کابل(پژواک، ٩ غبرګولى ٩٦): د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر(نى) يوه نظر پوښتنه څرګندوي چې نږدې ٩٠ سلنه خبريالان د اطلاعاتو د تر لاسه کولو په برخه کې له ستونزو سره مخ دي، خو ارګ بيا دغه نظر پوښتنه د هېواد له واقعيتونو سره خلاف بولي.
دا نظر پوښتنه په يوه مياشت کې ديارلسو ولايتونو کې چې باميان، بلخ، بغلان، فارياب، غزنی، هرات، کابل، کندهار، کونړ، لغمان، ننګرهار او تخار په کې شامل دي، ترسره شوې ده.
په نظر پوښتنه کې له نږدې ١٨٠ خبريالانو او د رسنيو له کارکوونکو نه په دې اړه چې اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې کومې ستونزې لري که نه او په دې برخه کې يې درې ستونزې کومې دي؟ پوښتنې شوې.
نږدې ٩٠ سلنه خبريالان او رسنيز کارکوونکي چې په دې نظر پوښتنه کې يې ګډون کړى، ويلي يې دي چې د اطلاعاتو د تر لاسه کولو پرمهال له جدي ستونزو سره مخ وو، د حکومتي چارواکو له لوري له دوه ګوني چلند، ګواښ او بهانو سره مخ کېږي.
د نظر پوښتنې ګډونوالو ويلي چې حکومتي چارواکي اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې کافي معلومات نه لري او دوى يوازې کنفرانسونه او مرکې اطلاعاتو ته راس رسى بولي، د ملي يووالي حکومت اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون له توشېح پرته کوم بل موثر کار نه دى کړى.
د افغانستان د ازادو رسنيو د ملاتړ دفتر( نى) اجرايي مشر مجيب خلوتګر چې نن يې په کابل کې يوې خبري غونډې ته خبرې کولې، وويل چې له هرو لسو خبريالانو نه يو د اطلاعاتو د تر لاسه کولو برخه کې له ستونزو سره مخ کېږي.
د خلوتګر په خبره، خبريالانو همدارنګه د اطلاعاتو د ورکړې په برخه کې د حکومتي کسانو د بېلابېلو بهانو په اړه اندېښنه ښودلې او وايي چې د حکومت په داخل کې د شته افرادو معلومات، اطلاعاتو ته د ازاد لاس رسي په برخه کې کم دي، دوى فکر کوي چې له يوې رسنۍ سره مرکه کول، اطلاعاتو ته د لاس رسي يو پرمختګ ښيي، په داسې حال کې چې داسې نه ده، دا ستونزه بايد حل شي.
هغه زياته کړه:((خبريالان وايي چې تر ټولو ستر ګواښ چې ورسره مخ دي، دادى چې اطلاعاتو ته د لاس رسي برخه کې د حکومتي ارګانونو له لوري ګواښ کېږي، دا ګواښ هغه مهال ډېر سخت دى چې کله خبريالان د اداري فساد په تړاو څېړنيز راپورونه چمتو کوي.))
خو د ارګ مانۍ د مطبوعاتي دفتر سرپرست شاه حسين مرتضوي وويل چې معياري نظر پوښتنه کولى شي چې معلوماتو ته د رښتيني لاس رسي کچه په ښه ډول انعکاس کړي.
هغه زياته کړه چې اطلاعاتو ته د خبريالانو د لاس رسي په برخه کې د (نى) نظر پوښتنه په بشپړ ډول په هېواد کې د عيني واقعيتونو خلاف ده.
نوموړي وويل، په دې کې شک نشته چې اطلاعاتو ته د لاس رسي فرهنګ لا هم نه دى بنسټيز شوى، خو حکومت د ازادو رسنيو د فعاليت او اطلاعاتو ته د لاس رسي د ملاتړ په موخه قوي ګامونه اوچت کړي دي.
هغه په ډاګه کړه چې د ټولنيزو رسنيو قانون او اطلاعاتو ته د لاس رسي قانون نافذ شوي، د معلوماتو د ورکړې په برخه کې د اسانتياوو په موخه د ولسمشر څرګند حکم اجرا کېږي، په همدې سبب يو شمېر حکومتي ادارو د معلوماتو د بانک جوړولو اقدام کړى او ځينې به يې اقدام وکړي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










