منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۲۲ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۲:۰۳ غ.م
۴°صاف · ↑۱۴° ↓۲°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

په فارياب کې د نا امنيو پراختيا فاريابي ښځې له ننګونو سره مخ کړې دي

· ۵ دقیقې لوستل · ۷۰ کتنې

ميمنه(پژواک، ١١ چنګاښ ٩٦): يو شمېر فاريابي ښځې وايي، سره له دې چې په تېرو ١٥ کلونو کې په سياسي، ټولنيزو، ښوونيزو، تحصيلي او فرهنګي برخو کې د پام وړ لاسته راوړنې لري، خو نا امني، نا منلي دودونه  او تبعيض، د ښځود فعاليت پر وړاندې عمده ننګونې دي.

د فارياب د دولتي جريدې چلوونکې اصيلې ګهريک پژواک خبري اژانس ته وويل چې فاريابي ښځې د طالبانو د تورې دورې په پرتله د پام وړ لاسته راوړنې لري چې انکار ترې نه شو کولى.

هغه زياته کړه:((په دولتي ادارو، تعليمي او تحصيلي موسساتو، مدني او فرهنګي بنسټونو کې د ليسانس او ماسټري سندونو لرونکي کار کوي، د لاسي صنايعو په برخه کې د ښځو شتون محسوس دى، د جندر مسئله هم تر  يوه حده چې په دې ولايت کې رعايت شوې ده، خو د امنيتي وضعيت خرابۍ د فاريابي ښځو پر وړاندې جدي خطرونه رامنځته کړي دي.))

مېرمن ګهريک وويل، هغه ښځې او نجونې چې د ګڼو ستونزو په ګاللو سره يې تحصيل کړى، اوس په کور ناستې دي، د نا امنۍ او نامنلو دودونو له امله نه شي کولى چې په ادارو کې کار وکړي، ځاني خونديتوب نه لري، په  ولسواليو کې د نجونو پر مخ ښوونځي تړل شوي دي.

د بلخ يوې مدني فعالې زرمينې زراع په دې اړه اندېښنه څرګنده کړه.

نوموړي له پژواک سره په خبرو کې وويل چې افغان ښځو خپل پوره حق نه دى تر لاسه کړى، په دولتي ادارو کې سمبوليک کار کوي، هر پوست ته چې اقدام کوي، د څوکۍ ټيکه داران کاري تجربه ورته بهانه کوي، په ادارو کې د ښځو د استخدام مخنيوى کوي.

مېرمن زراع د ځينو ديني عالمانو منفي چلند او د امنيت نشتوالى، د فاريابي ښځو پر وړاندې عمده ننګونې بولي او زياته يې کړه چې په ولسواليو کې د نا امنيو له امله ښځې نه شي کولى چې په دولتي ادارو کې کار وکړي او نجونې ښوونځي ته لاړې شي.

دغه مدني فعال له دولت وغوښتل چې د ننګونو د لرې کولو لپاره بايد ښځو ته جدي پاملرنه وکړي.

د فارياب ځايي چارواکي هم د ښځو پر وړاندې د يادو شوو ستونزو پخلى کوي.

د فارياب د ښځو چارو مشرې شريفې عظيمي وويل چې د امنيتي وضعيت پېچلتيا، جنسيتي تعصبات، بنسټ پاله چلند، په دفترونو کې له نارينه وو سره د ښځو پر يو ځاى کار کولو د کورنيو بې باوري، د ښځو د فعاليت پر وړاندې عمده ننګونې دي.

مېرمن عظيمي زياته کړه:((له اندخوى، قرمقول، قورغان او خانچارباغ ولسواليو نه پرته په ١١ نورو ولسواليو کې د نجونو ښوونځي نيمه فعال دي، ښځينه ښوونکې نشته، په ادارو کې ښځې کار نه کوي، پر دفترونو د ښځو او کورنيو بې باوري زياته شوې، د ښځو لپاره مشخص کاري فرصتونه نشته، ښځې کله کله له ځور او ازار سره مخامخ کېږي.))

هغې زياته کړه چې د يادو شوو ستونزو او ننګونو سربېره هم فاريابي ښځې په بېلابېلو برخو کې پراخه شتون لري، په دولتي اداري تشکيلاتو کې ١١ سلنه، د پوهنې برخه کې ٣٥سلنه، پوهنتون کې ٢٧ سلنه، په ښوونيز ډګر کې د زده کوونکو له ډلې ٤٥ سلنه برخه نجونو او ښځو نيولې ده.

دې وويل ، په ملي شورا، ولايتي شورا، حقوقي، فرهنګي او مدني بنسټونو کې هم ښځې استازي لري، د ښځو چارو، کار او ټولنيزو چارو مشري هم له ښځو سره ده.

د فارياب د ښځو چارو مشرې وويل:((ښځې اسلامي حقوق غواړي، د اسلام مبين دين اجازه ورکړې چې ښځه دې د خداى تعالى د حکمونو په رعايت سره تعليم او تحصيل وکړي، په ټولنه کې دې د حجاب ساتنې سره کار وکړي، له ميراث دې برخه واخلي، خو ددې خلاف په ټولنه کې د ښځو پر ضد تبليغ کېږي، هغوى ته ناقص العقله او شيطان خطاب کوي، د مثراث له حق يې محروموي.

هغه زياته کړه چې ښځې هم د امنيتي، ټولنيزو او اقتصادي شرايطو په پام کې نيولو نه پرته له نارينه وو له قانون نه بهر غوښتنې لري، د پردي کلتور نه په تقليد ازادي غواړي، مفشنې او اوچتې ګاڼې او جامې غواړي چې دا يوه ننګونه ده.

هغه ټينګار وکړ چې دولت نه توانېدلى، څو د ښځو اسلامي غوښتنې پوره کړي، که چېرته اسلامي قانون تطبيق شي، په ټولنه کې به هېڅ ستونزه پاتې نه شي.

د فارياب ولايت مقام د جندر چارو سلاکارې ګيتا سعيد هم د ناامنيو په تړاو د ښځو د اندېښنو پخلى وکړ او ويې ويل چې په دولتي ادارو کې د ښځو ګډون د نورو ولايتونو په پرته ډېر دى، د پوهنې او پوهنتون په برخه کې کې نږدې ٥٠ سلنه ښځې ونډه لري، اکثره نجونې حتى په تحصيل بوختې دي.

ګيتا ومنله چې کم شمېر نجونې د ټولنې د زړو رواجونو او کورنيو د پوهاوي د نشتوالي په سبب په کور کې د علم له حاصلولو بې خبره پاتې دي چې د وخت په تېرېدو سره به دا ستونزه هم حل شي.

د فارياب د والي وياند احمد جاوېد بيدار هم په سياسي، ټولنيزو او فرهنګي چارو کې د ښځو ونډه د پام وړ بولي.

بيدار وويل چې فارياب کې ښځې کليدي پستونو کې کار کوي چې شاوخوا ٤٥ سلنه يې ښځينه زده کوونکې او محصلينې دي، سيمه ييزه اداره په خالي بستونوکې د نارينو په پرتله له ښځو سره مثبت تبعيض لري او ښځو ته لومړيتوب ورکوي.

هغه زياته کړه چې د ازادې سيالۍ پروسه د ټولنې هر وګړي ته له تبعيض پرته حق ورکوي چې د خپلې خوښې پوسټ کې چې وړتيا يې ولري، ګډون وکړي او د معياري نومرو په اخيستلو سره استخدام شي.

نوموړي هم ددې پخلى وکړ چې د امنيت بحث بيا هم د ښځو د فعاليت پر وړاندې بنسټيزه ننګونه ده.

د فارياب د والي وياند څرګنده کړه چې د وسله والو مخالفينو د پراخ نفوذ او نا امنيو له امله ښځينه کارکوونکې او ښوونکې ولسواليو ته سفر نه شي کولى چې دا موضوع د ښځو د فعاليت، ودې او ظرفيت لوړونې پر وړاندې عمده ننګونه ده، هڅه کېږي چې دغه ستونزه هم حل شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه