مخنيوي کې او د چاردېوالۍ د احاطې په جوړولو کې همکاري کړې ده.
د انګېزې شینوارې لېسې مدير روښان وويل چې د مجبور اباد ښوونځی په ۱۳۷۳ کې جوړه شوی چې اوسمهال په کې د سيد شمس الدين مجروح او انګېزې شينوارې په لېسو کې د راستانه شوو کډوالو د زرو تنو په ګډون نهه زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










