منځپانګې ته تلل
شنبه ۲۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۳۰ غ.م
۶°ورېځ · ↑۱۴° ↓۳°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د ننګرهار بټي کوټ کې د هندواڼو ډېر حاصل خلکو ته د کار پیدا کېدو لامل شوی

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۳۰ کتنې

جلال اباد (پژواک، ١٨ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کې د هندواڼو د حاصلاتو د ډېروالي له امله زرګونو کسانو ته کاري زمينه برابره شوې ده.

هندواڼې که څه هم تر ډېره په هغو سيمو کې کرل شوې چې د دولت په ولکه کې نه دي؛ خو کاري زمينه يې ان د جلال اباد- تورخم لويې لارې په اوږدو کې د بټي کوټ او غني خېلو ولسواليو په مربوطاتو کې خلکو ته برابره کړې ده.

د جلال اباد- تورخم پر لويه لاره د بټي کوټ ولسوالۍ له بازاره نيولې د غني خېلو ولسوالۍ تر مارکو بازاره د سړک دواړو خواوو ته د هندواڼو په سلګونه کپې (سرک سر پلورنځي) دي چې د لويې لارې تلونکو هرو لسو موټرو دوه هغه يې د هندواڼو اخيستو لپاره درېږي.

د ننګرهار کانال اړوند دغه سيمه چې په فارمونو مشهوره ده، یو وخت له ناامنۍ په کې د موټرو د کیلومتر ستن د ګړندي تګ له امله تر سره خطه رسېده؛ خو اوس په کې خلک د خوراک او ساعت تېرۍ لپاره درېږي او ان له جلال اباد ښاره د هندواڼو اخيستو په موخه ورځي.

د سيمې اوسېدونکي هم خوښ دي چې له بې روزګارۍ بې غمه شوي او د هندواڼو په سيزن کې ورته په خپل کور کلي کې د روزګار زمينه برابره شوې ده.

پنځوس کلن محمد عيسی د غني خېلو ولسوالۍ د ګولايي اوسېدونکی دی او په درېيم فارم سيمه کې يې د سړک پر سر تر يوې څپرۍ لاندې هنډواڼې د خرڅلاو لپاره اېښې دي.

هغه پژواک اژانس ته وويل، د هندواڼو له حاصلاتو سره سم يې دلته کار پيل کړی او هره ورځ ورته له اته سوه نيولې تر ۱۲ سوه کلدارو ګټه پاتې کېږي.

نوموړی وايي، د سيند د منځ ټاپوګان چې پخوا ترې هېڅ ګټه نه اخيستل کېده، اوس په کې هندواڼې کرل شوې او ډېرو خلکو ته يې د کار زمينه برابره کړې ده.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، د بټي کوټ له بازاره د غني خېلو تر مارکو بازاره د سړک دواړو خواوو ته له پنځه سوو ډېرې کپې (د هندواڼو د خرڅلاو ځايونه) جوړې شوې چې هر ځای په کې له پنځو زياتو کسانو ته د کار زمينه برابره شوې وه.

د بټي کوټ ولسوالۍ د چهاردهي اوسېدونکی انورګل چې دغلته د هندواڼو د خرڅلاو کاروبار لري، وايي چې د عايد لپاره يې دا ښه سرچينه ده.

نوموړي وويل، د هندواڼو کر خلکو ته ډېر کاري فرصتونه برابر کړي دي.

هغه زياتوي: ((څوک يې په کښت او راټولولو کې مصروف دي، څوک يې په راوړلو کې، څوک يې دلته خرڅولو کې، جلال اباد او تر کابله دا هندواڼې ځي او هلته يې ډېر خلک په کار کړي دي.))

د ځايي خلکو د معلوماتو له مخې، د يادې سيمې هندواڼې اوس ګاونډ پاکستان ته هم وړل کېږي چې هره ورځ له لسو تر ۳۰ ټېلر لارۍ بارېږي او وړل کېږي.

هدايت الله جې د تورخم- جلال اباد په لويه لاره ټکسي موټر چلوي وايي، کله چې هم له تورخم جلال اباد خوا ته پيره راوړي؛ نو دغلته خامخا د کور لپاره هندواڼې اخلي.

د ده په خبره، پخوا به هندواڼې له پاکستانه راوړل کېدې او په ننګرهار کې به په لوړه بيه خرڅېدې؛ خو اوس يوه غريبه کورنۍ هم کولی شي پرېمانه هندواڼې په ارزانه بيه واخلي او د کورنۍ له غړو سره يې وخوري.

اوسمهال په ننګرهار کې د هندواڼو بيه يو من (اوه کيلو) له پنځوس کلدارو نيولې، تر سل او يو سل او شل کلدارو خرڅېږي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوال نعمت الله نورزی که څه هم دغه کار ته خوشبينه دی؛ خو له دې امله يې په ولايتي ادارې او ځانګړې توګه کرنې اداره باندې نيوکه وکړه چې دغو حاصلاتو ته يې د بازار هېڅ زمينه نه ده برابره کړې.

هغه زياته کړه، کروندګر يادې هندواڼې اووه کيلو له دېرشو تر څلوېښت کلدارو پلوري چې مصرف شوې پيسې هم پرې نه پوره کوي.

د نوموړي په وينا، د يادو هندواڼو کښت زرګونو کسانو ته د کار زمينه برابره کړې چې له امله يې د ولسوالۍ امنيت هم ښه شوی دی.

تر دې وروسته په همدغه سيمه کې د مالټو د لويو باغونو حاصلاتو ته هم تمه شته چې په سيمه کې جوړ شوی لنډکی بازار دوامداره وساتي.

د بټي کوټ د ولسوال د معلوماتو له مخې، سږ کال يواځې په دې ولسوالۍ کې له ۱۲زره هکټاره نيولې تر ۱۵زره هکټاره ځمکه کې هندواڼې کرل شوې دي.

خو د ننګرهار د کرنې او مالدارۍ رييس رفيع الله رحيمزى وايي، د هندواڼو د حاصلاتو بازارموندنې موضوع يې له وزارت سره شريکه کړې او هيله مندي شته چې دغه ستونزه حل شي.

هغه زياته کړه: ((زما دومره وخت نه کېږي چې رييس شوی يم، اوس خبر شوم چې دا ستونزه شته، وزارت سره مې موضوع شريکه کړې او هغوی وعده کړې جې دا ځل خو فصلونه په ټولېدو دي، خو انشاء الله ډاډ ورکوم چې راتلونکی کال به دا ستونزه حل شي. ))

نوموړي په ننګرهار کې د کرل شوو هندواڼو حاصلاتو د اندازې په تړاو وويل چې سروې پيل شوې، خو تر اوسه يې دقيق معلومات نشته.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول کرنه