منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۱۰ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کورنيو چارو وزارت ودانيز قراردادي شرکتونه د پيسو د ورکولو غوښتنه کوي

· ۳ دقیقې لوستل · ۴۲ کتنې

کابل (پژواک، ٢١ چنګاښ ٩٦): د کورنيو چارو وزارت ٢٠٠ ودانيز قراردادي شرکتونه وايي، که د کورنيو چارو وزارت ژر تر ژره د دوى اووه ميليارده افغانۍ ورنه کړي؛ په پراخو مدني خوځښتونو به لاس پورې کړي.

دغه شرکتونه چې د "افغانستان نوين" ودانيزو شرکتونو د ټولنې غړيتوب لري، وايي چې له تېرو درېيو کلونو راهيسې يې د کورنيو چارو وزارت ٣١٤ پروژې بشپړې کړې، چې تر اوسه د ياد وزارت له لوري د دغو پروژو پيسې نه دي ورکړل شوي.

د يادې ټولنې مشر حاجي محمد داود توتاخېل، نن کابل کې د خبري ناستې پر مهال وويل، ياد شرکتونه هغه پروژې چې ودانيزې چارې په کې شامليږي، د قرارداد پر بنسټ بشپړې او له هغه وروسته يې کورنيو چارو وزارت ته سپارلې، خو دغه وزارت د کم کارۍ او فساد له امله تر اوسه د قرارداديانو اووه ميليارده افغانۍ نه دي ورکړي.

د هغه د ادعا پر بنسټ، ټول اسناد او مدارک ښيي چې د کورنيو چارو وزارت په بوديجه کې لاسوهنه شوې ده.

ده زياته کړه: "اوس خپلو قرارداديانو ته له سپکاوي او سپکو سپورو بل ځواب نه لري، مسوول بنسټونه د دې ترڅنګ چې قرارداديانو ته له قانع کوونکي ځواب پاتې دي، ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست ته هم په ځواب ويلو کې پاتې راغلي، پر دې سربېره چې په دې اړه څو ځلې پلاوى هم ټاکل شوى، خو پلاوي په ياده اداره کې له نفوذ اغېزمن شوي او په دې اړه له هر ډول ګټور او اغېزناک کار بې وسه شوي دي."

نوموړي زياته کړه، قراردادي شرکتونه د دولت له لوري د دوى د پيسو د نه ورکړې له امله له دومره ناوړه اقتصادي حالت سره مخ دي، چې د خپلو فعاليتونو د تصفيه کولو وس هم نه لري.

د هغه په وينا، ياد شرکتونه د هېواد له ولسمشر او اجرائيه رئيس غواړي چې د دوى ستونزه حل کړي.

د افغانستان نوين ودانيزو شرکتونو ټولنې مرستيال سيدجواد حيدري په دغه ناسته کې وويل، دغو شرکتونو خپلې ستونزې څو ځلې له رسمي لارو چارو د کورنيو چارو او ماليې له وزارتونو سره شريکې کړې دي، خو ستونزې يې تر اوسه پورې نه دي حل شوې.

نوموړي زياته کړه، که چېرې د حکومت له لوري د دوى ستونزې ته جدي پاملرنه ونه شي، ياد شرکتونه اړ دي، څو په مرکز او ولايتونو کې د شرکتونو له لوري د پروژوې روانې چارې په ټپه ودروي.

دغه راز نوموړي وويل، د پروژو د کار د درولو ترڅنګ به په مدني لاريونونو، د ولسمشرۍ ماڼۍ او کورنيو چارو وزارت شاوخوا ته د تحصن پر خېمو لګولو سره د خپلو حقونو غوښتنه وکړي.

د افغانستان سوداګرۍ او صنايعو خونې لومړى مرستيال خانجان الکوزي هم په دغه ناسته کې وويل، دغه خونه د شرکتونو له حق دفاع کوي او د دوى ستونزه به ډېر ژر ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرائيه رياست ته ورسوي.

هغه ټينګار وکړ چې حکومت له خصوصي سکټور او پانګه والو سره د کړې ژمنې پر بنسټ بايد د دغو شرکتونو ستونزه تر يوې مياشتې پورې حل کړي.

نوموړي زياته کړه، د دا ډول حالت دوام د پانګه والو او سوداګرو د زړه ماتېدو لامل ګرځي.

د کورنيو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول عبدالجميل، اوسمهال په دې اړه د نظر له څرګندولو ډډه وکړه، خو زياته يې کړه چې د ياد وزارت چارواکي به راتلونکې شنبه د خبري ناستې پر مهال د اسنادو په وړاندې کولو سره په دې تړاو خبرې وکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه