کابل (پژواک، ٢ غبرګولى ٩٦): د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي، د محمد فاضل فاضل د علمي او ښوونيزو خدمتونو په ستاينغونډه کې نوموړى يو معارف پال شخص وباله او ويې ويل، چې په هېواد کې د علم او فرهنګ د پرمختګ په برخه کې د فاضل خدمتونه د يادولو وړ دي.
کرزي، د "د هېواد د فرهنګي نوميالي شخصيت پوهاند محمد فاضل فاضل علمي او ښوونيزو لوړو خدمتونو ستاينغونډه" تر نوم لاندې چې په کابل کې د "حامد کرزي" بنسټ په نوښت ترسره شوې وه، د خپلو خبرو پر مهال وويل، چې پوهاند فاضل فاضل د پوهنې د لومړني خدمتګار په توګه لغمان کې د ښوونې او پوهنې بنسټ کېښود، چې له هغه وروسته يې خپل خدمتونه په بدخشان ولايت کې پيل کړل.
نوموړي، پوهاند فاضل فاضل د هېواد له مشهورو کدرونو وباله او ويې ويل، دغه علم پالونکى به چې په هر ولايت کې پر خدمت ګومارل کېده، نو هېوادوالو او د هېواد بچيانو ته به يې په رښتينې توګه خدمت کاوه.
نوموړي په هېواد کې د علم او فرهنګ پر پرمختګ ټينګار وکړ او زياته يې کړه: "که چېرې د علم څاڅکى ولرو، بايد د علم دغه قطره له افغانانو سره شريک کړو، ستر وياړ دى."
د "حامد کرزي" بنسټ اجرايي مشر رنګين دادفر سپنتا هم پوهاند فاضل يو علمي او فرهنګي شخصيت وباله او ويې ويل، چې په علمي او فرهنګي برخه کې د هغه نشتون يوه ستره تشه ده.
سپنتا د خپلو خبرو په دوام کې زياته کړه: "استاد فاضل د ښوونيزو او علمي اثارو د ليکلو له امله ګام په ګام علمي علمي مقامونو ته پرمختګ وکړ، چې په پايله کې يې د کابل پوهنتون د پوهاند مقام ته ځان ورساوه. دغه مقام زموږ د هېواد له سترو علمي مقامونو شمېرل کېږي، چې په هغو وختونو کې د پوهاند دورې ته رسېدل د اوس په څېر کوم اسان کار نه و، بلکې د ډېرو څېړنو، خدمت او په علمي ډګر کې د هلو-ځلو پايله وه."
هغه د دې خبرې په څرګندولو، چې د هېواد ياد ستر شخصيت د مير مسجدي خان په کورنۍ پورې تړلى و، وويل چې استاد فاضل د پخواني شوروي اتحاد له لوري د هېواد د اشغال پر مهال د افغانستان د مجاهدينو او د ازادۍ مبارزينو د يووالي لپاره ډېرې هلې ځلې وکړې.
پوهاند محمد فاضل فاضل د جنرال محمد صديق خان زوى په ١٣٠١ لمريز کال کې د پروان ولايت په چاريکارو ښار کې نړۍ ته سترګې غړولې، چې د ١٣٩٥ لمريز کال د کب مياشتې په ١٣ مه نېټه يې په ٩٥ کلنۍ کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له نړۍ سترګې پټې کړې.
د هېواد دغه علم پالونکي شخصيت خپلې منځنۍ زده کړې د کابل ښار په غازي لېسه کې بشپړې کړې، چې په ١٣٣٠ کال کې د کابل پوهنتون له ادبياتو پوهنځي فارغ شوى او له هغه وروسته بيا په ١٣٤٥ کال د امريکا له کولمبيا پوهنتون څخه د ارواه پوهنې په برخه کې د ماسټرۍ سند ترلاسه کړ.
نوموړي په بېلابېلو برخو کې لکه د لغمان په مهترلام بابا ليسه کې د ښوونکي، د ليسې د مدير، بدخشان ولايت کې د ساينس، ادبياتواو ښوونې روزنې پوهنځيو په برخو او له هغه وروسته د کابل پوهنتون د رييس، د پوهنې وزارت د مرستيال په توګه او داسې نورې دندې ترسره کړې دي.
پوهاند فاضل له ١٣٧٣ تر ١٣٧٤ کلونو پورې د افغانستان د پوهنې وزير په توګه دنده ترسره کړې، چې د علمي اثارو او کتابونو سربېره يې سلګونه مقالې او رسالې ليکلې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










