منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د “بانو” راډيو تلوېزيون په فعاليت پيل وکړ

· ۲ دقیقې لوستل · ۸۹ کتنې

کابل(پژواک،٢٩ چنګاښ٩٦): د" بانو" په نوم د مېرمنو ځانګړي راډيو تلوېزيون چې په کابل کې د خپل ډول  دويمه رسنۍ ده  د مېرمنو پر چارو د تمرکز په موخه په رسمي توګه پرانيستل شو.

د دغې رسنۍ د کار پيلېدو په مراسمو کې چې نن په کابل کې ترسره شول، يوشمېر دولتي چارواکو، د رسنيو استازو او ځينو فرهنګيانو برخه اخيستې وه.

د " بانو" راډيو تلوېزيون مشر، عزيزالله ارال وويل چې دغه چينل د مېرمنو اړونده مسايلو د پوښښ، په رسنيزو فعاليتونو کې مېرمنو ته د ونډې ورکولو او د دغه قشر  د لا ډېرې هڅونې په موخه جوړ شوى دى.

د هغه په وينا، افغان مېرمنې د کورني تاوتريخوالي، د و‌ظيفوي او رواني امنيت د نشتوالي په ګډون له ډېرو ننګونو او مختلفو ګواښونو سره مخ دي او اړينه ده چې دې مسايلو ته ډېره رسېدنه وشي.

 ارال زياته کړه چې د بانو راډيو تلوېزيون، خپل ٢٤ساعته فعاليت پيل کړى او په پيل کې يې کابل، ميدان وردګ، لوګر، پروان او کاپيسا ولايتونه تر پوښښ لاندې راوستلي دي.

نوموړي وويل چې ددغه تلوېزيون په فعاليت کې د مېرمنو ځانګړې توليدي او تفريحي خپرونې شاملې دي چې د عادي او سپوږمکۍ انتنونو له لارې ورته لاس رسى کېږي.

 د ارال په وينا، اوسمهال په دې چينل کې ٥٠ نجونې پر دنده ګومارل شوې او بانو راډيو هم په اف ام ٩٧ موج سره خپل فعاليت پيل کړى دى.

د ښځو چارو وزارت د پاليسۍ مرستيالې سپوږمۍ وردګ د دې چينل د کار پلېدو په هرکلي سره وويل چې مېرمنې د رسنيو د رهبرۍ په کچه کې نشته ، بايد مېرمنې وهڅول شي او ملاتړ يې وشي چې دغه وضعيت بدل شي.

 وردګ وويل:" بايد د رسنيو له لارې د مېرمنو لپاره د عدالت غوښتنه وشي او له  هغو ناوړه دودونو سره مقابله وشي چې په ټول افغانستان کې مېرمنې محروميت ته اړ باسي او ځينې وخت ځانته مذهبي بڼه غوره کوي."

له ښځينه خبريالانو څخه د ملاتړ د مرکز مشرې فريدې نيکزاد وويل چې د رسنيو د شمېر په زياتېدوسره، په رسنيو کې د مېرمنو شتون هم ډېر شوى دى.

 نوموړې زياته کړه:" په يوه ټولنه کې چې ډېرى يې نالوستي يا کم لوستي دي، د يوې لوڅې ګډا ليدل، رسنۍ له منځه تلو سره مخ کوي، بايد د خلکو له دود او کلتور سره سم نشرات ولري او بايد ګامونه په ارامه او حوصله مندۍ سره پورته شي."

مېرمنو ته ځانګړي شوي لومړني تلوېزيون د روان کال د غويي په ٣١مه په کابل کې په ازمايښتي ډول کار  پيل کړ.

اټکل کېږي چې په هېواد کې له  ٥٠ ډېرې تلوېزيوني شبکې او کابو ١٥٠ غير دولتي راډيوګانې   فعاليت کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور