منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۴۵ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کندهار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې ۹۵ سلنه بشپړې شوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۶۳ کتنې

کندهار (پژواک، ۱۶ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د ۳۵۰ بستریز روغتون د جوړولو چارې چې درې کاله مخکې پیل شوې، ۹۵ سلنه بشپړې شوي دي.

دغه روغتون د کندهار ښار په عینو مېنه کې د عامې روغتیا وزارت له خوا جوړېږي.

د کندهار ولایت مالي او اداري مرستیال عبدالحنان منیب چې د دغه روغتون د جوړولو له چارو یې لیدنه کوله، پژواک خبري اژانس ته وویل، په کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون د جوړولو چارې په ډېره معیاری توګه روانې دي چې له جوړېدو سره به يې د سوېلي زون د ټولو اوسېدونکو لپاره روغتيايي اسانتياوې ډېرې شي.

هغه زیاته کړه، دغه ٣٥٠ بستريز روغتون د کندهار ښار په عينو مېنه کې په ١٧٣ جريبه ځمکه کې جوړېږي چې د افکو کمپنۍ له خوا ورکول شوې ده.

د ده په خبره، د روغتون پر جوړېدو ۵۲۴ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چې د عامې روغتیا وزارت له خوا ورکول کېږي چې په څلور پوړه کې به په څلورو کلونو کې جوړ او ګټې اخيستنې ته وړاندې شي شي.

نوموړي وویل، اوسمهال د روغتون جوړولو ۹۵ سلنه چارې بشپړې شوي دي.

دى وايي، دغه روغتون به د سوېلې حوزې په کچه مهم روغتون وي چې د کندهار تر څنګ به په کې د هلمند، اروزګان، زابل او نږدې نورو ولايتونو ناروغانو درملنه هم کېږي.

د ده په خبره، اوسمهال ميرويس حوزوي روغتون د حوزې په کچه روغتيايي خدمات وړاندې کوي، خو دا چې د عادي ناروغانو تر څنګ د جګړې، ماينونو او ټرافيکي پېښو ټپيان زيات دي، نو دغه روغتون په يوه وخت د ټولو ناروغانو درملنې ته رسيدګي نه شي کولاى.

هغه کندهار کې د ٣٥٠ بستريز روغتون جوړېدل د سوېلي زون د ولايتونو د اوسېدونکو لپاره د روغتيايي خدماتو په برخه کې يوه لويه لاسته راوړنه ګڼي او زياتوي، د دغه روغتون له جوړېدو سره به د ناروغانو ستونزې حل شي او د روغتيايي خدماتو په کيفيت او څرنګوالي کې به هم ښه والى راشي.

خو د ولایت مرستیال د عامې روغتیا له وزارت څخه وغوښتل چې د دغه روغتون د تشکیل او تجهیزاتو لپاره سر له اوسه لاس په کار شي.

د کندهار د عامې روغتیا ریاست سرپرست ډاکټر عظیم زمریال وايي، هڅه کوي د روغتون د تشکیل، وسایلو او تجهیزاتو چارې له اړوند وزارت سره تعقیب کړي.

هغه زیاته کړه، په دې وروستيو کې د کندهار نفوس له دوه ميليونه تنو اوړي چې د دې روغتون له جوړېدو سره به روغتیايي اسانتیاوې ډېرې شي.

د کندهار اوسېدونکي د نوي ٣٥٠ بستريز روغتون په جوړېدو خوشحاله دي او له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي چې دغلته دې د ناروغيو د تشخيص او درملنې د کيفيت پر لوړولو هم ډېر کار وکړي، څو خلک مجبور نه شي د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته لاړ شي.

د کندهار ښار د عینو مېنې اوسېدونکی تاج محمد وايي، د تېرو کلونو په پرتله په کندهار کې د د دولتي روغتيايي مرکزونو تر څنګ ګڼ شخصي روغتونونه جوړ شوي، خو لا هم خلک د ځينو ناروغيو د درملنې لپاره ګاونډيو هېوادونو ته ځي.

دى وايي، د نوي ٣٥٠ بستريز روغتون د جوړولو پر مهال دې دغو ټکو ته جدي پاملرنه وشي، څو روغتيايي خدمات معياري شي.

د کندهار د شاولیکوټ اوسېدونکی نورالله وايي، دولت دې په ولسواليو کې هم د روغتيايي خدماتو د ډېرولو او معياري کولو لپاره هڅې وکړي.

دى وايي، په ولسواليو کې روغتيايي مرکزونه ډېر کم دي او د ليرې پرتو سيمو اوسېدونکي د سړکونو د خرابوالي له امله خپل ناروغان پر وخت روغتيايي مرکزونو ته نه شي رسولاى.

په کندهار کې ټولټال ٩٧ روغتيايي مرکزونه فعاليت کوي چې ١٤ يې په شخصي پانګونه جوړ شوي دي.

له دې ډلې د کندهار د اوولسو ولسواليو په کچه ٥٠ دولتي او ٢ شخصي روغتيايي مرکزونه فعاليت لري، چې د چارواکو او خلکو په وينا کافي نه دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه