ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ناټو ځینو غړو هیوادونو افغانستان ته دنورو سرتیرو لیږلو ژمنه کړې

د ناټو ځینو غړو هیوادونو افغانستان ته دنورو سرتیرو لیږلو ژمنه کړې

author avatar
26 May 2017 - 17:08
د ناټو ځینو غړو هیوادونو افغانستان ته دنورو سرتیرو لیږلو ژمنه کړې
author avatar
26 May 2017 - 17:08

بروکسل (پژواک، ۵ غبرګولی ۹۵) : د ناټو سرمنشي وایي، چې یو شمیر غړو هیوادونوافغانستان ته د نورو سرتیرو لیږلو ژمنه ورسره کړې ده.

د ناټو سرمنشي جنیز سټولټنبرګ دا څرګندونې ددغه سازمان دسرمشریزې یوې ورځنۍ غونډې وروسته په یوه خبري کانفرانس کې وکړې.

هغه زیاته کړه، چې په دې غونډه کې دوی دافغانستان وروستي حالات او دروزنې ماموریت وارزولو .

د سټولټنبرګ په وینا، ټولو ګډونوالوموافقه وکړه، چې په افغانستان کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي.

د ناټو سرمنشي وویل، چې د سازمان ډیرو غړوهیوادونو افغانستان ته دنورو سرتیرو لیږلو سره موافقه او ژمنه وکړه.

خونوموړي زیاته کړه، چې په دې اړه به وروسته پریکړه په راتلونکو اوونیو وشي.

هغه دیوې پوښتنې په ځواب کې وویل، چې دوی دراتلونکي کال لپاره د نوروسرتیرو دلیږلو په اړه وروستۍ پریکړه نه ده کړې.

سټولټنبرګ زیاته کړه،چې ټولو غړو هیوادونو دروان ماموریت ساتلو پریکړه وکړه ، خو دې سره د نورو سرتیرو لیږلو سره یې هم لیوالتیا وښوده.

د هغه په وینا، اوس مهال په افغانستان کې ۱۳ زره سرتیري د ناټو دروزنې په ماموریت کې دافغان ځواکونو په روزنه کې برخه اخلي.

ده زیاته کړه، دوی غواړي، چې دافغان ځواکونو وړتیا لوړه کړه، څو هغوی وکولی شي، په ښه توګه له طالبانو او نورو ترهګرو سره مقابله وکړی شي.

دناټو سرمنشي وویل، چې دافغانستان حالات ډیر ستونزمن دي او وړاندوینه یې وکړه،چې هلته به نور تاوتریخوالی هم رامنځته شي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان کې ستونزې ډیرې دي او فساد یې تر ټولو مهمه ستونزه یاده کړه، خو دا یې هم وویل چې هلته په بیلا بیلو برخو کې پرمختګونه  هم شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.