کابل (پژواک، ۳۱ غويى ۹۶): د ملي شورا ځيني غړي او شنونکي وايي، د حکومتي مشرانو تر منځ اختلافات او په امنيتي ارګانونو د سوق او ادارې کمزورتيا د دې لامل شوي چې د وسله وال مخالفينو مورال لوړ شي او د ولايتونو پر مرکزونو بريدونه ترسره کړي.
د راپورونو له مخې، وسله والو د روانې مياشتې په لومړيو کې د منصوري په نوم پوځي عمليات اعلان کړل او ورسره يې خپلو بريدونو ته زور ورکړى دى. د دغو عملياتو پر مهال وسله والو څو ولسوالۍ ونيوې او هم يې د څو ولايتونو، لکه فارياب، کندوز، بغلان، غزني او اروزګان پر مرکزونو ډله ييز بريدونه وکړل.
خو امنيتي ځواکونو هغه ولسوالۍ چې د دولت وسله والو مخالفينو نيولې، بېرته تر خپل کنټرول لاندې راوستې.
د چارو شنونکي د ملي يووالي حکومت د مشرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات او پر لوړو امنيتي څوکيو د بې تجربې، قومي، سمتي او ژبنيو اړيکو پر بنسټ ګومارنې، د دې لامل ګڼي چې وسله وال مخالفين روحيه واخلي او خپلو بريدونو ته زور ورکړي.
پوځي شنونکي شهنواز ټني له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال په هېواد کې د وسله والو مخالفينو د بريدونو د ډېروالي يو لامل په هېواد کې د ځينو هېوادونو او بهرنيو استخباراتي کړيو لاسوهنې بولي او زياتوي، څو چې په هېواد کې د بهرنيو د لاسوهنو مخه ونه نيول شي، د جګړې کمېدل او مهارول ډېر ستونزمن دي.
هغه وويل: "ګورو چې ورځ تر بلې جګړې زور اخلي، ولې زور اخلي؟ ځکه دلته بهرنۍ لاسوهنې دي او تر څنګ يې زموږ خپله بې اتفاقي او خود غرضي ده."
تڼى د وسله وال پوځ د سوق او ادارې په رهبريت کې کمزورتيا د جګړې د ډېروالي بل لامل ګڼي او زياتوي، د امنيتي او دفاعي ارګانونو چارواکي د جګړې د رهبريت او سوق او ادارې وړتيا نه لري.
د سياسي چارو شنونکى ډاکټر فيض محمد ځلاند وايي، وسله وال مخالفين هر کال د پسرلي په لومړيو او اوړي په موسم کې خپلو بريدونو ته زور ورکوي.
هغه زياتوي: "په افغانستان کې معمولاً موسمي جګړې وي او په تېرو شپاړسو کلونو کې سنت هم دا و چې په پسرلي او اوړي کې به جګړه ګرمېده او طالبانو به خپلو بريدونو ته زور ورکاوه چې اوس هم د جګړې موسم دی."
د ده په اند، وسله والو مخالفينو د دې تر څنګ په تېرو ۱۶ کلونو کې د هېواد ډېرې لرې پرتې سيمې نيولې او هلته يې د پياوړو مرکزونو جوړولو او د جلب او جذب لپاره لارې چارې برابرې کړې دي.
همداراز ځلاند وايي: "په امنيتي او دفاعي ليکو کې د انګېزې ټيټوالي، په يادو ارګانونو کې پراخ فساد، د ظرفيتونو ټيټوالي، د ملي وحدت حکومت په چوکاټ کې د قومي، ژبنيو او سمتي ګومارنو او د فاسدو بې واکه او کم واکه قوماندانانو ټاکل کېدلو له امله وسله والو مخالفين توانېدلي چې ان په ښارونو کې خپل تحرکات ولري او په لويه کې د ښار پر کمربندونو بريدونه وکړي."
د هغه په خبره، د هلمند د مرکز لښکرګاه دوې ناحيې له تېرو دوو کلونو راهيسې د وسله والو مخالفينو تر کنټرول لاندې دي، حکومت نه دی توانېدلى چې يادې ناحيې ونيسي چې دغه کار د وسله والو مخالفينو روحيه لوړه کړې او په دې فکر کې دي چې دوی کولای شي پر نورو ښارونو هم بريدونه وکړي.
ځلاند وايي، داسې ويل کېږي چې دا مهال د کندهار، ميدان وردګو، لوګر، لغمان او ننګرهار ولايتونو مرکزونه هم د وسله والو مخالفينو تر ګواښ لاندې دي.
ډاکټر ځلاند د جګړې د مهارولو په موخه وايي: "د ملي وحدت حکومت بايد يو لاس شي، د ډاکتر عبدالله شتون او يا د واک وېش نه شي کولای د افغانستان اوسنۍ غميزه حل کړي. ډاکتر غني او ډاکتر عبدالله بايد په خپل منځ کې تصميم ونيسي چې څوک بايد د حکومت په راس کې راشي."
همداراز دی زياتوي، د دې تر څنګ حکومت بايد له وسله والو مخالفينو سره د سولې پروسې او خبرو اترو لپاره ښکاره تګلاره جوړه کړي، څو د سولې د راتګ لپاره لارې چارې برابرې شي.
په ولسي جرګه کې د بدخشان د خلکو استازې ګلالۍ اکبري پژواک اژانس ته وويل چې د دولتي چارواکو ناکامي، کمزورتيا او د همغږۍ نشتوالى د دې لامل شوي چې وسله وال مخالفين د دې وړتيا پيدا کړي څو د هېواد ډېرې سيمې تر خپل کنټرول لاندې راولي.
هغې وويل: "که چېرې افغان امنيتي ځواکونه وغواړي وسله والو مخالفينو ته ماته ورکړي، وړتيا يې لري، خو دا يو راز دى چې ځيني وختونه ولې دولت شا تګ کوي او دښمن ته د پرمختګ لار ورکوي."
د اکبري په وينا، که چېرې وسله وال مخالفين تر دې ډېر پرمختګ ولري، دا نه يواځې د افغان حکومت ناکامي ده، بلکې د هغو هېوادونو د ناکامۍ په معنا هم ده چې په افغانستان کې له ترهګرۍ سره په مبارزه کې مرسته کوي.
همدارنګه په مشرانو جرګه د هلمند د خلکو استازي شېرمحمد اخندزاده د افغان چارواکو بې کفايتي او خپلمنځي اختلافات د وسله والو مخالفينو د پرمختګ لامل بولي او زياتوي: "زموږ حکومت ډلې ډلې دی، ۵۰ سلنه د يوه کس دی، ۳۰ سلنه د بل کس دی؛ يو خپه دی، بل خوشاله دی، زموږ حکومت ته اصلاً حکومت نه ويل کېږي، يوه ډله ده او ناسته ده."
دی زياتوي، وسله وال مخالفين د هېواد پر ۵۰ سلنه خاوره واکمن دي، غواړي جګړه مرکز ته وغځوي او حکومت تر فشار لاندې راولي.
هغه له امنيتي چارواکو غواړي چې د جګړې د کنټرول او مهار لپاره دې کارنده تګلارې جوړې کړي.
د ملي دفاع وزارت وياند تورن جنرال دولت وزيري پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د هېواد په ۱۷ ولايتونو کې د ساحوي قول اردوګانو ۲۳ پلان شوي عمليات دوام لري.
همداراز دی زياتوي: "موږ د کومانډو ۳۳ پوځي عملياته لرو، په ټول افغانستان کې، له دې بر علاوه موږ هوايي ملاتړ، هوايي ضربې او شپني عمليات هم لرو، په هغو سيمو کې چې تهديدات او وسله وال مخالفين وي."
نوموړي د بېلګې په ډول د بدخشان، کندوز، سرپل، فارياب، بغلان، سمنګان، ننګرهار او غزني ولايتونه ياد کړل.
وزيري په دې اړه چې د وسله والو مخالفينو بريدونه ډېر شوي، وويل: "اساسي خبره دا ده چې په ۲۰۱۵، ۲۰۱۶ او ۲۰۱۷ کلونو کې مخالفينو ډېر کوښښ کاوه چې تحرکات ډېر کړي؛ ځکه موږ مستقلانه دفاع کوله او دوی فکر کاوه چې ډېرې ننګونې به رامنځته کړي، خو تاسو وليدل چې دوی په ۲۰۱۵ او ۲۰۱۶ کال کې خپلو اهدافو ته ونه رسېدل."
هغه د بريدونو د ډېروالي په اړه وايي: "سږ کال هم دوی د دې لپاره چې خپل حضور وښيي او نړيوالو ته وښيي چې دوی ژوندي دي، نو دوی د منصوري په نوم عمليات اعلان کړل او کوښښ کوي هماغه اهداف چې تېر او وړم کال يې تعيين کړي وو، که چېرې هغو ته رسېږي."
وزيرى وايي، وسله وال مخالفين د دې لپاره چې خپل قوت او خپل شتون وښيي، نو پر څو ولايتونو يې بريدونه کړي، خو د افغان امنيتي ځواکونو له خوا مات کړی شوي دي.
د ملي دفاع وزارت د تېرو ۲۴ ساعتونو د پوځي لاسته راړونو په اړه پژواک اژانس ته د يوې خبرپاڼې په استولو سره ويلي، دوی په دې موده کې د ۲ داعشيانو په ګډون ۱۲۱ وسله وال مخالفين وژلي او ۴۱ نور ټپيان کړي دي.
سرچينه ليکي، په دې موده کې افغان ځواکونو په ګډه د توپچي او هوايي ځواکونو په ملاتړ په ننګرهار، لغمان، کاپيسا، پکتيا، پکتيکا، خوست، غزني، کندهار، اروزګان، زابل، غور، فراه، کندوز، فارياب، سرپل، بغلان، بدخشان او هلمند ولايتونو کې عمليات ترسره کړي دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










