منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۶ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د سينما د نشتوالي له امله فلمونه خېمو کې نندارې ته وړاندې کېږي

· ۵ دقیقې لوستل · ۱۴۵ کتنې

جلال اباد (پژواک ۵چنګاښ ٩۶): د ننګرهار ولايت فلم جوړونکي وايي، د سينما نشتوالى يې د کار د پرمختګ خنډ ګرځېدلی او له مجبورې ورځې فلمونه په خېمو کې نندارې ته وړاندې کوي.

دوی وايي،په يوه فلم په سلګونو زره افغانۍ  لګښت کوي؛ خو د عايد لاره يې يوازې د اختر په ورځو کې په خېمو کې د فلمونو نندارې ته وړاندې کول دي.

دوی وايي،که حکومت يې د سينما په برخه کې لاسنيوی وکړي؛ نو دوی حاضر دي چې په خپلو فلمونو د بهرنيو فلمونو د نندارې مخنيوی وکړي او هېوادوال په خپلو فلمونو داسې روږدي کړي چې د پرديو ژبو او پرديو کولتورونو له نندارې لاس واخلي.

په ننګرهار ولايت کې د فلم جوړونکي وايي، په خېمو کې د فلمونو د نندارچيانو له ټکټونو يوازې همدومره عايد تر لاسه کوي چې پر فلم مصرف شوې پيسې پرې پوره کړي.

رحيم ګل افغاني چې له تېرو شاوخوا ۱۳ کلونو راهيسې په جلال اباد ښار کې په فلمونو کې لوبېدلی او فلمونه يې جوړ کړي وايي، هر يوه فلم يې د ګټې پرځای تاوان کړی دی.

هغه پژواک اژانس ته وويل، شوق او علاقه يې د فلم نه جوړېدو ته نه پرېږدي او په يوه فلم لږ تر لږه څلورسوه زره کلدارې مصرف راځي، چې بېرته هغه لګښت هم نه پوره کوي.

نوموړي زياته کړه : ((سينما نشته، فلمونه په اخترونو کې او يا که کوم د جشن ورځ وي؛ نو سراج العمارت باغ کې يې په خېمو کې نندارې ته وړاندې کوو، چې نه خو ورته لږ د امنيتي ستونزو له امله په اسانۍ زړه ښه کوي او نه هم بېرته هغومره پيسې ګټي، چې موږ پرې مصرف کړې وي.))

دی وايي، پخوا به يې فلمونه په پېښور کې موزيک سنټرونو کې اخېستل، چې څه ګټه به يې ورته کوله؛ خو د مبايلونو په عامېدو سره دغه لاره پرې هم بنده شوې ده.

ببرک اميرزاده، چې له تېرو ۱۳ کلونو راهيسې يې په فلمونو کې کار کاوه، د همدغو ستونزو له امله له فلمي نړۍ سره مشروطه خدای په اماني کړې ده.

دی وايي، تر هغه وخته چې سينما جوړه نه شي، د سينماګرانو او فلم جوړونکو ستونزې نه حل کيږي او اقتصادي کمزورتيا يې نوره دا اجازه نه ورکوي  چې له ګټې پرته سينما ته په خپل تاوان کار وکړي.

دی وايي، ډيرى فلمونه يې په خېمو کې نندارې ته وړاندې کړل؛ خو نه په ننګرهار کې فلم وده وکړه او نه هم دوی په کې شخصي ګټه وکړه.

په ننګرهار کې د فلم جوړونکو او سينماګرانو د اتحاديې مشر امير شاه تلاش پژواک اژانس سره د خبرو پرمهال تاييد کړه چې په دغه ولايت کې د سينما نشتون د فلمي صنعت د پرمختګ مخه ډب کړې ده.

هغه وايي، فلم جوړونکي په فلمونو ډېر لګښتونه وکړي؛ خو د سينما نشتون له امله فلمونه په باغونو کې په خېمو کې نندارې ته وړاندې کوي چې تر  ډېره يې خلک د نندارې لپاره نه ورځي.

نوموړی په حکومت او ځانګړې توګه اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او سوداګرو غږ کوي چې په ننګرهار کې د سينما جوړېدو لپاره دې مټې راونغاړي.

بلخوا عام خلک وايي، که څه هم امنيتي وضعيت خراب دی؛ خو د افغاني فلمونو تنده يې هڅوي چې فلمونه وګوري؛ خو په ننګرهار کې افغاني فلمونه تر ډېره د هېڅ پيغام نه درلودونکي دي.

صفي الله چې له غني خېلو ولسوالۍ څخه هر اختر کې جلال اباد ښار ته د فلم کتو په خاطر راته  وايي، تېر درې اختره ځکه رانغی، چې فلمونو هېڅ پيغام نه درلود.

هغه پژواک ته وويل، په ننګرهار کې د جوړېدونکو فلمونو بله ستونزه د پاکستانيو نجونو لوبول دي، چې هم يې پښتو لهجه ښه نه ده او هم په فلمونو کې بې ځايه ګډاګانې کوي.

سحرګل بيا له خوږياڼو ولسوالۍ د فلمونو نندارې ته راځي. هغه وايي، دا اختر يې هم د فلم کتلو پلان شته؛ خو غوښتنه کوي چې فلمونه بايد په معيار برابر شي.

نوموړي زياته کړه : (( زموږ ټولنه تر ډيره قلم ته اړتيا لري؛ خو دلته جوړېدونکي فلمونه تره ډېره د ټوپک او وسلې په لاس کې اخيستو پيغامونه وړاندې کوي.))

د ننګرهار د سينماګرانو د اتحاديې مشر امير شاه تلاش مني، چې پخوا دغه ستونزې موجود وي؛ خو وايي تر دې وروسته يې دغه ستونزې کنټرول کړې دي.

هغه وايي، د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د افغان فلم مديريت سره په ګډه يوازې هغو فلمونو ته د جوړېدو اجازه ورکوي، چي کيسه يې پيغام ولري او د پاکستانيو نجونو پرځای په کې افغاني نجونې کار وکړي.

د نوموړي په وينا، د نجونو ستونزه اوس ځکه حل شوې چې په پلازمېنه کابل کې ډېرې افغاني نجونې په فلم جوړېدو کې برخه اخلي.

هغه زياته کړه: ((دې اختر ته هم ننګرهار سينما دوه فلمونه نندارې ته وړاندې کوي، يو يې د مينې کيسه ده چې (بې تا) نوميږي، معشوق شاداب جوړ کړی او بل يې هم (زه افغانستان يم) فلم دی، چې ميرويس فقيري جوړ کړی دی راتلونکي اختر ته هم دوه نور فلمونه په لاره دي.))

د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د افغان فلم مدير محمد شاه مجروح وايي چې دا ستونزه يې په ځلونو له وزارت سره شريکه کړې؛ خو تر اوسه ورته هېڅ رسېده ګي نه ده شوې.

هغه پژواک اژانس ته وويل ، شاوخوا پنځه کاله وړاندې يې يو سوداګر دغې چارې ته وهڅولو، چې د افغان فلم لوی رياست ورته د سينما نقشه هم برابره کړه؛ خو دلته د مناسب ځای نشتوالي موضوع همداسې په ټپه ودروله.

دی وايي: ((هغه وخت کې شېرزی والي و، موږ ته يې بهسودو پول ته څېرمه د سينما جوړېدو احکام راکړل؛ خو زموږ ملګرو هلته د امنيتي ستونزو له امله زړه ښه نه کړ او په سراج العمارت بڼ کې يې د سينما جوړېدو وړانديز وکړ، چې بيا ورته هېچا رسيدګي ونه کړه.))

د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار، چې يو وخت يې د ډيرو فلمونو جوړولو له امله د وړې ممبي نوم ګټلی و، د نظر خاوندان په دې باور دي، که سينما جوړه شوې وای او يا جوړه شي؛ نو دغه نوم بېرته تر لاسه کولی شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور