کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦): په کابل کې د امريکا سفير پردې باندې په ټينګار سره چې ښوونه او روزنه د افغانستان روښانه راتلونکې لپاره تر ټولو غوره او ډاډمنه لاره ده، وايي چې له ښوونې او روزنې پرته، افغانان نه شي کولی د افغانستان مخ پر ودې اقتصاد کې په بریالیتوب سره ونډه واخلي.
د ده دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼه کې راغلي، چې د امريکا متحده ايالاتو له سفارت څخه پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې د سفير هوګو لارنس له قوله زياته شوې، چې افغانستان د تېرې یوې نیمې لسیزې په اوږدو کې د ښوونې او روزنې په برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي. د ۲۰۰۱ کال په پرتله چې ۶۰۰زرو ماشومانو په ښوونځيو کې لوست کاوه، اوسمهال دغه شمېره ۸،۷ میلیونو تنو ته لوړه شوې، چې د بېسارې ودې ښکارندويي کوي. د متحده ایالاتو خلک د خپلو افغان ملګرو په دې بریالیتوب باندې ویاړي.
ده ويلي، افغانستان په دې موده کې لسګونه زره ښوونکي ګومارلي او روزلي دي او په بېمخینې توګه یې ډېر شمېر ښوونځي جوړ کړي دي. له دې پرمختګونو سره سره، لا هم څه باندې ۳،۵ میلیونه ماشومان له زده کړو څخه بېبرخې دي او زیات شمېر نور خپلې زده کړې بشپړولی نه شي.
د هغه په وينا، له ښوونې او روزنې پرته، افغانان نه شي کولی د افغانستان مخ پر ودې اقتصاد کې په بریالیتوب سره ونډه واخلي، هغه څه چې وړ او اغېزناکه ښاریانو ته اړتیا لري. دوى په سږني کال کې د افغانستان د دولت له لوري د پوهنې د ملي ستراتیژیک پلان د بیاکتنې هرکلی کوي. دغه پلان زدهکړې ته د لاسرسي ترڅنګ اوس پر کیفیت او ښې حکومتولۍ هم ټینګار کوي. یاد پلان د سازمانونو، لکه د پوهنې نړیوال مشارکت او د نړیوال بانک زدهکړه يیزو پروګرامونو همغږۍ او مرستې لپاره اړین ګنل کېږي.
دى وايي، هیلهمند دي چې د پوهنې وزارت او مرستندویه ټولنې د زیار او کوښښ په پایله کې دغه دوه پروګرامونه، هغو ماشومانو ته چې ښوونځي ته د تلو په تمه دي، د زده کړې زمینه برابره کړي.
د ده په خبره، هر ماشوم ټولشموله او کیفیتلرونکو زده کړو ته د لاسرسي حق لري، هېره دې نه وي چې د یوې نیمې لسیزې پرمختګونه په رښتیني توګه د پام وړ دي.
دى وايي: "زموږ یو افغان کارکوونکی د افغانستان له ختیځ څخه د یوه کوچني کلي اوسېدونکی دی، کله چې هغه تنکی ځوان و، په کلي کې یواځې یو لومړنى اومنځنى ښوونځى و. اوس چې نوموړی خپل کلي ته ځي، هلته د ښوونځیو شمېر زیات شوی - یوه د نجونو او یوه د هلکانو لېسه جوړې شوې دي، په دواړو ښوونځیو کې په کافي اندازه زدهکوونکي شته او هغوى په لېوالتیا سره خپلې زده کړې پرمخ بیایي. د دې کلي خلک په دې پوهېدلي چې د یو ښه افغانستان د جوړولو لپاره نجونۍ او هلکان زده کړو ته اړتیا لري. دغه د یوې نیمې لسیزې د پرمختګ يوه ښه بېلګه ده."
هغه زياتوي: "زه پوهېږم چې په دې برخه کې لا هم داسې چارې شته چې باید ترسره شي، په ګډه کار کولو به دغو بریالیتوبونو ته ځان رسوو."
لارنس ويلي، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا ادارې او د پوهنې وزارت په مرسته په تېرو پنځو کلونو کې ۴۷ میلیونه درسي کتابونه ابتدایي زده کوونکو ته په ۳۴ ولایتونو کې چاپ او وېشل شوي دي، دوى تېر کال دغه بهير ته پراختیا ورکړه او په ۲۴ ولایتونو کې مو ۱۱ میلیونه درسي اضافي کتابونه د لومړنيو اومنځنيو ټولګیو زده کوونکو ته ووېشل.
د امريکا سفير زياته کړې، د متحده ایالاتو د نړیوالې پراختیا اداره په پام کې لري چې په راتلونکو پنځو کلونو کې له لومړي څخه تر دوولسم ټولګي پورې ۱۳۵ میلیونه درسي کتابونه د هېواد د ټولو ولایتونو زده کوونکو ته په کافی اندازه چاپ کړي.
دى وايي: "خوښ یم چې د سږکال په لومړیو کې مو د افغان ماشومانو د لوست پروګرام پرانيست چې د امریکا متحده ایالاتو له خوا تمویليږي. دغه پنځه کلن پروګرام ۷۰ میلیونه لګښت لري او له لومړي ټولګي څخه تر درېيم ټولګي پورې د نجونو او هلکانو د لوست مهارتونه لوړوي. موږ هیله مند یو چې تر یو میلیون څخه زیات ماشومان له دې پروګرام څخه ګټه پورته کړي."
د هغه په خبره، په زدهکوونکو ولاړو نوښتونو او عصري ټکنالوجۍ او یا د نړیوالې ټولنې له تخنیکي مهارتونو څخه په ګټې اخيستنې، افغانستان د کیفیت وړ زده کړو لپاره لوړو پوړونو ته د رسېدلو په حال کې دی.
په کابل کې د امريکا سفير دغه راز ويلي، په افغانستان کې عامه او ټولشموله ښوونه او روزنه وروستۍ موخه ده، هغه خصوصي ښوونځي چې د کیفیت وړ ښوونه او روزنه وړاندې کولی شي، د معارف د پرمختګ لپاره ښه بدیل ګڼل کېږي، چې باید ورته پراختیا ورکړل شي. زه باور لرم چې ښوونه او روزنه د افغانستان روښانه راتلونکې لپاره تر ټولو غوره او ډاډمنه لار ده.
غړي
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










