کندهار (پژواک، د غبرګولي لومړۍ نېټه ۹۶): په کندهار کې انارګل دوديزه کلنۍ مشاعره جوړه شوه چې د بېلابېلو ولايتونو سلګونو شاعرانو، فرهنګیانو او د ادب مينه والو په کې ګډون کړى و.
د انارګل په نوم دغه دوديزه کلنۍ مشاعره د کندهار ښار په عينو مېنه کې جوړه شوې وه چې تېره شپه لس بجې پیل او د سهار تر درېيو بجو يې دوام وکړ.
په دې مشاعره کې ويناوې، شعرونه، ملي ترانې، تمثيلي ټوټې او موسيقي وړاندې شول چې د کندهار او سوېلي ولایتونو تر څنګ له کابل، پکتیا او نورو ولایتونو څخه ورته مینه وال راغلي وو.
له مشاعرې مخکې د کندهار والي، په ولسي جرګه کې د کندهار استازو او نورو ویناوې وکړې.
د کندهار والي زلمي ویسا وویل، د دغه ولایت د والي په توګه له ټاکل کېدو سره جوخت په انارګل مشاعره کې ګډون په نېک شګون نیسي.
هغه زیاته کړه، دغسې دودیزې مشاعرې او غونډې د افکارو د تبادلې لپاره ښه فرصت دی.
نوموړي یادونه وکړه چې د فرهنګ او علم د غوړېدو لپاره به ځوانان هڅوي.
ویسا خپله ژمنه بیا تازه کړه چې په ټول توان به د کندهار د خلکو لپاره کار کوي.
د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس حضرت ولي هوتک د اړوند وزارت پیغام وړاندې کړ.
د دغه پیغام له لارې د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر یادونه کړې وه چې افغانستان د فرهنګ ارزښتنو او شتمنیو له مخې نړیوال شهرت لري، خلکو ته په کار ده چې د دغه شهرت د ساتنې لپار له دولت سره په ګډه کار وکړي.
وزیر پر خلکو غږ کړی و چې د خپلو تاریخي ارزښتونو په ساتلو خپل ملي هویت خوندي کړي.
په پیغام کې راغلي وو چې ورته دودیزې مشاعرې او فرهنګي غونډې پرګنې سره نښلوي، د راتلونکو نسلونو ذهنونه روښانه کوي او د فکري رغونې په برخه کې مهم رول تر سره کوي.
د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق هم وویل چې د نوي نسل او په ځانګړې توګه د ځوانانو ذهنیتونو د روښانتیا په موخه د دغسې دودیزو غونډو جوړول اړینه چاره ده.
ده زیاته کړه، خلکو ډېر کړاوونه لیدلي خو هڅه یې دا ده چې نوی نسل دغه ترخې ورځې تجربه نه کړي او په خپل هېواد کې ارام ژوند ولري او د علم او پوهې په ګاڼه سمبال شي.
وروسته د مشاعرې برخه پیل شوه او لسګونو شاعرانو خپل شعرونه واورول چې خلک پکې يووالي، سولې او له خپل هېواد سره مينې ته رابلل شوي وو.
موسيقي هم د مشاعرې مهمه برخه وه چې د محلي سندرغاړي انجنير نجيب شريف له خوا وړاندې شوه.
برخه والو د مشاعرې له بهير څخه خوښي ښوده او ويل يې چې مسوولينو د انارګل مشاعرې لپاره د تېر په پرتله ښه انتظام کړى و.
له پکتیا څخه راغلي شاعر داود تپان وویل، انار ګل مشاعرې ته په لومړي ځل راغلی او ډېر خوند یې ورڅخه واخیست.
هغه زیاته کړه، دغسې مشاعرې او ادبي محفلونه د فرهنګيانو د را يوځاى کېدو او تر خلکو پورې د غوره افکارو او رغنده پيغامونو د رسولو يو ښه فرصت وي.
د يادونې ده، د پسرلي له پيلېدو سره سم د هېواد په زياترو برخو کې په بېلابېلو نومونو دودیزې مشاعرې جوړېږي چې د بېلابېلو ولایتونو سلګونه کسان په کې ګډون کوي.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










