کابل (پژواک، ١٧ چنګاښ ٩٦): د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم مرستيال، عبداللطيف روشان د لوړو زده کړو وزارت د نوماند وزير او سرپرست په توګه معرفي کړ او ټينګار يې وکړ چې په هېواد کې د کيفيت او کميت له اړخه د لوړو زده کړو وزارت کې د پام وړ پرمختګ راغلى، خو اوس هم ځينی ننګونې شته .
عبداللطيف روشان چې په دې وروستيو کې د لوړو زده کړو وزارت د نوماند وزير او سرپرست په توګه ټاکل شوى، نن د ولسمشر د دويم مرستيال سرور دانش، يو شمېر لوړپوړو حکومتي چارواکو، ملي شورا غړو، د لوړو زده کړو وزارت مشرتابه پلاوي او کابل پوهنتونونو استازو په ګډون په رسمي ډول معرفي شو.
د ولسمشرۍ ماڼۍ دويم مرستيال د لوړو زده کړو وزارت د پخوانۍ وزيرې له هلو ځلو ستاينه وکړه او هيله يې څرګنده کړه چې د لوړو زده کړو وزارت نوى نوماند وزير به د لوړو زده کړو وزارت لومړيتوبونه او پلانونه عملي او بريالى ترې راووځي.
سرور دانش په دغه وزارت کې له سياسي لاسوهنې اندېښنه څرګنده کړه او زياته يې کړه، په تېره يوه لسيزه کې د ټولو لاسته راوړنو سربېره ياد وزارت بيا هم له ډېرو ننګونو سره لاس او ګرېوان دى او د هغه په وينا؛ د لوړو زده کړو وزارت د هېواد د پرمختګ او پراختيا مسووليت پر غاړه لري او له نوماند وزير غواړي، څو په دغه برخه کې ډېرې هلې-ځلې وکړي.
نوموړي، لوړې زده کړې د ځوانانو ظرفيت د لوړولو او ټولنې د مديريت په برخه کې مهمې وبللې او زياته يې کړه: "له يوې لسيزې د زياتې مودې په ترڅ کې د ښوونې او روزنې او لوړو زده کړو په برخه کې د پرمختګونو شاهدان وو، خو له دې ټولو پرمختګونو سربېره له ننګونو سره هم مخ يو او د وزارت مشرتابه دنده لري، څو له يادو ننګونو سره مبارزه وکړي."
نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې د لوړو زده کړو سکتور له سياسي لاسوهنو په امان کې نه دى، وويل چې دغه سکټور بايد مالي او مسلکي خپلواکي ولري او ازادۍ ته يې درناوى وکړي او پکې له هر ډول سياسي لاسوهنې مخنيوى وکړي.
نوموړي، د کيفيت لوړلو نه شتون، د پرمختللي تحصيلي نصاب نه شتون، په عادلانه ډول د بورسونو وېش او په قوانينو کې د ستونزو موجوديت په اړه اندېښنه څرګنده کړه او ويې ويل، چې بايد دغه وزارت د کيفيت لوړولو، د وروستي ښوونيز نصاب رامنځته کولو، په عادلانه توګه د بورسونو وېش او د قوانينو اصلاح ته لومړيتوب ورکړي.
دانش زياته کړه، د دولتي لوړو زده کړو ترڅنګ خصوصي لوړې زده کړې په بريالۍ توګه پرمخ ځي، خو له بده مرغه ځينې وخت سرغړونې کوي چې د دوى له چارو څخه د څارنې او حل په موخه يو معينيت او يو شمېر رياستونه رامنځته شي.
د لوړو زده کړو نوماند وزير او سرپرست عبداللطيف روشان د ملي يووالي حکومت مشرانو له لوري پر هغه له باور کولو مننه وکړه او څرګنده يې کړه، هڅه کوي چې په بېلابېلو برخو کې اساسي اصلاحات رامنځته کړي.
نوموړي په لوړو زده کړو وزارت کې د ډېرو ستونزو له موجوديت خبر ورکړ او ويې ويل، ياد وزارت تر اوسه پورې يوازې خپله ١٣ سلنه بوديجه لګولې، چې دا يوه ستره ننګونه ده، خو په راتلونکي کې د يادې ستونزې د حل ترڅنګ کوښښ کېږي، څو دولتي او خصوصي پوهنتونونه د نړۍ له پوهنتونونو سره وتړي.
نوموړي د هېواد د لوړو زده کړو د پرمختګ لپاره خپل پروګرامونه لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال وبلل او ويې ويل: "د افغانستان پوهنتونونو تر اوسه پورې د نړۍ په کچه خپل مقام نه دى ترلاسه کړى، موږ هڅه کوو چې د نړۍ په کچه مقام پيدا کړي او يادې موخې ته د رسېدو لپاره بايد د پوهنتونونو استادان د وزارت له مشرتابه سره همکاره واوسي."
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










