جلال اباد (پژواک، ۲۸ چنګاښ ۹۶): د ننګرهار د روږدو کسانو د درملنې په روغتون کې تر درملنې لاندې کسان وايي چې تر درملنې وروسته دې ورته د کار زمينه برابره شي.
دوی وايي، بېکاري يې پر نشه د روږدي کېدو ستر لامل دی او که بيا هم په همداسې حالت کې ټولنې ته ستانه شي؛ نو بیا به پر نشه اخته شي.
پر نشه د روږدو کسانو د درملنې دغه ۱۵۰ بستريز روغتون شاوخوا یو کال وړاندې په جلال اباد ښار کې جوړ شوی او تر دې مهاله يې نږدې د ۱۰۰۰ روږدو کسانو درملنه کړې ده.
د ياد روغتون مسوولين وايي چې اوسمهال هم د ١٥٠ په شاوخوا کې روږدي کسان تر درملنې لاندې دي او هره اوونۍ د تداوي شوو له رخصتولو وروسته نوي کسان تر درملنې لاندې نیسي.
د ننګرهار په نشه يي توکو د روږدو کسانو د درملنې د ۱۵۰ بستريز روغتون مرستيال ډاکتر فضل الله صفي له پژواک خبري اژانس سره په يوه ځانګړې مرکه کې وويل چې د هر روږدي کس درملنه په ۴۵ ورځو کې ترسره کوي.
نوموړي زياته کړه: ((کله چې روغتون ته ناروغ راوړل شي؛ نو لومړی يې له بدن څخه د نشه يي توکو د زهر ايستنې لس ورځنۍ مرحله ده، بيا ورته مشورې ورکول کېږي، وروسته يې رويه بدلوو، دوی له ټولنې لرې پاتې وي؛ د لمانځه وخت ورته برابروو، د ډوډۍ وخت ور پېژنو.))
دی وايي، تر درملنې لاندې خلک تر قوي مراقبت لاندې وي او پاکوالي ته يې هم پوره پاملرنه کېږي؛ ځکه پاکوالی يې پر روغېدو ډېر اثر پرېباسي.
د ډاکټر فضل الله صفي د معلوماتو له مخې، ياد روغتون د روږدو کسانو درملنه وړيا کوي، د هغوی د ډوډۍ او تفريح لپاره يې هم زمينه برابره کړې ده.
هغه وړاندې وويل: ((درې وخته ښه ډوډۍ ورکوو، د تفريح لپاره مو ورته د لوبو او سپورټ زمينه هم برابره کړې او ترڅنګ ورته د موسيقۍ زمينه سازي هم کړې ده، تلويزيون هم ورته ښودل کېږي.))
ډاکټر صفي وايي، دغو طريقونه ځکه ګټه پورته کوي، چې هغوی تېر د معتادۍ وختونه هېر کړي او نوی ژوند پيل کړي.
ده زياته کړه: ((موخه مو دا ده چې په ټولنه کې بېرته يو سالم انسان مدغم شي.))
د روږدو کسانو د درملنې په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې کسان که څه هم په روغتون کې د مسوولينو له چال چلنده خوښ دي؛ خو غوښتنه يې دا ده چې تر درملنې وروسته دې ورته د کار زمينه هم برابره شي.
د لغمان ولايت اوسېدونکی محمد شفيق چې په ملي اردو کې تر ټپي کېدو وروسته د کار په لټه ايران ته تللی و، هلته پر نشه روږدی شوی؛ خو اوس دغه روغتون کې تر درملنې لاندې دی.
دی وايي، اوس نسبت تر پخوا ښه شوی خو وېره ورسره دا ده چې که تر درملنې وروسته بيا ښار ته ولاړ شي او کار ورته پیدا نه شي روږدی به شي.
هغه زياتوي: ((دا نشه داسې ده چې که ته يې هر څومره پرېږدې دا دې نه پرېږدي او بيا دلته خو په ازاد ډول خرڅېږي؛ نو که بازار ته ولاړ شم او بيا بې روزګاره يم؛ نو بيا به پوډري شم.))
رييس خان چې د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکی دی وايي د کورنيو ناخوالو او د بې روزګارۍ له امله کلونه وړاندې پر نشه معتاد شوی دی.
دی وايي، دا يې درېيم ځل دی چې په ياد روغتون کې تر درملنې لاندې نيول کېږي خو کله چې بېرته ښار ته ستنېږي نو هلته يې د نشه يي توکو ازاد خرڅلاو بيا پر نشه يي توکو روږدی کوي.
هغه غوښتنه وکړه: ((موږ ته بايد د کار زمينه برابره شي، که موږ اوزګار يو؛ نو بيا د خپلو ملګرو خوا ته ورځو او هلته بيا نشه يان کېږو.))
د ننګرهار د نشه يي توکو روږدو کسانو د درملنې روغتون مسوولين وايي چې دې ستونزې ته په کتو يې پلان جوړ کړی چې يادو کسانو ته د درملنې سربېره حرفوي زده کړې هم ورکړي.
د دغه روغتون مرستيال فضل الله صفي وايي چې نږدې مياشتو کې به د حرفوي زده کړو لړۍ هم پيل شي.
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي له پژواک سره د خبرو پر مهال وويل چې پر نشه د روږدو کسانو د درملنې لپاره په یاد روغتون کې هغوی ته د کار زمينه سازۍ لپاره هم پلان موجود دی.
دی وايي چې يادو کسانو ته حرفوي روزنه ورکول کېږي او بيا ورته په ټولنه کې د کار زمينه هم برابرېږي خو وايي ياده چاره د يوې اوږدې پروسې چاره ده.
په ننګرهار کې د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې ادارې هم ويلي چې په دغه ولايت کې نشه يي توکو ته ازاد لاسرسی، بې روزګاري او فقر په دغه ولايت کې پر نشه د روږدو کسانو په شمېر ۶۰ سلنه ډېر والی راوستی دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










