ښرنه (پژواک، ٦ غبرګولی ۹۶): د پکتيکا ولايت د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په دې ولسوالۍ کې د ښوونځيو د نه شتون له امله تر ۵۰۰ ډېر ماشومان له پولې پورې غاړه په پاکستاني ښوونځيو کې په زده کړې کوي خو مسوولین بیا دغه ستونزه حل شوې بولي.
په داسې حال کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي دغه څرګندونې کوي چې يو کال وړاندې هم د پژواک په خپور شوي راپور کې راغلي وو چې د یادې ولسوالۍ په يو شمېر ښوونځيو کې پاکستانی نصاب تدريسېږي خو هغه مهال هم چارواکو نا خبري ښودلې وه.
د پکتيکا د برمل ولسوالۍ اوسېدونکي صديق الله له پژواک سره په خبرو کې وويل چې د برمل ولسوالۍ سلګونه ماشومان د کورنيو په خوښه له پولې ها خوا ښوونځیو کې پر زده کړو بوخت دي.
سرچينه زياتوي چې د دې ولسوالۍ د باډر سيمې تر ۵۰۰ زيات ماشومان له پولې ها خوا په پاکستاني ښوونځيو کې زده کړې کوي.
خو صديق وايي، له بده مرغه افغان دولت نه دی توانېدلی چې د یادو شومانو لپاره د زده کړو مناسب چاپېريال برابر کړي او په خپله خاوره کې ښوونځي ورته جوړ کړي.
د دې ولسوالۍ يوه مدني فعال امين جان هم پژواک ته وويل چې د برمل ولسوالۍ د انګور اډې سيمې کورنۍ مجبورې دي چې خپل ماشومان له پولې ها خوا ښوونځيو ته ولېږي او ورباندې زده کړې وکړي.
نوموړی وايي: ((په ولسوالۍ کې يوازې دوه ښوونځي شتون لري چې له دوو تر درېيو ښوونکي لري او هر ښوونکی يې له پنځم تر شپږم ټولګۍ پورې زده کړې کړې دي، ماشومانو ته زده کړه نه شي ورکولای، نو ځکه دوی خپل ماشومان له پولې ها خوا په ښوونځيو کې شامل کړي دي.))
د دې ولسوالۍ اوسېدونکي معلم يوسف پژواک ته وويل چې په دې ولسوالۍ کې د معارف رياست، ولسوالۍ د مديريت او يو شمېر مشخصو کړيو له لوري د دې ولسوالۍ د ښوونځيو پر سر لوبه روانه ده.
د هغه په خبره، يو ښوونځی پېژني چې ودانۍ يې د امريکايانو له لوري جوړه شوې، د ښوونکو تشکيل يې ۴ تنه دی، همدغو څلورو ښونکو د ۵۰۰۰ افغانيو په بدل کې يو بل ښوونکی نيولی او ۲۰ شاګردانو ته زده کړې ورکوي، ياد څلور کسه يوازې معاش اخلي ښوونځی يې په سترګو هم نه دی ليدلی.
هغه زياتوي چې په دې ولسوالۍ کې داسې ښوونځي هم شته چې يوازې يې دېوالونه او احاطه د ښوونځي معلومېږي نور شخصي ملکيتونه دي، د ښوونکو معاشونه يې هماغه کور چا چې مکتب جوړ کړی په جېب کې اچوي او تدريس نه کېږي چې له امله يې په دې ولسوالۍ کې ښوونيز نظام له سقوط سره مخ کړی.
د دې ولسوالۍ د ټنډې مرغي کلي اوسېدونکي سيد نواز پژواک سره په خبرو کې وويل چې پاکستاني چارواکو د افغان ماشومانو ښوونځيو ته د جلب په موخه د يوه منظم پلان له مخې کار کوي او د هغوی لپاره د زده کړې يو مناسب چاپېريال او وړ اسانتیاوې برابرې کړې دي.
سرچينه زياتوي، کله چې د هغه ښوونځي چې افغان ماشومان په کې زده کړې کوي او ازموينه يې وي، د ازمويني پر مهال پاکستاني لوړپوړي چارواکي د ماشومانو ښوونځيو ته د تشويق په موخه راځي.
هغه زياته کړه: ((هېڅ شونې نه ده چې ياد ماشومان دې له پاکستاني ښوونځيو څخه را وګرځي؛ ځکه د افغان چارواکو ژمنې او خبرې ډېرې قوي دي، خو هر څه يوازې د کاغذ پر مخ پاتې وي عملي کېږي نه چې د ژمنو له لاسه د دې ولسوالۍ ډېری ماشومان بې سواد لوی شول.))
د پژواک ځايي خبريال هم د خپل کاري سفر په ترڅ کې د دې ولسوالۍ د محمديه له يو ابتدائيه ښوونځي څخه ليدنه وکړه، چې ظاهراً يې يو ښوونکی درلود، ۲۰ زده کونکي وو، ښوونځۍ يې اداره، ترقي تعليم، حاضري او نور اړوند توکي نه درلودل او تر څلورم صنف رسېدو زده کوونکو ته د همدغه يوه ښوونکي له لوري زده کړې ورکول کېدې.
دې ښوونځي هم څو ښوونکي او ملازمين درلودل، خو عملآ يوازې يوه ښوونکي درس ورکاوه او نورو ښوونکو یوازې معاشونه اخيستل او په ولسوالۍ کې یې شتون نه درلود.
د دې ولسوالۍ اوسېدونکو له پژواک سره په خبرو کې وويل چې چارواکي مو يوازې پر تشو ژمنو تېر باسي، کار نه کوي، برمل د پکتيکا ولايت ولسوالۍ نه بلل کېږي، نه يوازې دا چې د دې ولسوالۍ ماشومان پاکستاني ښوونځيو ته ځي، بلکې په نږدې راتلونکي کې به دا شان نور بدلونونه هم وګوري.
د پکتيکا ولايت د پوهنې سرپرست رييس نسيم واجد له پژواک سره د يادو خبرو په اورېدو وويل، دا تش تبليغات دي هلته څلور ښوونځي فعال دي، د اړيکې په پرېکولو يې خبرې پای ته ورسولې.
د پکتيکا ولايت د والي وياند محمد الرحمن اياز په دې اړه پژواک ته وويل چې دغه ستونزه پخوا موجوده وه، خو اوس د ولايتي ادارې په هلو ځلو حل شوې ده.
سرچينه زياتوي چې ولایتي اداره په پلان کې لري، په دې ولسوالۍ کې د خلکو او ماشومانو ښوونځيو ته د جلب په موخه نمونوي ښوونځي جوړ کړي او ښوونيز بهير په دې ولسوالۍ کې ګړندی کړي.
د يادونی ده، په برمل ولسوالۍ کې نه يوازې دا چې د دې ولسوالۍ ماشومان په پاکستانيو ښوونځيو کې زده کړې کړي، بلکې د پاکستاني ملېشو له لوري په انګور اډه سيمه کې د ځوابه په غره څو ځايه نوي پوځي تاسيسات جوړ کړل او دا لړۍ لا هم روانه ده.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










