منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۱۱ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نری باران · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

رسنۍ د چين او افغانستان د اړيکو په پياوړي کولو کې مهم رول لوبولى شي

· ۳ دقیقې لوستل · ۹۴ کتنې

بيجبنګ – چين (پژواک، ٣١  چنګاښ ٩٦) : د افغانستان او چين تر منځ د اړيکو د لا ښه کولو او پياوړي کولو په موخه ددواړو هېوادونو  د خبريالانو ګډه ناسته ترسره شوه.

په دې ناسته کې چې پرون د چين په  پلازمېنه بېجنګ کې ترسره شوه، د افغانستان د سفارت لومړي سکرټر سيدمهدي منادي هم ګډون درلود.

هغه د غونډې ګډونوالو ته وويل، رسنۍ د چين او افغانستان د اړيکو په  پياوړي کولو کې مهم رول لوبولى شي.

د نوموړي په وينا، دغه راز  رسنۍ د چينايي پانګه والو جذبول او د (يوې لارې، يو کمربند) نوښت چې د چين د حکومت په نوښت د  ورېښمو لارې د بيارغونې په موخه پيل شوى، په اړه خلکو ته د معلوماتو ورکولو په برخه کې هم بايد مهم رول ولوبوي.

خو مهدي منادي وويل، دغې لويې پروژې  ته په رسنيو کې ډېر پوښښ نه دى ورکړل شوى.

د افغانستان د سفارت دغه استازي وويل : ((افغانستان د (يوې لارې او يو کمربند) پروژې په څنډه کې موقعيت لري، موږ له ټولو ديپلوماتيکو لارو هڅه کوو چې افغانستان د دغې پروژې په مرکزيت کې راولو.))

هغه له رسنيو وغوښتل چې په حقيقي ډول د چين او افغانستان وضعيت ته انعکاس ورکړي، نه دا چې چين ته د پاکستان په سترګه وکتل شي.

مهدي منادي وايي، د سولې او امنيت ټينګښت لپاره د اقتصاد پياوړي کول ډېر اړين دي؛ نو افغاني رسنۍ بايد خپلو راپورونو سره چينايي پانګوال پانګونې ته وهڅوي.

ده زياته کړه، په چين کی به د افغانستان ديپلوماتان هڅه وکړي  چې د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له لارې چينايي خبريالانو ته د ورتګ لارې چارې برابرې کړي.

له کابله راغلي خبريال محمدشبير احمدي د دې سفر د زمينې په برابرولو د چين له حکومت څخه مننه وکړه او ويې ويل چې رسنۍ د هېوادونو د اړيکو په پياوړي کولو کې مهم رول لوبوي.

هغه زياته کړه،  چين په تېرو ١٦ کلونو کې له افغانستان سره په بېلا بېلو برخو کې ډېرې مرستې کړې او افغانان ترې منندوى دي.

احمدي د ورېښمو لار تاريخي ارزښت او بيارغونې ته په اشارې سره وويل، دا پروژه د افغانستان پرمختګ لپاره حياتي ارزښت لري.

د چين د نړيوالې راډيو د پښتو څانګې په استازيتوب نقيب الله مل د دواړو هېوادونو د خبريالانو ترمنځ راشه درشه د اعتماد زياتولو او اړيکو د لا پياوړي کولو لپاره مهمه وبلله.

هغه زياته کړه، د افغانستان او چين د اړيکو ښه بېلګه داده چی چين د افغانستان له بدو شرايطو ناوړه ګته نه ده پورته کړې او هېڅکله يې په سرحدي سيمو کې ستونزه نه ده جوړه کړې.

نوموړي د افغانيو رسنيو له خوا د ورېښمو لار "يوې لارې او يو کمربند نوښت" رسنيز پوښښ کمرنګه وباله او هيله يې وکړه چې رسنۍ په دې برخه کې خپل رول ادا کړي.

د يادې غونډې يو شمېر چينايي ژورنالېستانو او پوهانو د افغانستان او چين د اړيکو پر لرغونتوب خبرې وکړې او دواړه هېوادونه يې د ښو ګاونډيو هېوادونو په توګه ياد کړل. 

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول دین او کلتور