منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۱۶ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ننګرهار کې د خپلسرو وسله والو ډېروالي خلک اندېښمن کړي

· ۴ دقیقې لوستل · ۵۶ کتنې

جلال اباد (پژواک، ۲۲ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار خلک په ځانګړي توګه د جلال اباد ښاریان د نامسووله وسله والو له زیاتوالي شکایت کوي او نیوکه کوي چې ولایتي اداره یې په مخنیوي کې پاتې راغلې ده.

خلک وايي چې نامسوول وسله وال د یو شمېر زورواکو، چارواکو، پخوانيو ټوپکوالو، ولایتي شورا او ولسي جرګې ځینو غړو اړوند کسان دي چې له کبله یې د خلکو رواني امنيت زیانمن شوی دی.

 جلال اباد ښاريان اندېښنه څرګندوي چې د انسان تښتونو په پېښو کې هم دا ډله اشخاص لاس لري او که مخه یې ونه نیول شي؛ نو امنیتي خط به لا نور هم راتنګ کړي.

دوی د قانون تطبیق او د نامسووله وسله والو د فعالیت په مخنیوي کې حکومتي چارواکي پر بې تفاوتۍ تورنوي او وايي چې له کبله یې د جلال اباد ښار بڼه نظامي شوې ده.

د جلال اباد ښار يوه اوسېدونکي خيرمحمد پژواک اژانس ته وويل، نامسوول وسله وال په ښار کې ډلې ډلې ګرځي؛ خو څوک يې پوښتنه نه کوي.

هغه زياته کړه: ((نه پوهېږم دا څه ډول دولت دی، باید په ښار کې انظباتان وي او له هر هغه چا نه پوښتنه وکړي چې وسله ورسره وي غیر مسوول وسله وال زیات شوي، څوک نه پوهېږي چې دا مخالفین دي که دولتي کسان.))

د ښار يوه بل اوسېدونکي او مدني فعال ميرويس رحماني هم اندېښنه وښوده چې په ښار کې غير مسوول وسله وال ډېر شوي او حکومت يې هېڅ غم نه خوري.

ده وړاندې وويل: ((والله چې ښار کې نا امني ډېره شوې ده او یو علت یې همدا د غیر مسوولو وسله والو شتوالی دی، حکومت نه مو غوښتنه دا ده چې د غیر مسووله وسله والو مخه ونیسي په دې سره به امنیت هم ښه شي.))

مدني فعالان وايي لکه چې په لوړه کچه حکومت د مصلحتونو قرباني شوی داسې د ننګرهار ولایتي ادارې هم د مصلحتونو او جوړ جاړي په اساس قانون نه دی تطبیق کړی.

مدني فعال نوراغا ځواک پژواک اژانس ته وويل چې د انسان تښتونې او ګڼې نورې جنايي پېښې د ناقانونه وسله ګرځولو پر مټ ترسره کېږي.

هغه زياته کړه: ((له بده مرغه چې د ننګرهار ولایتي ادارې په دې برخه کې کوم جدي اقدام نه دی کړی موږ نه دي اورېدلي چې کوم غیر قانوني وسله وال دې نیول شوی وي او د قانون منګولو ته یې سپارلی وی. دوی د مصلحتونو پر اساس داسې سرغړوونکو اشخاصو ته څه نه وايي، دا ډول خلک غیر قانوني او بې اسنادو موټر هم له ځان سره ګرځوي.))

له مدني فعالانو سره دا اندېښنه هم ده چې په دولتي چوکاټ کې قانوني اشخاص هم د اصولو په ماتولو د غیر مسووله وسله والو په شان کړنې ترسره کوي.

مدني فعال همايون امان د سیمه يیزو پولیسو جوړښت ته په اشارې سره پژواک اژانس ته وويل چې ډېری دغه پولیس د خپل مسوولیت له ساحو )ولسوالیو (لرې په جلال اباد ښار کې شخصي جامو کې له سپکو او درنو وسلو سره تګ راتګ کوي چې له کبله یې د ښاریانو رواني امنیت زیانمن شوی دی.

نوموړي زياته کړه: ((د سيمه ييزو پولیسو موټر په ښار کې ګرځي او پيکاوې او نورې سپکې او درنې وسلې ورسره وي، موږ پر دې نه پوهېږو چې دوی د ولسوالیو امنیت لپاره ټاکل شوي او که جلال اباد کې د خپلو شخصي اډو ساتلو په خاطر دا مسوولیت د ننګرهار د چارواکو دی چې مخه یې ونیسي او که د کوم ضرورت پر اساس ښار ته دننه کېږي باید قانوني جواز ورکړل شي.))

د ننګرهار ولایتي اداره بيا وايي، د نظامي شورا د پرېکړې پر اساس به د ښار دننه له هغو کسانو وسلې نیول اخیستل کېږي چې د ګرځولو قانوني جواز یې ونه لري.

د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل له پژواک اژانس سره د ځانګړې مرکې پر مهال د خلکو اندېښنې پر ځای وبللې او ویې ویل چې د غیر مسوولو وسله والو د مخنیوي لپاره به هڅې لا ګړندۍ کړي.

نوموړى وايي چې په دولتي چوکاټ کې د یو شمېر مسوولینو له نومونو او د وسلو له جوازونو د هغوی خپلوان او ورسره تړلي اشخاص ناقانونه استفاده کوي.

 والي زياتوي: ((د نظامي شورا پرېکړه به عملي کېږي او موږ به کوشش وکړو چې د نظام دننه هغو مسوولینو او مشرانو سره خبرې وکړو چې د دوی له جوازونو، نوم او صلاحیتونو څخه د دوی خپلوان او یا دوی پورې مربوط کسان ناسمه استفاده ونه کړي.))

د ننګرهار والي دا هم وايي، سیمه يیز پولیس نه شي کولای د خپلو دندو له سیمو جلال اباد ښار ته درنې وسلې ولېږدوي.

هغه وايي: ((د نظامي شورا وروستۍ پرېکړه پر ټولو باندې ده او په کې هېڅ استثنا نشته، سيه ييز پولیس یوازې د خپلې دندې په سیمه کې د وسلو ګرځولو صلاحیت او مسوولیت لري او باید نورو سیمو ته وسلې ونه لېږدوي.))

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه