جلال اباد (پژواک، ۱۴ چنګاښ ٩۶): په ننګرهار کې د ۱۳۹۶ کال لپاره د کانکور ازموينه پيل شوه چې ګډونوالو يې دوی ته په پوهنتونونو کې د کمې ونډې له ورکولو شکايت درلود.
سږ کال په ننګرهار کې د دوو کلونو (۱۳۹۵ او ۱۳۹۶) د دوولسمو ټولګيو له فارغ شوو د کانکور ازموينه اخيستل کېږي چې د نږدې دوه زره نجونو په ګډون په کې ۱۸زره کسانو برخه اخيستې ده.
ټاکل شوې دغه ازموينه څلور ورځې دوام وکړي او له يادو اتلس زره کسانو به شاوخوا څلور زره کسان پوهنتونونو ته لار پيدا کړي چې تېر ځل ازموينه کې دا سهم لس زره و.
د کانکور ازموينې ګډونوالو يادې سهميې ته په اشارې سره وويل چې دا د ننګرهار ولايت له اوسېدونکو سره د مور او ميرې چلند دی.
د بټي کوټ ولسوالۍ له مرکزي لېسې فارغ شوی عبدالرووف وايي چې سږ کال ننګرهار ته د دوو کلونو لپاره يوازې د يوه کال سهم ورکړل شوی او دا چاره دوی ته د منلو وړ نه ده.
هغه زياته کړه، که يادو اتلس زره کسانو کې څوارلس زره کسان بې نتيجې پاتې شي؛ نو ګڼ شمېر به يې د خپلو کورنيو د پيغورونو له امله له وسله والو سره يوځای شي او يا به هم په کور کلي کې غلا ته مخه کړي.
د بهسودو ولسوالۍ د ميرزا کلا له عالي لېسې فارغ شوی او د ننني کانکور ګډونوال اکرام الله هم همدا شکايت درلود.
هغه وايي، له يوې خوا په ياد کانکور کې د ۱۳۹۶ فارغ شوو ته د کانکور اماده ګۍ لپاره کم وخت ورکړل شو او له بلې خوا سهم هم کم ورکول کېږي چې دا په ښکاره توګه د دغه ولايت له خلکو سره ناسم چلند دی.
د ننګرهار د ولايتي شورا وکیلان بيا په دې ازموېنه کې ننګرهار ته د کم سهم ورکولو تر څنګ له يادې ازموينې د دوی د نه نظارت څخه هم شکايت کوي.
د ولایتي شورا منشي ذبیح الله زمري وویل، د خلکو استازي د کانکور له طرزالعمل څخه بشپړ ملاتړ کوي او ټینګار یې وکړ، څو د کانکور ازموینې له ګډونوالو سره د ښه سلوک تر څنګ پروسه په بشپړه توګه په شفاف ډول ترسره شي .
د شورا وکيل اسرارالله مراد پژواک اژانس ته وويل چې سږ کال هم ننګرهار ته سهم کم ورکړل شوی او هم وکيلان نه دي پرېښودل شوي چې د امتحان له صحنو نظارت وکړي.
د نوموړي په وينا، که رښتيا هم ننګرهار ته سهم کم ورکړل شي او په نورو ولايتونو کې ولايتي شورا ته د نظارت حق ورکړل شي؛ نو دوی به د دې ازموينې پر خلاف شکايت وکړي.
خو د ننګرهار پوهنتون رييس پوهنوال ببرک مياخېل پژواک ته وويل چې سږنی کانکور به د نورو په پرتله شفاف وي او په دغه کانکور کې د بايومتريک سيستم فعالېدل د شفافيت د موجوديت ښکاره نښه ده.
هغه زياته کړه، سهم د ګډونوالو د نومرو د فيصدۍ په تناسب ورکول کېږي او څومره چې د ګډونوالو د نومرو فيصدي لوړه وي هغومره به سهم ډېر ورکړل شي.
دی وايي، د کانکور په دې څلور ورځنۍ ازموینه کې د ۱۸ سوه نجونو په ګډون نږدې ۱۸زره تنه د١٣٩٥ او ١٣٩٦ د دوولسمو ټولګیو فارغان ګډون لري.
د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل د يادې ازموينې د پيل پر مهال وويل، هېچا ته به اجازه ورنه کړي چې د کانکور ملي پروسې په ازموینه کې لاسوهنه وکړي.
هغه دا راز ډاډ ورکړ چې د څلورو ورځو په ترڅ کې یې امنیتي ارګانونو د هر ډول پېښو د مخنیوي په موخه بشپړ امنیتي تدابیر نیولي .
د يادولو ده، په تېرو کلونو کې د کانکور ازموينې له نه شفافيت شکايتونه کېدل؛ خو دا چې دغه ځل د شفافيت د رامنځته کېدو په خاطر د بايومټريک سيستم فعال شوی، خلک د کانکور پايلو ته هيله من دي؛ خو سهميې ته يې د ننګرهاريانو اندېښنې موجودې دي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










