کابل (پژواک، ٤ چنګاښ ٩٦):د کابل ښار په ګډون په ټول هېوادکې د کوچني نېکمرغه اختر لمونځ په پوره ډاډ او له کومې امنيتي پېښې پرته ادا شو .
د کابل ښار اوسېدونکي د کابل د عيدګاه ، پل خشتي ، وزيرمحمد اکبرخان او د ښار په ټولو سيمو کې جوماتونو ته ولاړل او د کوچني اختر لمونځ يې اداکړ .
ولسمشرمحمداشرف غنى ، له يو شمېر جهادي مشرانو، د کابينې له يو شمېر غړيو او د ملي شورا له غړيو سره په ارګ کې د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
د زياتره جوماتونو ملاامامانو په خپلو ويناوو کې ددې ورځې د فضليت او په هېواد کې د تلپاتې سولې په اړه خبرې وکړې .
ملا امامانو او عالمانو د اختر له لمانځه څخه وروسته په هېواد کې د سولې او امنيت لپاره دعاوې وکړې.
په پل خشتي جومات کې د اختر له لمانځه وروسته يوتن لمونځ کوونکي حاجى نقيب الله نظامى پژواک اژانس ته وويل چې کاشکې د اختر ددې ورځې په څېر هره ورځ داسې کراري واى .
نوموړي په ټولو افغانانو غږ وکړ ، چې نور دې له هر ډول وژنو لاس واخلي او د نن په څېر دې يو بل ته د تل لپاره لاس ورکړي .
د ٤٥ کلن ثريا چې دعبدالرحمن په جامع جومات کى داخترلمونځ ادا کوله ، پژواک اژانس ته وويل چې اختر يوبل ته د مېنې ورکولو ورځ ده ، سړى ترې په رښتيا له دې مبارکې ورځې خوند اخلي .
هغه زياته کړه : (( خداى دې وکړي چې په هېواد کې سوله راشي او هېوادوال هره ورځ خپل اختر وګرځوي .))
دغه راز د ننګرهار ولايت د جلال اباد ښار په عيد ګاه، بزازۍ ، سپين جومات او نورو لويو جوماتونو کې هم زرګونو کسانو د کوچني اختر لمونځ ادا کړ.
د جلال اباد ښار يو تن اوسېدونکي قاري نجيب الله ، چې په عيد ګاه کې يې د کوچني اختر لمونځ ادا کړى و، پژواک ته وويل : (( که څه هم په جلال اباد ښار کې د نا امنيو وروستيو پېښو خلک اندېښمن کړي وو، خو شکر دى نن امنيت دى او خلکو په ډاډه زړه د اختر لمونځونه ادا کړل.))
همدرانګه د کندهار ښار په عيدګاه، د هرات په مرکزي جامع جومات، د مزار شريف په روضې جومات او د هېواد په نورو برخو کې هم د اختر لمونځونه ادا شول.
د کورنيو چارو وزارت د اختر په ورځو کې د ټينګو امنيتي تدابيرو د نيولو خبر ورکړى او تر اوسه د کومې ناوړې پېښې خبر نه دى ورکړل شوى.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










