ژبه

دافغانستان سترې محکمې یکشنبه کوچنی اختر اعلان کړ

کابل (پژواک، ۳ چنګاښ ۹۶) : دافغانستان سترې محکمې د یکشنبې ورځ د نیکمرغه کوچنی اختر لومړۍ ورځ اعلان کړه.

د سترې محکمې ددارالافتا رییس مولوي صدیق الله مسلم د چنګاښ په ۳مه، د ملي تلویزیون له لارې اعلان وکړ، چې په سعودي عربستان کې میاشت لیدل شوې او ددغه هیواد دسترې محکمې د پریکړې سره سم افغانستان هم یکشنبه اختر اعلانوی.

تردې مخکې  یو شمیر نورو اسلامي هیوادونو هم یکشنبه اختر اعلان کړی دی.

د پژواک خبري اژانس اداره ټول مسلمان امت او ګرانو هیوادوالو ته د نیکمرغه کوچني اختر مبارکي وایي او دعا کوي، چې په هیواد کې سوله او ثبات رامنخته شي.

login or register a new account.

ورته موضوع