باميان (پژواک، ٢٢ غبرګولى ٩٦): په تېرو څو لسيزو کې جګړه، بېوزلي او نا امنۍ د تاوتريخوالي رامنځته کوونکو پدېدو په توګه لامل شوې، څو ډېرى باميانۍ ښځې د سواد له نعمته محرومې شي، خو په دغه ولايت کې د بې سوادۍ کچې د راټيټېدو لپاره هلې ځلې پيل شوې او په پايله کې يې زرګونه ښځې د زده کړو پروګرام تر سيوري لاندې راغلې دي.
د باميانو د پوهنې رياست د معلوماتو پر بنسټ، اوسمهال په دغه ولايت کې مجموعاً ٣٣٨ ښوونځي فعال دي چې له ډلې يې ٥٩ لومړني ښوونځي، ١٤٣ منځني ښوونځي او ١٣٦ لېسې شاملې دي چې په کې ٧٣٠٢٠ هلکان او ٦٣٢٣٥ نجونې پر زده کړو بوخت دي چې د ٨٠٥ ښځينه ښوونکو په ګډون د ٣٣٣٣ ښوونکو له لوري ورته زده کړې ورکول کېږي.
د باميانو ولايت پوهنې رياست وايي چې د اوسنيو ښوونکو شمېر د ټولو زده کوونکو لپاره بسنه نه کوي او شاوخوا ٢٣٨٠ نورو ښوونکو ته هم اړتيا ليدل کېږي.
خو په باميانو ولايت کې د نارينه وو په پرتله د بېسواده ښځو شمېره لوړه ده.
د باميانو ولايت يوه فرهنګي علي افضلي پژواک خبري اژانس ته وويل: "يو دليل چې د دغه ولايت ډېرى اوسېدنکي بېسواده دي، دا دى چې دوى په داسې شرايطو کې ستر شوي چې انقلاب و او له همدې امله په زده کړو ترلاسه کولو نه دي بريالي شوي او ډېرى هغه کسان چې عمر يې له ٣٥ لوړ دى، بېسواده دي."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې له دې جملې يې ډېر کم کسان د کډوالۍ پر مهال او يا هم هغه کسان چې په داخل کې ورته د زده کړو زمينه برابره شوې؛ باسواده دي، زياته کړه چې په دغه عمر لرونکو کسانو کې د سړو په پرتله ډېرى ښځې د سواد له نعمت محرومې پاتې شوې، ځکه هغه مهال ښځو ته د زده کړو هيڅ ډول زمينه نه وه برابره.
د زليخا په نوم يوې پېغلې چې تر شپږم ټولګي يې زده کړې کړې دي پژواک ته وويل چې له شپږم ټولګي وروسته يې د بېوزلۍ له امله له بازاره پلاسټيکونه راټولول او د کور لپاره يې يوه مړۍ ډوډۍ پيدا کوله؛ چې له همدې امله له زده کړو هم پاتې شوه.
هغې زياته کړه: "موږ د يوه غره په سمڅه کې ژوند کوو چې خپل ژوند له همدې لارې پر مخ بيايي، له دې پرته نور عوايد نه لرو، مجبوره يو چې له بازار څخه د پلاستيکونو او د څښاک د خالي قوتيو په راټولو سره يو څو افغانۍ پيدا کړو او خپل ژوند پرې پر مخ بوځو."
يادې باميانۍ نجلۍ وويل، د بېوزلۍ له امله يې ونه کولای شو زده کړو ته دوام ورکړي، په داسې حال کې چې سږ کال يې نورې هم ټولګيوالې له ښوونځي فارغېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د هېواد د پوهنې وزارت د ځينو نړيوالو بنسټونو په همکارۍ هڅې پيل کړې، څو د هېواد په کچه له زده کړو محروم کسان د زده کړو تر پوښښ لاندې ونيسي.
د باميانو اوسېدونکې څلوېښت کلنه سليمه وايي چې د سواد زده کړو په کورس کې يې نومليکنه پيل کړې څو کم له که د زده کړو او لوست وړتيا ومومي.
هغې زياته کړه: " کله چې زموږ کور ته کوم ليک راځي، نه پرې پوهېږم؛ دغه راز په بازار او ښار کې پر لګول شوو تابلوګانو او بورډونو هم نه پوهېږم، له همدې امله مې هوډ کړى چې د سواد زده کړې پيل کړم. له لومړۍ ټولګي مې زده کړې پيل کړې او هيله منه يم چې سږ کال په لوست-ليک پوهه شم، څو په ورځني ژوند کې ترې ګټه پورته کړم."
د باميانو د والي وياند عبدالرحمن احمدي وويل چې د باميانو نوى نسل (ځوانان او تنکي ځوانان) ډېر يې باسواد دی، خو د پخواني نسل اکثريت يې بېسواده دي او سيمه ييزه اداره هڅه کوي چې زده کړو ته د لېوالو کسانو لپاره اسانتياوې رامنځته کړي، څو زده کړو ته لېوال کسان له زده کړو برخمن شي.
هغه زياته کړه: ((باميان الحمدالله ښه امنيت لري، امنيتي ستونزه نشته، له کومې اندېښنې پرته په دغه ولايت کې د زده کړو زمينه مساعده ده.))
په ورته وخت کې سږ کال باميانو کې زرګونه باميانيان د ليک لوست زده کړې کورسونو ته جذب شوي چې لږ تر لږه ليک لوست زده کړي.
خو د پوهنې وزارت د حياتي زده کړو مرستيال سردار محمد رحيمي د پژواک خبري اژانس له خبريال سره په ځانګړو خبرو کې وويل چې په روان کال کې په باميانو ولايت کې په شپږو ولسواليو کې د يونسکو له لوري د ليک لوست د زده کړې ٩ مياشينى پروګرام عملي کېږي.
هغه زياته کړه: ((په دې پروګرام کې به ٣٥٠ کورسونه جوړ شې چې ١٠ او ٥٠٠ کسان په کې ګډون کوي او شاوخوا پنځه زره نور خلک چې د پوهنې وزارت د ليک لوست زده کړې په نورو کورسونو کې شامل دي چې په ټوله کې ١٥ زره کسان د ليک لوست زده کړې کورسونو کې شامل شوي دي.))
نوموړي وويل چې په کورس کې شامل کسان له ١٥ پورته عمر لري او اکثره ګډونوالې يې ښځې دي، وزارت د خپلې شته بوديجې پر بنسټ د ټول هېواد په ١٢٠ ولسواليو کې د ليک لوست زده کړې پروګرامونه پيل کړې دي.
رحيمي وویل چې زده کوونکي له کورس څخه د دوولسم ټولګي په سويه فارغېږي، خو که چېرې د تحصيل له دوام سره لېوالتيا ولري، د کورس له پاى ته رسېدو وروسته د حياتي ليک لوست زده کړې ښوونځي ته ور پېژندل کېږي او کولى شي چې خپلو درسونو ته دوام ورکړي.
د باميانو د پوهنې رياست سرپرست محمد ايوب اميري وويل: ((څو لسيزې جګړه، تاوتريخوالى او بېوزلي د دې لامل شوي چې ګڼ شمېر خلک له درس نه محروم شي، خو اوس لېوالتيا لري چې لږ تر لږه ليک لوست زده کړي.))
د باميانو تحصيل لرونکي اوسېدونکي هم د کاري فرصتونو له نشتوالي شکايت کوي.
د ورس ولسوالۍ اوسېدونکې زينب چې د ټولنپوهنې له پوهنځې فارغه شوې، وايي چې له دوو کلونو راهيسې د کار په لټه ده او حتى د ښوونکي دنده هم ورته نه پېدا کېږي. له فراغت وروسته يې له څه باندې درېيو دولتي او نادولتي بنسټونو سره د دندې لپاره نوم ليکنه کړې، خو په ګڼو مواردو کې ترې حتى ازموينه هم نه ده اخيستل شوې.
هغې زياته کړه: ((١٦ کاله درس ووايه او بيا هم ستړې او سرګردانه، غوره داده چې يوازې د ليک لوست تر کچې پوهه ولرې، ځکه چې په افغانستان کې ډېره پوهه هم نه ټولنې او نه شخص ته ګټه لري.)))
د باميانو د مدني ټولنو د مرکز مشر حسن داد احمدي وويل: ((ليک لوست بايد د پيدا کولو لپاره زده نه شي، بلکې اړينه ده چې د ماشومانو د روزنې او ژوند د نورو چارو په برخه کې د ټولنې د پرمختګ لپاره زده شي.))
هغه زياته کړه چې ګڼ لوستي تمه لري چې دولت به ورته په خپلو ادارو کې کاري زمينه مساعده کړي، خو دولت د دغه کار ظرفيت نه لري چې ټولو لوستو ته دولتي کارونه ورکړي. په ګڼو هېوادونو کې د لوستو يوه کمه اندازه لوستي په دولتي کارونو بوخت دي او ګڼ هغه يې ازاد کاروبار کوي.
د راحله شريفي په نوم يوه مېرمن چې تجارت کوي او د ادبياتو برخه کې يې زده کړې، وويل که څه هم ليسانس لري او له دولتي ادارو کې يې کار نشته، خو بيا هم د ازاد کاروبار نه ښه عايد لري او راضي ده.
نوموړې پر دې باور ده چې ليک لوست د انسان دعامه پوهاوي کچه لوړوي او يو لوستى شخص څو ځله له نالوستي شخص نه د خپل ژوند د ورځين کارونو په تر سره کولو کې په ګټه او زيان ښه پوهېږي، هغه پروګرامونه چې د بېلابېلو ارګانونو له لوري په ځانګړي ډول د مېرمنو د ليک لوست زده کړې لپاره جوړېږي، اهميت لري او کولى شي چې د ښځو ژوند ته بدلون ورکړي.
د ملي او نړيوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، نږدې ١١ ميليونه افغانان چې عمر يې له ١٨ لوړ دى، له بې سوادۍ او يا هم د ليک لوست له ټيټي کچې لکه د ليک لوست مهارتونه، ځورېږي، په توله کې د افغانستان ٦٠ سلنه خلک ليک لوست نه شي کولى، د هېواد په لرې پرتو سيمو کې ٩٠ سلنه ښځې او ٦٣ سلنه نارينه د ليک لوست له نعمت محروم دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










