منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۸ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۲۶ غ.و
۱۴°صاف · ↑۱۴° ↓۱°د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر د هېواد د لوړو زده ‎کړو پر معیاري کېدو ټینګار وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۱ کتنې

کابل (پژواک ٢١ چنګاښ ٩٦): ولسمشر غني د لوړو زده‎کړو پر معیاري کېدو ټینګار وکړ او ويې ويل، د لوړو زده‎کړو محتوا او کیفیت باید لوړ شي او عرضه او تقاضا د کار له بازار سره سم تنظیم شي.

نوموړي دغه خبرې، نن مازیګر د لوړو زده‎کړو وزارت نوماند وزیر عبداللطیف روښان او د یاد وزارت کاري ډلې سره په کتنه کې کړې دي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې ولسمشر د هغوی د ارزونو راپور واورېد.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې ډاکټر عبداللطیف روښان وویل، موږ د لوړو زده‎کړو وزارت په کاري لومړیتوبونو کار کوو او اړتیا ده چې په بېلابېلو برخو کې ظرفیتونه زیات شي.

هغه زیاته کړه، اړتیا ده چې د لوړو زده‎کړو قوانینو او لوایحو ته بیاکتنه وشي او د جمهور رئیس وړاندیزونه په دې برخه کې ګټور تمامېدلی شي.

ولسمشر د لوړو زده‎کړو وزارت د کاري ټیم د ارزونو راپور له اورېدو وروسته وویل، په دې برخه کې بنیادي بحثونو ته اړتیا ده او حکومت چمتو دی چې د تحصیلاتو د وضعیت د ښه والي امکانات او اسانتیاوې برابرې کړي.

ده څرګنده کړه چې ژر به د هېواد په لوړو زده‎کړو او ښوونیز نظام کې د بنسټیزو اصلاحاتو د بحث په  خاطر عالي شورا جوړه شي.

هغه څرګنده کړه چې د پوهنتونونو استادانو او محصلینو سره به په یوه اجماع  کې د لوړو زده‎کړو سیستم کې د اصلاحاتو راوړلو په اړه بحث وشي.

اشرف غني د لوړوز ده‎کړو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې په نوې ټکنالوژۍ په ځانګړي ډول نوري فایبر او انټرنټ د پوهنتونونو د سنبالولو په خاطر  دې خپلې طرحې ترتیب او وړاندې کړي.

ده په دې وزارت کې د متخصصو کدرونو جذب ته په اشارې په ټینګار وویل، د لوړو زده‎کړو وزارت د عمده دندو په تعریف دې زیات کار وشي، ترڅو د دې وزارت  پروسې او سیستمونه  لازیات وضاحت پیدا کړي.

ولسمشر د لوړو زده‎کړو وزارت مسوولینو ته لارښوونه وکړه چې د لیلیو د حالت ښه والي او په لیلیو کې د محصلینو اړتیاوو ته پاملرنه او پر وخت رسیدګي وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښوونه او روزنه