کابل (پژواک، ٢۵ چنګاښ ٩٦): يو شمېر چارواکي له فساد سره د مبارزې په برخه کې د رسنيو او مدني بنسټونو د رول مهم بللو ترڅنګ دا مني چې لا هم د عامه خدمتونو وړاندې کولو په برخه کې فساد موجود دى او بايد په دې برخه کې اړين ګامونه پورته شي.
دغو چارواکو نن د يادې موضوع په اړه د څلور مياشتنۍ پروژې د پاى ته رسېدو په مراسمو کې چې د "مدني حساب ورکونې، د عامه خدمتونو په وړاندې کولو کې اصلاحات او له فساد سره مبارزه" برخو کې د ډيموکراسي انټرنشنل بنسټ له لوري د پژواک خبري اژانس او يو شمېر مدني بنسټونو له لوري پيل شوې وه، خبرې اترې وکړې.
په دغو بنسټونو کې له اداري فساد سره د مبارزې همغږۍ بنسټ (AFCAC)، د سولې او پرمختګ د همکارۍ بنسټ (CPD)، د شهيدانو بنسټ (SO)، د پراختيا لپاره د سوکالۍ ټولنه (WADAN)، افغانستان ټولنيز بنسټ (ACSFO) او د افغان ښځو د ټولنيزو فعاليتونو خدماتي سازمان (WASSA ) شامل دي.
ډيموکراسي انټرنشنل د يادې پروژې قرارداد له پژواک سره په جلا ډول او پاتې نورو بنسټونو سره د ١٣٩٥ کال په کب مياشت کې لاسليک کړی و.
پژواک خبري اژانس په دغه موده کې د اړونده موضوع ګانو (د کابل صنفي واحدونو له ٨٠ زيات يې د فعاليت جواز نه لري او ماليات نه ورکوي؛ د فساد موجوديت، راستنو شوو کډوالو ته د ځمکې د وېش لړۍ ځنډول شوې؛ د شهادتنامو په برخه کې فساد تر اوج رسېدلى؛ خصوصي جوړونې د بهرنيو چارو وزارت د کونسولۍ برخې ستونزې ډېرې کړې؛ له هرو لسو ماليه ورکوونکو يې شپږو ماليه نه ده ورکړې؛ د تېلو له اړخه له ګمرکي محصول دوه پوروړي شرکتونه د ٤٠٤ ميليون افغانيو له ورکړې ډډه کوي او يو شمېر بهرنيان په ډېرې اسانۍ سره د افغانستان د تابعيت تذکره ترلاسه کوي) اووه څېړنيز راپورونه چمتو او خپاره کړي دي.
د پژواک خبري اژانس مشر دانش کړوخېل، نن د يادې پروژې د پاى ته رسېدو په مراسمو کې وويل، په دغو راپورونو کې چې ډېر تمرکز په کې پر پلازمېنې کابل او هرات، ننګرهار او باميانو ولايتونو وو، پر دې سربېره چې د څېړنيز کار له مخې کم کاري او په اړوندو بنسټونو کې د فساد موجوديت څرګند شوى، د زيانمنو کسانو، کارپوهانو او اړوندو ارګانونو نظريات هم په کې راټول شوي دي.
هغه زياته کړه، په ياده پروژه کې شاملو بنسټونو په دغه برخه کې له پژواک سره همکاري کړې او د عدالت غوښتنې له لارې يې په ياده برخه کې د فساد موجوديت په اړه د عامه پوهاوي اړين پروګرامونو ترسره کولو کې کار کړى دى.
نوموړې وويل، د اصلاحاتو لړۍ په چټکتيا او اداري فساد په راکمولو کې د مدني بنسټونو څارنيز رول ډېر اغېزناک دى.
د پژواک مشر زياته کړه، د اړونده موضوع ګانو په اړه د اووه راپورونو خپرولو مثبته پايله درلوده او دغه راز يو شمېر چارواکو ويلي، چې د ستونزو د حل لپاره به چټک ګامونه پورته کړي.
په نننۍ ناسته کې د دانش کړوخېل له وينا وروسته، د دې اژانس اداري مسوول شاه محمود هارون د پژواک د يادو اووه څېړنيزو راپورونو په اړه معلومات وړاندې کړل او بيا يو شمېر چارواکو د فساد د موجوديت او له فساد څخه د مخنيوي لارو چارو په اړه ويناوې وکړې.
د کورنيو چارو وزارت د پاليسۍ معين تورنجنرال احمد مسعود عزيزي وويل: "کوم څېړنيز راپورونه چې وړاندې شول، ومو ليدل چې په رښتيا ډېر ښه کار يې ترسره کړى دى، دغو راپورونو زموږ پام هم دې ته راوګرځاوه چې چېرته کومې ستونزې موجودې دي او دا مې غوښتنه ده، څو دا کار دوام پيدا کړي."
هغه زياته کړه، په ځينو برخو په ځانګړي ډول د خدمتونو وړاندې کولو برخه کې د فساد شتون د حکومت او خلکو ترمنځ واټن زياتوي.
نوموړي وويل، د کورنيو چارو زارت په ټولو برخو په ځانګړي ډول د تذکرو د وېش او موټر چلولو جواز د وېش په برخو کې ځينې اسانتياوې، لکه د اداري لړۍ ساده کول، د قوانينو چمتو کول او نورو برخو کې پروګرامونه په پام کې نيول شوي دي.
هغه زياته کړه: "خو اوس هم ستونزې شته، بايد زيات کار وکړل شي، خلک او مدني بنسټونه دې له موږ سره مرسته وکړي."
د افغانستان د پوهنې وزير اسدالله حنيف بلخي په دغه ناسته کې وويل، د شهادتنامو د وېش په برخه کې ستونزې موجودې وې او لا هم شته، خو د افغانستان د پوهنې وزارت د يادې ستونزې د حل لپاره پروګرامونه په پام کې لري.
هغه د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل، د پوهنې وزارت له فساد سره د مبارزې په برخه کې پرمختګ کړى، چې په تېرو دوو کلونو کې يې په ياد وزارت کې د ځينو ارزونو په پيلولو سره لاسته راوړنې هم درلودې.
د ولسي جرګې غړې حميرا ايوبي، په حکومتي بنسټونو کې د اداري فساد موجوديت يوه عمده ستونزه وبلله او ويې ويل، د يادې پديدې شتون د افغانستان لاسته راوړنې تر پوښتنې لاندې راوستې او په نړيواله کچه يې د دولت حيثيت ته زيان اړولى دى.
هغې زياته کړه، تر ټولو زيات فساد د عامه خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې دى او خلک يې له ډېرو سختو ستونزو سره مخامخ کړي دي.
د هغې په وينا، اوسمهال د ګمرکونو څلوېښت سلنه عوايد د يو شمېر کسانو شخصي جېبونو ته ځي.
نوموړې هم د پژواک د اووه څېړنيزو راپورونو ستاينه وکړه او د خبرو په دوام کې يې وويل: "په رښتيا چې ډېر ښه څېړنيز راپورونه يې چمتو کړي، له دوى غواړو چې له موږ سره يې هم شريک کړي، څو ټول ترې ګټه پورته کړو."
نوموړې هم له فساد سره د مبارزې په برخه کې د مدني بنسټونو همکاري ډېره اغېزناک وبلله.
ايوبي له حکومت غوښتنه وکړه، چې له فساد سره د مبارزې په برخه کې لا ډېر عملي ګامونه پورته کړي او په ادارو کې د استخدام لړۍ کې د اړيکو پر ځاى ضوابطو او وړتيا ته لومړيتوب ورکړي.
د ډيموکراسي انټرنشنل بنسټ مشر جيمز واسرستروم (James Wassesrstrom) په دغه ناسته کې وويل، د ياد پروګرام له ترسره کولو موخه دا وه، څو ياد اووه بنسټونه د اداري فساد د راکمولو په برخه کې په ګډه کار وکړي او له دې لارې د خدمتونو وړاندې کول ساده شي.
نوموړي هم د يادو اوو بنسټونو له کار ستاينه وکړه او ويې ويل، دغو بنسټونو خپلې پروژې يې په ډېر برياليتوب سره سر ته رسولې دي.
د ناستې په پاى کې د ډيموکراسي انټرنشنل بنسټ له لوري د دغې پروژې شاملو اووه بنسټونو ته ستاينليکونه هم ورکړل شول.
په دغه ناسته کې د ګردي مېز د خبرو په ترڅ کې په هېواد کې د اداري او مالي فساد په اړه هم خبرې وشوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










