زرنج (پژواک، ٢٧ چنګاښ ٩٦): په نيمروز ولايت کې د انځورګرۍ او خطاطۍ اثارو نندارتون په داسې حال کې پرانيستل شو چې د دې هنري برخې هنرمندان د امکاناتو له نشتوالي شکايت کوي.
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رييس سيد حامد سادات پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه نندارتون کې کابو ٦٠٠ هنري اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
د سادات په وينا، دغه نندراتون د ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ رياست په نوښت جوړ شوى او د اوو ورځو لپاره به د مينه والو پر مخ پرانيستى دى.
سرچينې وويل چې د انځورګرۍ او خطاطۍ هنرونو د ښې ودې په موخه په پام کې لري چې د اوړي رخصتيو په وخت کې د نيمروز ښوونځي چې نوي پيل شوي دي، د ښوونځيو زده کوونکي د دغه نندارتون څخه ډېره ګټه پورته کړي.
د نيمروز د اطلاعاتو او فرهنګ رياست يو مسوول خالد پرواني د دغه نندارتون د پرانيستلو موخه د هنرمندانو د هڅونې او استعدادونو وده وبلله.
هغه زياته کړه چې په دغه نندارتون کې ډېرى د ځوانو هنرمندانو اثار نندارې ته وړاندې شوي دي.
هغه دغه راز وويل، که څوک د دغو اثارو پېرلو هيله ولري، په ځانګړي تخفيف سره به ورکړل شي.
خو په نيمروز ولايت کې د خطاطۍ او انځورګرۍ هنرونو هنرمندان د پوره امکاناتو له نشتوالي څخه شکايت کوي.
جمعه ګل چې په دغه نندارتون کې يې د انځورګرۍ خپل دوه اثار نندارې ته وړاندې کړي پژواک خبري اژانس ته وويل: "د دغه نندارتون جوړېدل ښه کار دى، له نورو هنرمندانو سره بلدېږو او خپل اثار نورو ته ور معرفي کوو."
هغه زياته کړه چې د نندارتون اصلي موخه د هنرمندانو او د هغوى د اثارو معرفي او په کورونو او دفترونو کې له دې اثارو څخه ګټه اخيستل دي."
هغه په نيمروز ولايت کې د رنګ په شمول د خطاطۍ او انځورګرۍ د وسايلو نشتوالى د هنر په دې برخه کې د هنرمندانو له ستونزو څخه وبلل او ويې ويل: "هنرمندان اړ دي چې خپل اړين وسايل په ډېره لوړه بيه له ايران څخه راوړي."
دغه هنرمند له ځايي چارواکو د خپلو ستونزو حل کېدو غوښتنه وکړه.
د انځورګرۍ او خطاطۍ د نندارتون يوه ليدونکي غفار پژواک ته وويل: "ښه اثار نندارې ته وړاندې شوي؛ خو دغه کار بايد مخکې شوى واى."
هغه په داسې حال کې د انځور ګرۍ يوه اثر (يوه تاريخي ابدات) ته کتل؛ پژواک ته وويل، بايد دا ډول نندارتونونه په کال کې يو ځل جوړ شي.
دا په داسې حال کې ده چې کابو پنځه کاله مخکې هم د نيمروز ولايت د اطلاعاتو او فرهنګ په رياست کې د خطاطۍ او انځورګرۍ يو نندارتون جوړ او پراخ هرکلى يې شوى و.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










