منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۰۵ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پوهنې وزارت: شاوخوا درې نيم ميليونه ماشومان ښوونځي ته له تلو محرومه دي

· ۴ دقیقې لوستل · ۷۶ کتنې

کابل (پژواک،٣١غويى ٩٦): د پوهنې وزارت وايي، په هېواد کې ناامنۍ د دې لامل شوي څو د ښوونځي شرايطو ته برابر نږدې ٣،٥ ميليونه ماشومان، ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شي او دولت بايد د نړيوالو شريکانو په همکارۍ له ښوونې او روزنې محروم شوو ماشومانو د جذب لپاره پراخ پروګرام تر لاس لاندې ونيسي.

د پوهنې وزارت د عمومي تعليماتو مرستيال محمد ابراهيم شينواري، نن په هغه کمپاين کې چې "افغانستان کې له باکيفيته ښوونې او روزنې څخه د ملاتړ غورځنګ له لوري د دې شعار په نوم چې ((له ښوونې او روزنې څخه د ملاتړ لپاره پاڅېږئ))" ترسره شو، وويل چې باکيفيته ښوونې او روزنې ته لاسرسي باندې تمرکز، د پوهنې وزارت پروګرامونو په سر کې ځاى لري.

نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې څو وروستيو کلونو کې د پوهنې په برخه کې پرمختګونه شوي دي؛ خو ستونزې هم شته، زياته يې کړه: "په عادلانه ډول ټولو هېوادوالو ته د کيفيت لرونکې ښوونې او روزنې خدمتونو رسول د دې وزارت پروګرامونو له لومړيتوبونو څخه دي، خو د پوهنې او پلان جوړونې په برخه کې د ستونزو له امله، تېر کال دا خدمتونه په عادلانه ډول وېشل شوي نه و؛ خوسږکال به دې برخې ته پاملرنه وشي."

د پوهنې وزارت ياد چارواکي په خبره، روان کال چې کومو سيمو کې د ښوونې او روزنې خدمتونه وړاندې کېږي، پر کيفيت به يې پاملرنه ورغونډه وي، چېرته چې د ښوونې او روزنې خدمتونه نه دي رسېدلي، هلته به خدمتونه ور ورسېږي؛ ځکه دا مهال له ٢٠٠ زرو ښوونکو څخه ٥٠ سلنه يې غيرمسلکي دي.

هغه ومنله چې هېواد کې د ښوونې او روزنې کچه ټيټه ده، د افغانستان د کارمارکيټ ته ځواب نه شي ويلي او منځنۍ او ثانوي دورو کې د ښځينه مسلکې ښوونکو نه شتون دا ستونزې نورې هم زياتې کړې دي.

د نوموړي په وينا، هېواد کې ناامنۍ د دې لامل شوي چې زده کړو ته برابر شاوخوا ٣،٥ ميليونه ماشومان ښوونځي ته له تګ څخه بې برخې شي چې نږدې ٢،٥ ميليونه يې نجونۍ دي.

هغه وړانديز وکړ چې دولت دې د نړيوالو شريکانو په همکارۍ له زده کړو پاتې ماشومانو د جذب لپاره پراخ پروګرامونه تر لاس لاندې ونيسي، څو دا ماشومان ښوونځيو کې شامل شي.

په افغانستان کې د باکيفيت ښوونې او روزنې ملاتړ غورځنګ يوه بنسټ اېښودونکي محمد رحيم جامي په دې ناسته کې وويل، د غورځنګ او نړيوالو شريکانو ګډه موخه دا ده څو تر ٢٠٣٠ کال پورې ټولو هېوادوالو ته کيفيت لرونکې، عادلانه، هراړخېزه، خوندي، وړيا او د تلپاتې ښوونې او روزنې لار هواره کړي.

جامي زياته کړه، پخوا کلونو کې د پوهنې سکتور په ځانګړې توګه د ښوونې او روزنې برخه د افغان دولت له کاري لومړيتوبونو څخه نه وه دا موضوع سبب شوه، څو دې برخه کې امکانات، سرچينې، مالي او تخنيکي مرستې ترسره نه شي.

د هغه په وينا، د افغانستان له ښوونې او روزنې برخې سره مرسته، د نړيوالو هغه موخې او ژمنې دي چې په عمومي غونډو کې مطرح کېږي؛ خو دا چې افغان دولت پوهنې ته د پروګرامونو په سرکې ځاى نه دى ورکړى، نړيوالې ټولنې هم دومره پاملرنه ورته نه ده کړې.

جامي، له وسله والو مخالفينو، افغان او نړيوالو امنيتي ارګانونو څخه غوښتنه وکړه چې د معارف له تاسيساتو څخه د پوځي سنګرونو، پوځي موخو او مرکزونو په توګه د يو بل په وړاندې استفاده و نه کړي.

هغه، له خلکو غوښتنه وکړه چې د پوهنې له زېربناوو څخه چې د هېواد ودې او پرمختګ لامل ګرځي، ساتنه وکړي.

په مدني چارو کې د ولسمشر محمد اشرف غني سلاکارې عادلې بهرام په دې مراسمو کې وويل چې جمهوري رياست د هېواد په کچه له ښوونيزو او روزنيزو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او دې برخې ته ژمن دى.

د حکومت اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله استازي مسعود اشنا وويل، د حکومت اجرايي رياست هم له ښوونيزو او روزنيزو پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او د دې غورځنګ غوښتنو عملي کېدو ته ژمن دى.

چارواکي وايي، په افغانستان کې د باکيفيته ښوونې او روزنې ملاتړى غورځنګ له ٧٣ کورنيو بنسټونو جوړ دى چې د پوهنې کيفيت ښه والي لپاره کار کوي او تر اوسه يې د دې کمپاين له لارې ٢١ ولايتونو کې د عامه پوهاوي پروګرامونه، ګردي مېزونه، خبرې اترې او رسنيز بحثونو ترسره شوي دي.

دې غورځنګ، د نړيوال کمپاين غړيتوب چې ١١٢ هېوادونه په کې شامل دي او مرکز يې په سوېلي افريقا کې دى، په ٢٠٠٨ کال کې ترلاسه کړ.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه