لښکرګاه (پژواک، ٢٠ غبرګولى ٩٦) : د هلمند د ازادو رسنيو خبریالانو د عبد الصمد روحاني د تلین په مناسبت وويل، چې حکومت په تېرو نهو کلونو کې هم د صمد روحاني د قتل دوسيه ونه څېړله.
د هلمند خبریالان وايي چې د دولتي چارواکو له ډيرو بېځایه ژمنو څخه ستړي شوي، نو ځکه يې سږ کال د صمد روحاني، نور احمد نوري، نعمت الله زهیر، نظرمحمد مجنونیار او عبدالهادي همدرد روح ته د قران کریم ختم وکړ او هغوی ته يې د دعا لاسونه پورته کړل.
له نن څخه ۹ کاله وړاندې د بي بي سي راډیو او پژواک خبري اژانس سیمه يیز خبریال عبدالصمد روحاني د نامعلومو کسانو له لوري لومړی وتښتول او بیا يې په سبا جسد وموندل شو.
دغه راز همدارنګه بل خبريال نور احمد نوري هم په لښکرګاه کې د نامعلومو کسانو له لوري په مرموز ډول ووژل شو او د تير ۲۰۱۶ کال په نومبر میاشت کې د اریانا نیوز خبریال نعمت الله زهیر هم دلښکرګاه په اړوند دویمه ناحیه کې د سړک غاړ ماین ښکار او ووژل شو.
د کابل پريس کلب لخوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د عبدالصمد روحاني په تلین کې د وخت هر والي او امینه قوماندان د کار له پیل سره سم دا خبره تازه کړې چې د خبریالانو د قاتلیونو په نیولو کې لټي شوې او دوی به ډير ژر دغه قضیې وڅيړي او د خبریالانو قاتلین به ژورنالیستانو او ولس ته په ګوته کړي ،خو تر اوسه په دې اړه عملي څه نه دي شوي.
د کابل پریس کلب مشر عزیز احمد تسل وايي، چې د خبریالانو ددوسیو په څيړلو کې امنیتي بنسټونه په ځانګړې توګه لویه څارونوالي ناغېړي کوي.
نوموړي زياته کړې « څو میاشتې وړاندې د خبریالانو د تاوتریخوالي پر وړاندې ثبت شوې ۴۲۷ دوسیې لوی څارونوالۍ ته وسپارل شوې چې باید تعقیب شي؛ خو بد بختانه چې په دې اړه تر اوسه هیڅ اقدام نه دی شوی، یواځې د ګوتو په شمير دوسیې په معمولي ډول څېړل شوې دي.»
کابل پریس کلب یوځل بیا پر امنیتي ادارو غږ کوي چې نه یواځې د عبدالصمد روحاني، بلکې د افغانستان د ټولو خبریالانو پروړاندې د هر ډول ثبت شویو دوسیو د څیړلو بهیر دې جدي ونیسي.
همدارنګه کابل پریس کلب له ولسمشر اشرف غني څخه غوښتنه کوي چې امنیتي ادارو ته جدي امر وکړي چې د خبریالانو پرواندې خپل چلند سم او مسلکي کړي.
login or register a new account.