منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۳ غ.و
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار په امنیت کې د ښځینه پولیسو رول اغېزناک دی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۱ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۱۴ غبرګولی ۹۶): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې ښځينه پوليسو په ګڼو جنايي او چاڼيزو عملياتو کې له نارينه پوليسو سره اوږه په اوږه برخه اخيستې او په امنيت کې يې مهم رول لوبولى دى.

په ننګرهار کې اوسمهال تر پنځوسو زياتې ښځینه پولیسې شته چې په ښار او ولسوالیو کې پر دندو ترسره کولو سربېره د لرو پرتو ولسواليو چاڼيزو عملياتو کې هم برخه اخلي.

ځايي چارواکي وايي چې د ښځينه پوليسو شمېر به يې د روان کال تر پايه لا لوړ شي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول حضرت حسين مشرقيوال پژواک خبري اژانس ته وويل چې په ننګرهار کې ښځينه پوليسو د امنيت په راوستو، د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنيوي او ګڼو جنايي پېښو په راسپړلو کې ګټورې تمامې شوې دي.

مشرقيوال په ورته وخت کې پر هغو ښځو چې زده کړې يې کړې، غږ وکړ چې د پولیسو له ليکو سره يو ځای شي او د امنيت په راوستو کې مرسته وکړي.

د ننګرهار د امنیې قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول دغه راز وايي، د ښځینه پولیسو د اوسېدو او دندې ترسره کولو لپاره یې اړین ګامونه پورته کړي او ډاډ یې ورکړ چې د دندې د اجرا پر مهال ورته هېڅ کومه ستونزه نشته.

د حضرت حسين مشرقيوال په وینا، په خپلو رهبري غونډو کې یې دغو پولیسو ته د خپلو حقونو د غوښتنې وخت ورکړی او وايي هېڅ پولیسو ته به اجازه ورنه کړي چې د ښځینه پولیسو پر وړاندې تاوتریخوالی وکړي.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ ياد چارواکی دغه راز وايي چې د ښځینه پولیسو د شمېر ډېرولو د هڅو سربېره یې د هغو د سواد او مسلک د کچې لوړوالي په لاره کې هم هڅې کړې، څو هغوى مسلکي شي او د چارو په اجرا کې ښه اقدام وکړي.

نوموړي وویل، هغه ښځې چې سواد نه لري، د سواد زده کړو بېلابېل کورسونه یې ورته پيل کړي دي.

په همدې حال کې په ننګرهار کې مېشتې ښځینه پولیسې، له دوی سره د ښه چلند په وجه له نارينه پوليسو او له خپلو دندو خوښې برېښي او وايي ویاړي چې د ښځینه پولیسو په توګه دندې ترسره کوي.

شکېبا چې د امنيې قوماندانۍ په دروازه کې د ورتلونکو ښځينه مراجعينو تلاشي کوي، وايي، وياړي چې د خپلو هېوادوالو د امنيت دنده پر مخ وړي.

يوې بلې پوليسې چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، پژواک ته وويل، له کوم ډار پرته پر ښار سربېره د ولسوالیو په عملیاتو کې هم برخه اخلي .

هغې پر نورو خويندو غږ وکړ چې د هېواد د امنیت ساتلو او پرمختګ لپاره له دوى سره د ښځينه پوليسو په ليکو کې يو ځای شي.

عام خلک هم خوښ دي چې د ګڼو چاڼيزو عملياتو او تلاشيو پر مهال ښځينه پوليسې هم له نارينه پوليسو سره وي.

ولي الله چې ولايت مقام ته يې خپله مېرمن د تذکرې اخيستو په خاطر راوستې وه، وايي ډېر خوښ شوو چې د ميرمنې تلاشي يې يوې ښځينه پوليسې واخيسته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې