منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۰۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

علومو اکاډمۍ کې علمي ورکشاپ ترسره شو

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۵ کتنې

کابل (پژواک، ٢٥ چنګاښ ٩٦): د افغانستان د علومو اکاډمي له خوا "د پښتو ژبې د لغوي او فونيميکي توپيرونو پېژندنه" تر سرليک لاندې علمي - څېړنيز ورکشاپ پيل شو.

د علومو اکاډمي د اطلاعاتو او عامه اړيکو رئيس څېړنوال عبدالظاهر شکېب، پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ورکشاپ کې چې درې ورځې به دوام وکړي، د افغانستان د علومو اکاډمي د ژبو او ادبياتو مرکز او د پښتو څېړنو د بين المللي مرکز د علمي غړو او استادانو له خوا به په کې د پښتو او دري ژبو په ژبپوهنيزو او لهجوي ستونزو او پرابلمونو خبرې وشي او د پښتو او دري ژبو په فونيميکي، لهجوي او لغوي توپيرونو او نورو اړخونو خبرې وکړي.

د دې علمي ناستې په پرانيست غونډه کې د علومو اکاډمي عمومي رئيسې څېړنپوه ثريا پوپل له پوهانو هيله وکړه چې په هر اړخيزه توگه په يادو موضوعاتو علمي بحثونه وکړي، ترڅو يې پايلې له علمي معيارونو سره سمې ترلاسه شي.

د ژبو او ادبياتو مرکز علمي غړي څېړنپوه دوکتور خليل الله اورمړ د ژبې، لهجې، معياري لهجې او معياري ليکدود او د دې ورکشاپ په هدف او مبرميت هر اړخيزې خبرې وکړې.

نوموړي په اوس وخت کې د دې ورکشاپ جوړول د وخت مبرم ضرورت وباله.

د هغه په وينا، د ورکشاپ په پايله کې به د کلمو او وييونو د ثبت ستونزه، چې زموږ په مروج ليکدود کې تر سترګو کېږي، تر ډېره بريده حل شي .

د اطلاعاتو او عامه اړيکو د رئيس شکېب د معلوماتو له مخې، د دې ورکشاپ پرېکړې به د رسنيو له لارې له هېوادوالو سره شريکې شي، ترڅو هېوادوال د دې علمي مسايلو له پرېکړو څخه خبر شي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور