کندهار (پژواک، ۲۰ غبرګولی ۹۶): په کندهار کې د کانکور په ازموینه کې د دوولسم ټولګیو ۳۸۰۰ تنو فارغانو ګډون کړی وو چې په دې ډله کې ۵۲۵ تنې نجونې وې.
که څه هم په سږنۍ کانکور ازموینه کې د تېر په پرتله د نجونو د ګډون کچه لوړه ده خو مسوولین یې کافي نه بولي او وايي لوړو زده کړو ته د نجونو د هڅولو لپاره کار کوي.
د ۳۸۰۰ فارغانو له ډلې ۱۹۰۰ یې نن ازموینه ورکړه او ۱۹۰۰ به یې سبا ورکړي.
د کندهار والي تورنجنرال زلمي ویسا د کانکور ازموینې د پیل پر مهال وویل : (( زموږ بنسټیزه دنده دا ده چې د کانکور ازموینه باید رڼه او شفافه وي.))
ده زیاته کړه، د کانکور ازموینه باید د زده کړو د کیفیت پر بنسټ واخیستل شي، په هغو ځایونو کې چې د زده کړو کچه لوړه ده، د کانکور کچه باید لوړه او چېرې ستونزې وي د ازموینې پر مهال باید پام ورته وشي.
هغه خوښي وښودله چې کال په کال د کانکور په ازموینه کې د ځوانانو د ګډون کچه لوړېږي، خو ویې ویل چې د نجونو ونډه باید ډېره شي.
په سږني کانکور کې د ۳۸۰۰ ګډونوالو له ډلې ۵۲۵ نجونې وې چې د دې شمېرې شاوخوا ۸ سلنه جوړوي.
د کندهار پوهنتون رییس ډاکټر حضرت میر توتاخېل خوښي وښودله په ځوانانو کې د لوړو زده کړو سره مينه ډېره شوې او په زرګونو ځوانان د کانکور په ازموينه کې برخه اخلي.
هغه زیاته کړه، د ازموينې د شفافيت په موخه اړين ګامونه پورته شوي او اسانتياوې ډېرې شوې دي.
ده که څه هم د کانکور په ازموینه کې د نجونو ونډه تر پخوا ډېره وګڼله، خو د قناعت وړ یې و نه بلله.
دی وايي، اړوندې ادارې او خلک باید په ګډه کار وکړي چې نجونې زده کړو ته وهڅوي، اسانتیاوې ورته برابرې کړي، څو هغوی په کانکور کې پراخ ګډون وکړي او لوړو زده کړو ته لار پیدا کړي.
د کندهار د ښځو چارو رییسه هم د کانکور په ازموینه کې د نجونو کمه ونډه د اندېښنې وړ بولي او وايي په دې برخه کې دې د خلکو تر منځ پر عامه پوهاوي ډېر کار وشي.
login or register a new account.