ګردېز(پژواک،٢٧چنګاښ٩٦): د پکتيا عالي دارالمعلمين ته د اداري وسايلو او امکاناتو په پېرلو کې له پنځه ميليونه ډېرې افغانۍ فساد شوی دی.
د پکتيا والي شميم کټوازی، چې د چنګاښ په ٢٧مه د دې مسلې لپاره دارالمعلمين ته ورغلی و، په جدي ډول د دې قضيې د څېړلو او قضايي ارګانونو ته د ښکېلو کسانو د ورپېژندلو ژمنه وکړه.
کټوازي وويل چې د دې ادارې د دفتري وسايلو لپاره يوولس ميليونه افغانۍ ورکړل شوې وې، خو په ټولو پېرل شويو توکو کې د فساد له امله يې ٪۵۰ پيسې هم سمې نه دي مصرف شوې.
نوموړی وايي، د دې لپاره چې ياد حسابونه او جعلي بېلونه پټ پاتې شي، د هر بېل قېمت له پنځه سوه زره افغانيو کم جوړشوی، څو د ولايت اداري مجلس ته راجع نه شي.
شميم خان کټوازي، چې شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د پکـتيا والي ټاکل شوی، څرګنده کـړه چې که په هره اداره کې فساد وي پر وړاندې به يې ودريږي او په دې برخه کې يې د مشرانو او فعالانو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
ده وويل:((ډېر بد او په سپين سترګۍ فساد شوی دی، هر څه چې خريداري شوي، لږ تر لږه دوه چنده پيسې پرې ورکړل شوې دي؛ مثلا يو کوچ دی ۱۶ زره، خو دوی په ۳۵ زره افغانۍ حساب کړی دی، يو مېز په بازار کې په ۴ زره افغانۍ دی، خو دوی په ۱۴ زره افغانۍ حساب کړی دی.))
د ولايتي شورا رييس الامير بهرمزی وايي چې دوی ته د ولسواليو د دارالمعليمن د امرينو څخه شکايتونه رسېدلي و چې د بيا، بيا غوښتنو سره ورته اړين توکي او د دوی حقونه نه ورکول کيږي.
بهرامزي وويل، کله چې دوی په دې اړه څېړنه وکړه، نو د ډېر فساد معلومات په لاس ورغلل او قضيه يې له ولايت مقام سره شريکه، چې د څېړلو لپاره يې د ده په مشرۍ هيئت ټاکل شوی دی.
ده زياته کړه چې د وسايلو د پېرلو په هيئت کې د ولايت مقام، ولايتي شورا، پوهنې رياست او ځينو نورو ادارو استازي ټاکل شوي و او په بېلونو کې د دې کسانو لاسليکونه دي.
د ولايتي شورا رييس په قضايي برخه کې فساد د اندېښنې او د اصلاحاتو پر وړاندې خنډ بولي او وايي چې که د اسنادو سره هم مجرم ونيول شي، د قضايي ارګانونو له خوا بېرته پرېښودل کيږي.
دی وايي:((موږ په دقيق ډول څېړنه وکړه او معلومه شوه چې دلته ډېر زيات فساد شوی دی. له عدلي او قضايي ارګانونو څخه مو هيله دا ده چې داسې فساد په نورو ادارو کې هم شته، خو له بده بخته چې تر اوسه هېڅ اقدام نه دی شوی.))
د دارالمعليمن محصلين هم د زده کړو او د يادې ادارې له ناسم حالت څخه شکايت کوي او وايي، سره له دې چې د خوړو پر مهال وېش کې غوښه، سبزي او مېوه لري، خو تر اوسه هېڅکله ياد خواړه نه ورکول کيږي.
login or register a new account.