ژبه

د “شهيد نقيب احمد خپلواک ياد” کتاب مخکتنه وشوه

کابل (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): د شاه محمود مياخېل فرهنګي او ټولنيز مرکز نن ( چنګاښ ٢٧ مه) د ملي راډيو ټلويزيون په تالار کې د "شهيد نقيب احمد خپلواک ياد" تر نامه لاندې د يوه کتاب مخکتنه وکړه.

په دغه غونډه کې د هېواد د مدني ټولنو استازو، فرهنګي شخصيتونو، حقوقپوهانو، حکومتي چارواکو او خبريالانو ګډون درلود، چې د نقيب احمد خپلواک د ژوند په بېلابېلو پړاونو يې رڼا واچوله.

نقيب احمد خپلواک، چې د افغانستان-امريکايي پوهنتون کې يې د استاد په توګه تدريس او دغه راز يې له ګڼو کورنيو او بهرنيو موسسو او بنسټونو سره د حقوقپوه په توګه کار کړى، د ٢٠١٦ زېږديز کال د اګست ميياشتې په ٢٤ مه، نېټه پر ياد پوهنتون د بريد په ترڅ کې ووژل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سلاکار طارق رشاد، په دې اړه جوړه شوې غونډې ته د خپلې وينا په ترڅ کې وويل، چې خپلواک زموږ ټولو لپاره يو ايډيال دى او زياته يې کړه، چې که څه هم خپلواک نن له موږ سره په فزيکي ډول شتون نه لري، خو په معنوي ډول له موږ سره دى او زموږ زړونو کې ځاى لري.

همدارنګه د غونډې يوه بل ګډونوال او د امريکا د سولې انسټيټيوټ مشر شاه محمود مياخېل، خپلواک يو پر هېواد ميين او تکړه حقوقپوه وباله او زياته يې کړه، چې : "خپلواک ته په امريکايي او اروپايي هېوادونو کې د ارامه ژوند کولو زمينه برابره وه، خو خپلواک د تدريس له لارې په هېواد کې خدمت ته دوام ورکاوه."

دغه راز افغان ليکوال نجيب منلي هم د خپلواک ژوند ته اشاره وکړه او هغه يې يو فکري شخص وباله، چې د هغه په وينا، خپلواک د نوي نسل د فکر جوړولو لپاره مټې رانغاړلې وې.

منلي زياته کړه: "شهيد خپلواک هغه څوک و، چې دافغانستان فکري بنسټ يې رامنځته کړى و، چې پر دې سربېره يې په پر بل ورته بنسټ هم کار روان کړى و، چې دا ارمان يې نيمګړى پاتې شو."

د کتاب دغه ټولګه، چې په پښتو، دري او انګريزي ليکل شوې، منځپانګه يې د تسليت او همدردۍ له پيغامونو ډکه ده او ډېر شمېر کورنيو او بهرنيو حقوقپوهانو او ليکوالانو د هغه مړينه يوه ستره ضايعه بللې او د هغه له کورنۍ سره يې خپله همدري شريکه کړې ده.

حقوقپوه کاون کاکړ، چې د هېواد د پېژندل شوي تاريخپوه حسن کاکړ زوى دى، نقيب احمد خپلواک يوه ځلانده څېره او د عمل سړى وباله او له ځوانانو يې وغوښتل، څو د خپلواک لاره تعقيب او مفکورې ته يې عملي بڼه ورکړي.

پر دې سربېره د افغانستان د ملي ثبات ټولنې مشر ضياءالحق امرخېل، پر ښوونيزو بنسټونو بريدونه د هېواد د معنوي دښمنانو کار وباله او د خپلواک مړينه يې يوه ستره غميزه وبلله.

نوموړي زياته کړه: "موږ درديږو، ولې زموږ پر ښوونيزو بنسټونو بريدونه کېږي؟ دښمن پوه شوى، چېرته چې علم نه وي، هلته بقا نه وي، تيارې وي او خلک ژوند نه شي کولى، چې د هېواد دښمنان ځکه په دا ډول بريدونو لاس پورې کوي."

دغه راز د ننګرهار پوهنتون استاد هجرت الله اختيار هم د کتاب په يوه پيغام کې د ملګرو ژور خپګان څرګند کړى او ويلي يې دي: "زه د واشنګټن پوهنتون د کتابتون د کونج په يوه خاموشه غرفه کې ناست يم او دا ليکل کوم او دا مهال زما سترګې له اوښکو ډکې دي، ځکه چې استاد شهيد نقيب احمد خپلواک، شهيد عمران عزيز، شهيد ډاکټر عزت الله صديقي او نور ځوانان کدرونه، چې تورتم يې د ژوند ډېوې مړې کړې؛ زما سترګو-سترګو ته کېږي."

login or register a new account.

ورته موضوع