ژبه

د وروستیو امنیتي پيښو دقربانیانو په یاد د شنبې ورځ ملي ماتم اعلان شو

کابل (پژواک، ۱۹ غبرګولی ۹۶) : د افغانستان د ملي یووالي حکومت د وروستیو ترهګریزو پېښو د قربانیانو د یاد په درناوي د شنبې ورځ د غبرګولي ۲۰ نېټه ملي ماتم اعلان کړ.

له ارګ دغبرګولي په ۱۹مه، پژواک خبري اژانس ته په یوه رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې  په دې وروستیو ورځو کې د تروریستي ډلو د جنایتکارانه بریدونو له امله په کابل، خوست او هرات کې زموږ یو شمېر هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته.

سرچینې زیاته کړې ،د افغانستان خلک په دې ورځو کې د خپلو عزیزانو په غم غمجن دي. دولت او خلکو د احساساتو په څرګندولو او ټپیانو ته د وینې په ورکولو سره خپله خواخوږي څرګنده کړه.

په خبرپاڼه کې راغلي : ((ملي یووالي حکومت د وروستیو تروریستي پېښو د شهیدانو د یاد په درناوي سبا شنبه د روان کال د غبرګولي ۲۰ نېټه ملي ماتم اعلانوي.))

سرچینه کاږي، په دې ورځ به د قران عظیم الشان د ختم مراسم ترسره شي او د افغانستان بیرغ به په ټول هېواد کې او له هېواده دباندې د افغانستان په سیاسي نمایندګیو کې نیمه ځوړند وي.

د حکومت رهبري، د ملي شورا او د افغانستان اسلامي جمهوریت سترې محکمې په فعال ګډون سره د افغانستان شریف ملت څخه غواړي چې په دې ورځ په جوماتونو او تکایاو کې په خپل حضور د عظیم الشان قران د ختمونو په کولو سره د وروستیو پېښو د شهیدانو اروا، ټپیانو ته د سالمې روغتیا او په هېواد کې د تلپاتې سولې او ثبات د تامین دعا وکړي.

د یادونې وړ ده چې سبا د ارګ جامع جومات کې د هېواد د درې ګونو قواو د رهبرۍ په حضور کې د قران عظیم الشان د ختم مراسم ترسره کېږي.

login or register a new account.