منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“د ننګرهار شفتالو به د پاکستاني شفتالو ښه بديل وګرځي”

· ۳ دقیقې لوستل · ۷۲ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۷ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار د کرنې رياست مسوولين وايي، هڅې يې پيل کړې دي چې په دغه ولايت کې د شفتالو باغونو ته وده ورکړي او پر مټ يې د پاکستاني شفتالو ښه بديل رامنځته کړي.

د دغه رياست مسوولين دا هيله مندي هم څرګندوي چې که د ننګرهار د شفتالو باغونو جوړولو دا پروسه بريالۍ شي؛ نو په ننګرها رکې به د کوکنارو ښه بديل هم وګرځي.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس انجنير رفيع الله رحيمزي پژواک خبري اژانس ته وويل، د کرنې وزارت د باغدارۍ او مالدارۍ د ملي پروګرام له لارې يې په ننګرهار کې د شفتالو د باغونو د ترويج لړۍ پيل کړې ده.

هغه زياته کړه، له تېرو دوو کلونو راهيسې د دغه ولايت په کامې، بهسودو، ګوشتې او ښېوې ولسواليو کې د شفتالو شاوخوا ۳۰۰ جريبه باغونه جوړ شوي، چې ګڼ شمېر باغونه يې حاصل ته هم رسېدلي دي.

د ده په وينا، د پاکستاني شفتالو د بازار ماتولو په خاطر يې د کرنې رياست په تحقيقاتي فارم کې د شفتالو درې ډولونه روزلي چې يو يې ژر پخېدونکي، دويم يې متوسط پخېدونکي او درېيم ډول يې وروسته پخېدونکي شفتالو دي.

رحيمزي وايي: ((کله چې د پاکستان لومړني شفتالو راځي؛ نو دلته به ورته ژر پخېدونکي شفتالو رارسېدلي وي، همداسې په ترتيب د متوسط په مقابل کې متوسط او د وروسته پخېدونکو په مقابل کې وروسته پخېدونکي.))

د کرنې رييس دا هم وويل، د ټول ختيځ لپاره يې هم پلان جوړ کړی او په روان کال کې ټاکل شوې چې په ننګرهار سربېره کونړ او لغمان ولايتونو کې هم له دوو سوو نيولې تر پنځوسو جريبو نور باغونه جوړ کړي.

د رحيمزي د معلوماتو له مخې، د حاصل تر ورکړې پورې د يادو باغونو ټول لګښت د کرنې او مالدارۍ وزارت د مالدارۍ او باغدارۍ د ملي پروګرام له لارې ورکول کېږي چې کروندګرو ته يې هېڅ زيان نه  رسيږي.

د هغه په خبره، همدا اوس هم د يادو باغونو ډېر حاصلات بازار ته وړاندې شوي او پېرودونکي يې ځکه ډېر دي، چې خوند يې د پاکستانيو شفتالو په پرتله خوږ دی.

دی وايي، د دغې ملي پروسې د برياليتوب، د خلکو هڅونې او د شفتالو د باغونو د بازار موندنې په خاطر يې ډېر پروګرامونه پلان کړي دي.

رحيمزي زياته کړه: ((د کامې ولسوالۍ لپاره چې هلته تر ټولو ډېر باغونه دي، پلان لرو چې د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام له لارې د شفتالو توليدوونکو يوه اتحاديه رامنځته کړو چې دوی به يې د بسته بندۍ، خرڅلاو او بازاريابۍ په برخو کې کار کوي.))

نوموړي دغه راز وويل، د دغو شفتالو د بازار موندنې په خاطر يې پلان جوړ کړی چې په نږدې راتلونکي کې د وطني مېوه جاتو نندارتون جوړ کړي او په کې د شفتالو بېلابېل ډولونه خلکو ته ور وپېژني.

د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس هيله مند دی، که دغه ملي پروسه بريالۍ شي؛ نو په بازار کې د پاکستانيو شفتالو ښه بديل کېدای شي او هم به کروندګر  وهڅېږي چې د کوکنارو پرځای د شفتالو باغونه جوړ کړي .

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه