منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۴ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې ځيني روغتیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې وسپارل شوې

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۸ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۳ غبرګولی ٩۶): ننګرهار ولايت کې د عامې روغتيا وزارت له لوري د ۱۸۵ ميليونه افغانیو په لګښت ځینې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او د ځینو نورو چارې پیل شوې.

په دغو پروژو کې د پښتورګو درملنې د ملي روغتون، په حوزوي روغتون کې د يو زېږنتون، د تليسميا ناروغۍ درملنې مرکز، د عامې روغتيا رياست لپاره د يوې ودانۍ او د يو شل بستريز او بل پنځوس بستريز روغتون جوړېدو چارې شاملې دي.

په همدې موخه د عامې روغتيا وزير ډاکتر فيروزالدين فيروز د غبرګولي په ۳مه ننګرهار ولايت ته سفر کړی و او يادې پروژې يې په بېلابېلو ځايونو کې څه ګټې اخيستې ته وسپارلې او د ځينو د چارو پيل يې وکړ.

د عامې روغتیا وزير د پښتورګو د درملنې ملي روغتون ته تجهیز او د لومړۍ برخې د پرانیستې په موخه نیول شوو مراسمو کې وويل چې په دغو چارو ۶۷ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.

ډاکتر فيروز وويل چې  د یاد روغتون د ټولو چارو لپاره د پاکستان هېواد له لوري  ۲۶۸ میلیونه افغانۍ مرسته شوې او دغه راز  ۱۰۲ تنه طبي کارکوونکي هم ورته د پاکستان له لوري روزل شوي چې ۵۴ تنه یې تر زده کړو وروسته په یاد روغتون کې پر دندو ګومارل شوي دي.

هغه زياته کړه چې  ټاکل شوې د یاد روغتون لپاره پاکستان هېواد د طبي وسایلو مرسته هم وکړي .

همدا راز د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د ۹ میلیونه افغانیو په لګښت د ښکلا زېږنتون ودانۍ تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې ودانۍ د پرانيستې په مراسمو کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل وويل چې یاد زېږنتون د عامې روغتیا وزارت او شتمنو په شخصي بودیجو د شاوخوا شپږو میاشتو په موده کې په عصري او مجهز ډول جوړ شوی دی.

هغه زياته کړه کړه چې د مېرمنو د زېږون دا ځانګړی مرکز به په یو وخت کې د ۲۰ ولادي ناروغانو د درملنې ظرفیت ولري .

ورته وخت کې د ننګرهار په حوزوي روغتون کې د یوه ملي سوداګر له لوري د لس میلیونه افغانیو په مالي لګښت د عتیق الرحمن په نوم د تلسیمیا ناروغۍ د درملنې مرکز تر جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د ننګرهار والي وويل چې یاد مرکز د شاوخوا لسو میاشتو په موده کې په عصري او مجهز ډول جوړ شوی، په یو وخت کې د شلو ناروغانو د درملنې ظرفیت لري.

د ګلاب منګل په وينا، د یاد ملي سوداګر له لوري د دغه مرکز د طبي او نورو کار کوونکو میاشتنۍ تنخواوې او د نورو امکاناتو برابرولو ژمنه هم شوې ده .

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزارت په ۴۴ میلیونه افغانیو مالي لګښت د کوټ ـ بټي کوټ او شهیدانو مېنې اوسېدونکو لپاره د غازي امان الله خان ښارګوتې په مربوطاتو کې د یو پنځوس بستریز روغتون د جوړولو چارې پیل شوې چې د دوو کلونو په موده کې به یې چارې بشپړې شي .

همدا راز د عامې روغتیا وزارت په ۳۹ میلیونه افغانیو مالي لګښت د دغه ولایت د عامې روغتیا ریاست لپاره په درې بلاکونو کې د ریاست ودانۍ د جوړولو چارې پیل شوې چې د دوو کلونو په موده کې به بشپړې شي .

په ورته وخت کې د عامې روغتیا وزارت د شپاړس میلیونه افغانیو په مالي لګښت په ښېوې ولسوالۍ کې د شل بستریز روغتون د ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې چې د یو کال په موده کې به بشپړې شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه