منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ولسمشر هېوادوالو ته د افغان نجونو د روبوټ جوړولو د بريا مبارکي وړاندې کړه

· ۲ دقیقې لوستل · ۷۴ کتنې

کابل (پژواک، ٢٨ چنګاښ ٩٦): ولسمشر غني د روبوټ جوړولو په نړيوالو سياليو کې د افغان روبوټ جوړوونکو نجونو له لوري د سپين زرو مډال ترلاسه کولو په اړه مبارکي وړاندې کړه او زياته يې کړه، د افغان نجونو دا ډول لاسته راوړنې ښيي چې دوى له ټولو ستونزو سره-سره بيا هم کولى شي د علم او ټکنالوژۍ په برخو کې ډېرې لاسته راوړنې ترلاسه کړي.

دغه درې ورځنۍ سيالۍ، پرون د امريکا په واشنګټن ډي سي ښار کې پاى ته ورسېدې، چې پر نورو هېوادونو سربېره د افغان نجونو شپږ کسيز ټيم هم په کې ګډون کړى و.

د روبوټ جوړونې په دغو سياليو کې د نړۍ د ١٢٦ هېوادونو زده کوونکو ګډون درلود.

د يادو سياليو په پاى کې د افغانستان ټيم ته د زړورتوب او مېړانې په برخه کې د سپينو زرو مډال ورکړل شو.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د مطبوعاتي دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ولسمشر اشرف غني د افغان نجونو له لوري په نړيوالو سياليو کې د مېړانې مډال ترلاسه کول د دوى همت، علم او هلې ځلې بللې دي.

غني په دې اړه افغان روبوټ جوړوونکو نجونو، د دوى کورنيو، د ښوونځيو زده کوونکو او افغانانو ته مبارکي ويلې او هيله يې څرګنده کړې ده، څو افغان ځوانان په خپلې وړتيا او پوهې تل همدا ډول وځليږي او نړۍ ته د افغانستان رښتينى انځور وړاندې کړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول ښځې