کابل (پژواک، ١٩ چنګاښ ٩٦): ښايسته هغه امريکايي تابعيت لرونکې افغان مېرمن کابل ته راورسېده، چې د لومړي ځل لپاره د هوايي چلند په تاريخ کې غواړي په ټوله نړۍ الوت وکړي.
له ښايسته واعظ څخه نن د حامد کرزي په نړيوال هوايي ډګر کې د اجراييه رياست د لومړي مرستيال محمدخان، د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري او د هوايي چلند عمومي مشر محمودشاه حبيبي او يو شمېر نورو دولتي چارواکو له لوري تود هرکلى وشو.
مېرمن واعظ خبريالانو ته وويل، دا يې ستره هيله وه، چې له ټولې نړۍ د سفر په ترڅ کې افغانستان ته هم ولاړه شي او له خپلو خلکو سره له نږدې ليدنه وکړي.
هغې څرګنده کړه، هوډ لري چې په دغه نړيوال سفر کې له ١٨ هېوادونو ليدنه وکړي او تر اوسه پورې په خپلې وړوکې الوتکه کې يې د دغو هېوادونو له نيمايي ليدنه کړې ده.
دغې پيلوټې وويل، له دې امله چې د الوتکې د اړتيا وړ تېل يې د دوبۍ په هوايي ډګر کې ترلاسه نه کړل شول؛ کابل ته له الوتکې پرته سفر کړى دى.
هغې نن دغه راز په ارګ او سپيدار ماڼۍ کې له ولسمشر او اجراييه مشر سره ليده کاته وکړل. ښايسته له ولسمشر سره د ليدو پر مهال وويل: "زه په دې وياړم چې يوه افغانه يم او په دغه ډګر کې د اړينو زده کړو ترلاسه کولو وروسته خپلې تجربې له افغان نجونو سره شريکې کړم، څو هغوى هم په دغه برخه کې لاسته راوړنې ولري."
٢٩ کلنې ښايسته واعظ، چې خپلې لوړې زده کړې يې په امريکا کې ترسره کړې او خپله تاريخي الوتنه يې د روان زېږديز کال د ميئ مياشتې په نيمايي ( د ١٣٩٦ لمريز کال د غويي ٢٥ مه) کې د امريکا له فلوريډا ايالت پيل کړه او په پام کې لري چې په خپلې کوچنۍ الوتکې (بيچ کرفت بونزاى ٣٦) سره د نړۍ ډېرو هېوادونو لکه هسپانيا، مصر، هندوستان، سنګاپور او اسټراليا ته سفر وکړي او بيرته فلوريډا ته ستنه شي.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










