ژبه

پکتیا کې د دویمې لوا پولیسو په خپل شخصي لګښت جامع جومات جوړ کړی

ګردېز (پژوک، ٧ غبرګولى ٩٦): په پکـتيا کې د دويمې سرحدي لوا پوليسو په خپلو شخصي پيسو د يادې قوماندانۍ په دننه کې جامع جومات جـوړ کړى دى.

د يادې لوا مسوولين وايي چې سرتېرو، منسوبينو او مسوولينو د خپلو مياشتنۍ تنخواوو يوه اندازه پيسې جومات ته ورکـولې چې په پايله کې يې جومات جوړ شو.

د دويمې سرحدي لوا قوماندان مل پاسوال رازمحمد مندوزي پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر ياد جومات کابو يو اعشاريه شپـږ ميليونه  افغانۍ لګـښت راغلی چې ټولې پيسې سرتېرو ورکړې دي.

مندوزي وويل چې د جومات د رنګـولو چارې لا پاتې دي، خو دا چې د روژې مبارکه مياشت راله، نو د اوس لپاره جومات فعاله دى.

دی وايي: ((دا جومات ډېر ښه دی او په يوه وخت د ۴۰۰ کـسانو د ځايېدو ظرفيت لري. دا به د روژې مبارکې مياشتې د عبادتونو، افطار او ختمونو غوره ځای وي او په ګـډه لمونځونه په کې کـوو.))

د يادې سرحدي قوماندانۍ عقيدتي مسوول سمونيار نوراغا وويل چې دوی تر دې وړاندې هم په لوا کې جامع جومات درلود، خو دا چې له لرګـيو جوړ شوی دی، په ګـرمه او سړه هـوا کې يې له ستونزو سره مخ کـړي وو.

ده وويل چې دوی د هـرې جمعې په ورځ د قـوماندانۍ دننه د قـرانکـريم ختم کـوي او وروسته له دې به د عبادت او نورو ديني مراسمو تر ره کـولو لپاره لا اسانتيا ولري.

د يادې سرحدي لوا يو سرتېری ذبيح الله د جومات پر جوړېدو او پرانيسته خوښ دی او وايي چې تر دې وروسته دوى ټول په ګډه جومات ته ورځي.

دی وايي چې په نورو وختونو کې د هـرې جمعې او د روژې په مياشت کې هـره ورځ د امنيتي ځواکونو د شهيدانو او په هېواد کې د سولې او امنيت د ټينګـېدو په موخه د قران عظیم الشان ختم او دعا کـوي.

دی وايي: ((ډېر خوشاله يو چې د قـوماندانۍ په داخل کې ښه جامع جومات لرو، په ارام زړه او ښه ډول عبادت کـولی شو.))

د امنيتي ځواکونو په هره قطعه او قوماندانۍ کې د لمونځ او نورو عبادتونو لپاره جوماتونه شته او جوړېږي، خو دا لومړی ځل دی چې امنيتي ځواکونه په خپل لګـښت يو لوی جامع جومات جوړوي.

login or register a new account.