ترينکوټ (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ٩٦): د اروزګان ولايت په مرکز کې د سلګونو محصلينو تر منځ د نبوي سيرت سيالۍ ترسره شوې.
دغه سيالۍ د غبرګولي په لومړۍ نېټه د اروزګان ولایت د لوړو زده کړو موسسې له خوا د کتاب اوونۍ په مناسبت ترسره شوې.
د اروزګان د لوړو زده کړو موسسې رییس محمد پذیر حکیمي په یاده غونډه کې د حضرت محمد (ص) پر ځینو شخصیتي ځانګړتیاوو رڼا واچوله او یاده غونډه یې د کتاب په لوست او فرهنګ عامولو کې مهمه وبلله.
حکیمي وویل چې د کتاب اوونۍ د لمانځنې په مناسبت د ۳۵۰ محصلینو تر منځ د نبوي سیرت سیالۍ په لاره واچول شوې.
په دې غونډه کې د اروزګان ولایت د مقام استازي مطیع الله هوتک هم د يادې غونډې پر جوړېدو خوښي وښوده او زياته يې کړه: ((زموږ ځوان نسل باید پر محمدي اخلاقو ځان سمبال کړي او ورسره په څنګ کې خپل ځانونه له ناوړه عملونو څخه هم وژغوري.))
د هغه په اند په هېواد کې د امنيت د ټينګښت او روانو ستونزو ته د پاى ورکولو يوازېنې لار زده کړې دي چې ټول يې بايد وکړي.
د نبوي سیرت د سیاليو په غونډه کې یو شمېر مدني فعالانو هم خبرې وکړې او دغه ډول غونډې او سیالۍ یې د ځوانانو تر منځ د مطالعې په برخه کې ګټورې وبللې.
مدني فعال نصیب الله وطنوال پر ځوانانو غږ وکړ څو له کتاب سره ځان اشنا او په خپلو کې د مطالعې فرهنګ عام کړي.
د یادو مراسمو په پاى کې د نبوي سیرت په سیالۍ کې د لومړي، دويم او درېیم مقام ګټونکو ته ستاینلیکونه او تحفې هم ورکړل شول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










