جلال اباد (پژواک، ۳۱ غبرګولی ٩۶): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ولسواليو لپاره د ولسي تړون پروګرام پرانيسته وشوه چې د چارواکو د معلوماتو له مخې، يوازې په مرکز کې به د ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت بېلابېلې پروژې پلې شي.
دوی وايي، د ولسواليو لپاره بوديجه نه ده مشخصه شوې او هر څومره چې کوم کلی اړتیا ولري په هماغه اندازه به ورته په مشخصو اهدافو کې خدمات ترسره کيږي.
ولسي تړون پروګرام، ملي پيوستون ته ورته پروګرام دی؛ خو ولس ته يې ځکه ګټه ډېره ده چې په ښارونو او ولسواليو ټولو کې به پلی کيږي.
دغه پروګرام د هېواد په ۳۴ ولايتونو کې پلی کيږي او د لومړيتوب لپاره د ننګرهار، هرات، بلخ او کندهار ولايتونه غوره شوي دي.
د غبرګولي په ۳۱مه په جلال اباد ښار کې د ياد پروګرام پرانيسته کې د سيمې ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې استازو،ننګرهار ولايت يو شمېر چارواکو، جلال اباد ښاريانو او د ولسواليو قومي مشرانو برخه اخيستې وه.
د سيمه ييزو ارګانونو په خپلواکه اداره کې د ولسي تړون پروګرام مسوول محمد نجیب اميري د پرانستغونډې پرمهال وويل، دا پروګرام د ښار او کليو ترمنځ اړيکې جوړوي او د ښار او ولسواليو ټول اوسېدونکي به ترې برخمن وي.
هغه زياته کړه، دا پرواګرام د خلکو د خوښې مطابق مخته ځي او هر ځای کې چې خلک کومه ستونزه ولري، هغه به وړانديز کوي او بيا به پلې کيږي.
دی وايي، د دې لپاره چې خلک په دغو پروژو کې ځان شريک وګڼي په ښارونو کې به ۲۵ سلنه ونډه اخلي او په ولسواليو کې به ۱۰ سلنه ونډه د ولس وي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په جلال اباد ښار کې دغې برنامې ته څلور کلونه موده ټاکل شوې، چې په دغه موده کې به د ۲۰۰ شوراګانو او ۴۰ ګذوکيلانو په همکارۍ ۲۲ ميليونه افغانۍ ښار کې مصرفوي، چې هرې شورا ته به ۷۵ زره ډالر ورکول کېږي.
د کليو او ولسواليو لپاره د دغه پروګرام په اړه نوموړي داسې معلومات وړاندې کړل: ((اول پړاو کې ټولو ته پاکې اوبه برابروي، دويمه مرحله کې سړکونه جوړوي، هر کلی چې له سړک نه دوه کيلومتره لرې وي بايد وصل شي، درېيمه د هر کور لپاره د سل واټه برق برابرول او په څلورمه مرحله کې د ابيارۍ وړې زېربناوې دي.))
د جلال اباد ښاروالۍ سرپرست انجنير حکيم الدين عمرخېل وويل،د دې پروګرام په تطبيق سره به د جلال اباد ښار ښکلایيزه او رغنيزه برخه کې ډېر بدلون رامنځته شي.
هغه زياته کړه، لومړی په څلورو کلونو کې د جلال اباد لپاره ۲۲ ميليونه ډالر ځانګړي شوي، چې د خلکو د ستونزو د حل په موخه به د ۲۰۰ شوراګانو پرمټ بېلابېل پروګرامونه ترسره کړي.
نوموړي له ښاريانو او اړونده ټولو دولتي او غير دولتي ارګانونو غوښتنه وکړه چې د دې پروژې په ښه تطبيق کې اخلاصانه ګامونه پورته کړي.
د جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې امر هلال کږه وال وويل، د ولسي تړون پروګرام به د ولس او حکومت او په ځانګړې توګه د ناحيو د امریتونو ترمنځ چې کومې فاصلې دي، هغه به را کمې شي.
نوموړي زياته کړه: ((له موږ څخه خلک د خدماتو غوښتنه کوي؛ خو موږ د بوديجې په نه شتون کې د هغوی غوښتنې نه شو منلی. اوس چې موږ ته بوديجه په لاس راځي، نو دا به د خلکو غوښتنو ته ځواب ويونکې وي ولس به هم راضي وي.))
د یادولو ده چې تر دې وړاندې په کليو کې د کليو پراختيا وزارت له لوري د ملي پيوستون پروګرام پلی کېده، چې د ولس په ونډې اخيستو يې د کليو د بیارغونې او پراختيا لپاره کارونه ترسره کول.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










