Language

کندهار (پژواک، ۱۰ غبرګولی ۹۶): چارواکو د کندهار ښار د سمسورتیا په موخه د پاک او زرغون ښار دوه کلن پروګرام پیل کړ.

د دغه پروګرام په پرانیسته کې د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا، کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل، د ناحیو وکیلانو او نورو مسوولینو ګډون کړی وو.

د کندهار ښاروال انجنیر روښان ولسمل پژواک خبري اژانس ته وویل، د پاک او زرغون ښار په نوم دغه پروګرام د USAID په مالي ملاتړ د هبيتات موسسې  او کندهار ښاروالۍ له خوا تمویل او پلی کېږي.

هغه زیاته کړه، د کندهار ښار په ۱۵ ناحیو کې د تفریح ځایونو جوړول، د چریو ویستل، د ښاري فرهنګ په اړه عامه پوهاوی او نور د دغه پروګرام مهمې برخې جوړوي.

د ده په خبره، دغه پروګرام به په دوو کلونو کې د ۱،۸ میلیونه ډالرو په ارزښت پلی شي چې خلکو ته به په کې کاري فرصتونه هم برابر شي.

د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا د کندهار ښاروالۍ ستاینه وکړه چې د خلکو د اسانتیا په مومخه یې مهم پروګرامونه او پروژې پيل کړي دي.

خو هغه ټینګار وکړ چې ښاري پراختیا یوازې د ښاروالۍ دنده نه ده، بلکې خلک هم په دې برخه کې دروند مسوولیت لري.

د هبیتات استازي نادر شاه زغم وویل، په دې پروژه کې به یې ډېر تمرکز د ښار پر سمسورتیا او د شنو سیمو پر ډېروالي وي.

login or register a new account.

Related Topics