جلال اباد (پژواک، ۲۴ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار ولايت خبريالان وايي، که په ۲۴ ساعتونو کې ولسمشرۍ ماڼۍ، کورنيو چارو وزارت او ننګرهار ولايت په يوه ورځ له څلورو خبريالانو سره تاوتريخوالی ونه څېړي؛ نو دوی به د امنيتي ځواکونو د لاسته راوړنو خبرونو له نشر سره پرېکون وکړي.
د طلوع او ميوند ټلوېزيونونو خبريالان زيار خان ياد او سباوون ساحل پرون د کابل- جلال اباد دويم لين سړک په اړه په راپور چمتو کولو بوخت وو چې د سړک جوړوونکي شرکت د ساتونکو له خوا وهل شوي، وسايل يې ترې اخيستي او د لنډې مودې لپاره يې په کوټه کې بند کړي دي.
دغه راز د اريانا ټلوېزيون خبريال او ویډیو اخيستونکی رحمت الله زيارمل او محمود نعيمي په تورخم کې د يو راپور په چمتو کولو بوخت وو چې د تورخم کمېسارۍ اړوند سرحدي پوليسو له ناوړه غبرګون سره مخ شوي دي.
د ننګرهار ولايت يو شمېر خبريالانو د غبرګولي په ۲۴مه په جلال اباد ښار کې د ولايت مقام مخې ته د يو اعتراضيه لاريون پر مهال د يادو پېښو د څېړنې غوښتنه وکړه.
دوی دغه راز پر ولسمشرۍ ماڼۍ، کورنيو چارو وزارت او ننګرهار ولايتي ادارې غږ وکړ چې که د دغو پېښو څېړنه ونه کړي؛ نو دوی به د امنيتي ځواکونو د لاسته راوړنو له خبرونو سره پرېکون وکړي.
په ننګرهار کې د افغان خبريالانو د خونديتوب کمېټې استازي شېرشاه همدرد وويل چې اوسمهال تر بل هر وخت په ننګرهار کې د خبريالانو ژوند له ګواښ سره مخ دی.
هغه زياته کړه، پرون هم له څلورو خبريالانو سره تاوتريخوالی شوی چې دغه کړنې هم د ننګرهار خبريالان او هم د خبریالانو د خونديتوب کمېټې اندېښمنې کړې دي.
د ختيځې سيمې د ليکوال او ژورنالېستانو ټولنې منشي او د اريانا ټلوېزیون خبريال رحمت الله زيارمل وويل چې د ننګرهار خبريالان نه يوازې د راپور ورکولو پر مهال د سيمه ييزو چارواکو له ورته کړنو سره مخ کېږي، بلکې دلته شته مافيايي کړيو يې هم کاري ساحې راکمې کړې دي.
دی وايي: ((موږ د همدې له امله دلته د احتجاج په توګه راټول شوي يو او دلته پر حکومت غږ کوو چې موږه پرېږدي چې د ولس غږ تر دوی ورسوو او هغه څه چې د ژورنالېزم اصول دي هغه کارونه په سمه توګه پر مخ يوسو.))
خبريالانو د ياد اعتراضيه لاريون په پای کې يو پرېکړه ليک هم ولوست چې په کې د يادو دواړو پېښو د غندنې تر څنګ د هغې د څېړنې غوښتنه شوې وه.
په پرېکړه ليک کې راغلي، که ولسمشرۍ ماڼۍ، کورنيو چارو وزارت او ننګرهار ولايتي اداره دغه دواړه پېښې په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کې ونه څېړي؛ نو دوی به د ننګرهار ولايت اړوند د امنيتي ځواکونو د لاسته راوړنو د خبرونو له نشر سره پرېکون وکړي.
دوی دغه راز دا ګواښ هم وکړ چې که يې دا غوښتنې ونه منل شوې نو د خبرونو د پرېکون تر څنګ به خپلو نورو مدني حرکتونو ته دوام ورکړي.
خو د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک ته وويل چې يادو دواړو پېښو په تړاو يې اقدام کړی او پايلې به يې له رسنيو سره شريکې شي.
هغه زياته کړه چې د طلوع او ميوند ټلوېزيونونو د خبريالانو د وهلو په تړاو کسان نيول شوي، موضوع يې رسمي شوې او په تړاو يې څېړنې روانې دي .
د خوږياڼي په وينا، دغه راز د اريانا نيوز د خبريال او کامره مين موضوع هم رسمي شوې او اوس تر څېړنو لاندې لاندې ده.
د يادولو ده، تر دې وړاندې هم روان کال کې ننګرهاري خبريالان له څو نورو ورته پېښو سره مخ شوي، چې د پخواني ښاروال لعل اغا کاکړ د ساتونکو له خوا د امريکا غږ د خبريال ذبيح الله غازي او د ملي امنيت ساتونکو له خوا د رويټرز او فرانس پرېس اژانسونو د عکس اخيستونکو وهل يې د يادولو وړ دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










