ژبه

پژواک د سم خبر خپرولو له امله تر فشار او  ګواښ لاندې راغلی و

کابل (پژواک، ٢٩ چنګاښ ٩٦) : اوس هم له رسنيو حقايق پټيږي او کله چې کومه رسنۍ د خپلو سرچينو په حواله حقايق خپروي، نو له فشارونو او ګواښونو سره مخامخ کېږي.

د دا ډول حقايقو پټولو وروستۍ بېلګه په بلخ ولايت کې د مزار شريف د مولانا جلال الدين بلخي هوايي ډګر کې د ولسمشر  د لومړي مرستيال عبدالرشيد دوستم د الوتکې په اړه وه، چې د کېناستو اجازه نه وه ورکړل شوې.

دوستم چې په څارنوالۍ کې د جنسي تېري او تاوتريخوالي دوسيه هم لري، شاوخوا دوه مياشتې مخکې ترکيې ته تللى و، خو کله چې د روان لمريز کال د چنګاښ په ٢٧مه، د شپې په شاوخوا ٩ بجو بېرته هېواد ته را ستنېده؛ نو د مزار شريف په هوايي ډګر کې يې الوتکې ته د کېناستو اجازه نه وه ورکړل شوې.

د بلخ ولايت يوې معتبرې سرچينې پژواک اژانس ته ويلي وو چې په دغه هوايي ډګر کې مېشتو الماني ځواکونو د ولسمشر اشرف غني په لارښوونه د دوستم الوتکه پرې نښوده چې کېني.

يادې سرچينې داهم ويلي وو چې د بلخ والي عطاء محمد نور له يوه لوى پلاوي سره د دوستم د ښه راغلاست لپاره هوايي ډګر ته تللى و.

د دغه خبر تر خپرېدو وروسته د عبدالرشيد دوستم او عطاء محمد نور دفترونو د خبرپاڼو په خپرولو سره د پژواک خبر  رد کړ او تور يې پورې کړ چې ګوندې پژواک اژانس بې بنسټه خبر خپور کړ.

دغه راز د دوى پلويانو په ټولنيزو شبکو کې  پژواک اژانس پسې بد رد ويل او يو ډول نيوکې او ګواښونه يې هم کول چې پژواک يې له ځانه سره اسناد ساتلي دي.  

د عبدالرشيد دوستم وياند بشير احمد تينج دغه خبر  رد کړى او ويلي يې دي چې دوستم به  په نږدې راتلونکي کې هېواد ته ستون شي.

بلخوا د بلخ د والي وياند منير فرهاد دا مني چې له ترکيې يوه الوتکه د مزار هوايي ډګر ته رسېدلې وه، خو زياتوي چې د تخنيکي او فني ستونزو له امله بېرته ترکمنستان ته ولاړه.

هغه پژواک اژانس ته وويل، دغه الوتکه د درېيو دقيقو لپاره د افغانستان فضا ته داخله شوې وه، خو بېرته عشق اباد او بيا له هغه ځايه ترکيې ته ولاړه.

نوموړى ادعا کوي چې په دې الوتکه دوستم نه، بلکې ترکي انجينران وو چې په مزار شريف کې د يوې پروژې د کارونو لپاره راتلل.

په کابل کې د ناټو ځواکونو وياند سالوين پژواک اژانس ته وويل، د دوى ځواکونه د دوستم د الوتکې د کېناستو په مخنيوي کې ښکېل نه وو.

login or register a new account.