کابل (پژواک، ٣ چنګاښ ٩٦): ديني عالمان وايي چې د اختر په را رسېدو سره بايد له کينو زړونه خالي کړو او پخلاينې کې له نورو لومړي و اوسو؛ ځکه اسلام په دې ورځ کې هغه چا ته اتل ويلى چې په ياده چاره کې تر ټولو لومړی شي.
يوه ديني عالم قاضي محمد حسن حقيار له پژواک خبري اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې په ترڅ کې وويل چې د شريعت پر بنسټ د دوو کسانو تر منځ خپګان او کينه له درېيو ورځو وانه وړي.
هغه وويل، د اختر ورځې د مسلمانانو د خوشالۍ او جشن ورځې دي او د اسلام ستر پيغمبر حضرت محمد (ص) له ټولو هغو مسلمانانو چې له يوه بل سره خپه وي، غوښتي چې د اختر په ورځو کې سره پخلا شي.
حقيار زياته کړه، دغه راز هغه څوک چې د يوه منځګړي په توګه دوه مسلمان وروڼه سره پخلا کړي، الله متعال ورته ډېر اجرونه ورکوي.
دغه راز د کابل يو شمېر اوسېدونکي هم وايي، که څوک د اختر په ورځو کې سره خپه وي؛ بايد له يو بل سره جوړه وکړي.
د کابل د زاړه ښار ٧٠ کلنې رقيې پژواک خبري اژانس ته وويل: "تېر کال مې له خپل خور سره چې زما زوى ته يې لور نه وه راکړې؛ خپه وم، خو اوس مې پرېکړه کړې چې د اختر په لومړۍ ورځ له خپلو اولادونو سره يوځاى د هغې کور ته ورشم او ورسره پخلا شم، ځکه اسلام حکم کړى، چې دوه مسلمانان بايد له دريو ورځو زيات سره خپه ونه اوسي."
هغې زياته کړه، له خپلې خور مشره ده، خو بيا هم غواړي چې په دغه کار کې له هغې لومړۍ شي او ورسره پخلاينه وکړي.
هغې له خلکو هم غوښتنه وکړه چې د اسلام سپېڅلي دين له ارشاداتو سره سم کينه ونه ساتي او خپلو منځو کې ژوند په خوشالۍ تېر کړي.
د کابل ښار د زمان خان کلا د سرک بالا اوسېدونکي حفيظ الله چې له يوه کال راهيسې يې له خپل ورور سره اړيکه پرې کړې، وويل: "پخلاينه د کمزورۍ نښه نه ده، بلکې د يوه انسان وړتيا او ځواک ښيي او خداى متعال انسان ته ثواب هم ورکوي."
هغه وويل، له ورور سره يې يو ځلې شاوخوا درې مياشتې وړاندې پخلاينه وکړه، خو مقابل لوري د هغه دغه کار کمزوري وبلله او هڅه يې وکړه چې اړيکې يو ځل بيا ورسره خړې-پړې کړي.
هغه زياته کړه: "يو ځل بيا هم دې ته چمتو يم چې د اختر په لومړۍ ورځ له خپل ورور سره پخلا شم، څو د خداى له مهربانۍ او رحم پاتې نه شم."
دغه راز د مسلمانانو تر منځ د پخلاينې او روغې جوړې سربېره، د نوو جامو اغوستل، د بېلابېل ډوله خوراکو تيارول، د خپلو-خپلوانو کورونو ته تګ راتګ هم د اختر له رواجونو بلل کېږي.
مسلمانان په يوه کال کې دوه اخترونه (کوچنى اختر او لوى اختر) لري، چې د هر اختر خوشالۍ د دريو ورځو لپاره نمانځل کېږي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










