جلال اباد (پژواک، ١٨ چنګاښ ۹۶): ننګرهار ته د کانکور ازموينې په موخه د راغلي پلاوي مشر وايي چې پوهنتونونو ته د لارې موندلو سهميه د ننګرهاريانو د نومرو په فيصدۍ پورې اړه لري.
په ننګرهار کې د ۱۳۹۵ او ۱۳۹۶يمو کلونو د دوولسمو ټولګيو له فارغو شويو نږدې ۱۸ زره کسانو څخه د کانکور ازموينه واخيستل شوه چې د دغه ولايت اوسېدونکو يې د سهميې په تړاو شکايتونه درلودل.
د ننګرهار ولايت اوسېدونکو د ازموينې د پيل په ورځ له پژواک سره د خبرو پرمهال او دغه راز په تېرو څو ورځو کې د ټولنيزو شبکو له لارې دا شکايتونه راپورته کړل، چې ګواکې د دغه ولايت له اوسېدونکو څخه د دوو کلونو ازموينه اخيستل کيږي او يوازې د يوه کال سهميه ورکول کېږي.
ننګرهار کې د کانکور ازموينې څلور ورځې وخت واخيست چې په کې له اوولس زره ډېرو کسان برخه درلوده او له ډلې يې شاوخوا اوولس سوه نجونې وې.
ننګرهار ته د کانکور ازموينې اخيستو په موخه له کابل څخه د لوړو زده کړو وزارت د راغلي پلاوي مشر روضت الله مجيدي له پژواک اژانس سره د يوې ځانګړې مرکې پرمهال وويل چې سږکال په ننګرهار کې د کانکور ازموينه تر نورو ټولو ولايتونو ډېره شفافه ترسره شوه.
هغه وويل، د بايومېتريک سيسټم فعاليدل او د ننګرهار پوهنتون د ادارې ښه تنظيم د دې لامل شوی چې په دغه ولايت کې د کانکور ازموينه په پوره شفافيت ترسره شوه.
نوموړي زياته کړه: ((يو څه ستونزه هم وه؛ خو ډېره نه وه، فقط درې کسان مو په دې خاطر ونيول، چې د خپلې کورنۍ د نورو غړو پرځای په ازموينه کې ناست وو.))
مجيدي د ننګرهاريانو د دغه شکايت په ځواب کې چې ګواکې دغه ولايت ته سږکال کمه سهميه ورکول کېږي، وويل چې دا د ننګرهاريانو د نومرو په فيصدۍ پورې اړتيا لري.
دی وايي، که د کانکور ګډونوالو خپلو نومرو ته په کتو انتخاب کړی وي؛ نو حتماً به د خپلو خوښو پوهنځيو ته لار پيدا کړي.
دی وايي:((ستونزه دلته ده چې د ګډونوالو د نومرو فيصدي کمه وي او پوهنځي جګ انتخابوي، نو همدا وي چې بې نتيجې راځي او بيا شکايت له سيسټم څخه کوي.))
اندېښنې دا دي چې سږکال د دوو کلونو فارغانو په کانکور کې برخه اخيستې او سهميه به د يوه کال ورکړل شي؛ خو د کانکور ازموينې په موخه له وزارت څخه راغلى پلاوی وايي چې سهم نومرو ته په کتو ورکول کېږي.
د دغه پلاوي مشر روضت الله مجيدي وايي، له هغه ولايت سره چې دوه زره زده کوونکو يې ازموينه ورکړې وي؛ نو خامخا به په رقابت کې ترې ننګرهار چې ۱۸ زره کسانو يې ازموينه ورکړې ده، د برياليو کسانو شمېر ډېر وي؛ خو ستونزه په ټوله کې له ناسم انتخاب څخه پيلېږي.
د يادولو ده چې تېر کال له ننګرهاره لس زره کسانو ازموينه ورکړې وه او څلور زره کسانو ترې د خپلې خوښې پوهنځيو او د نيمه لوړو زده کړو موسساتو ته لار پيدا کړې وه؛ خو سږ کال لا معلومه نه ده چې څومره کسان به بريالي شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










